په هېواد کې بهرنيو ځواکونو ته د اسلامي ګوند د مشر حکمتيار خبردارى

October 7, 2009 – 5:50 pm

د تلې پنځلسمه نېټه په هېواد کې د امريکا د پوځي يرغل له کليزې سره سمون لري، دا ورځ د افغانستان په سياسي تاريخ کې مهمه ورځ ګڼل کېږي. په داسې حال کې چې د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار او د مخالفو ډلو مشرانو د دې ورځې په مناسبت بهرنيو ځواکونو ته خبردارى ورکړى چې له هېواد څخه ووځي. د امريکا ولسمشر باراک اوباما بيا د افغانستان لپاره د نوې پوځي تګلارې د جوړېدو خبر ورکړى.

په نيويارک کې د سپتمبر د يوولسمې له پېښو وروسته امريکا او د هغو متحدينو په هېواد کې د طالبانو واکمنۍ ته ګوته ونيوه. امريکا طالبان د نړۍ د امنيت په وړاندې جدي ګواښ وباله او د ديارلس سوه اتيايم کال د تلې په پنځلسمه نېټه سهار مهال يې د خپلې لومړنۍ الوتکې په وسيله د طالبانو په مرکزونو بمونه وغورځول. پدې بريدونو څه موده نه وه تېره شوې چې د طالبانو اووه کلنه واکمني هم له پښو وغورځېده.

د طالبانو له واکمنۍ سره جوخت افغانستان د کابو څلوېښت هېوادونو د عسکرو شاهد شو. له دې سره سره اوس هم په هېواد کې امنيتي حالت ندى ښه شوى خو امريکايي چارواکي بيا د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د بريا ادعا کوې، پدې سربېره هېواد ته د څلوېښت زره نورو امريکايي سرتېرو د استولو غوښتنه لري. په عين حال کې د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار چې له نورو وسله والو ډلو سره جوخت په هېواد د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو له بريد وروسته له هغوى سره د مقاومت په حال کې دى يو ځل بيا بهرنيو ځواکونو ته خبردارى ورکړى چې له کوم قيد او شرط پرته له هېواد څخه ووځي.

دا پداسې حال کې دي چې د امريکا ولسمشر باراک اوباما په هېواد کې د نوې پوځي تګلارې د جوړېدو هڅه کوي. د هغه په وينا دا تګلاره په د اوسنيو بيړنيو حالاتو په پام کې نيولو سره بشپړه شي. اوباما ټينګار کړى چې امريکا او د هغو متحدين بايد د جنګياليو په وړاندې چوپ پاتې نشي. اوباما په عين حال کې ادعا کړې چې طالبان او د هغوى متحدينو خپله توانايي له لاسه ورکړې.

داپداسې حال کې دي چې په هېواد کې ورځ تر بلې د ناامنۍ لمن پراخيږي او اوس اوس د هېواد شمال ته هم دا لړۍ د غځېدو په حال کې ده. په عين حال کې يو شمېر سياسي کارپوهان په تېرو اتو کلونو کې د حکومت لاسته راوړنې هم يادوي خو پدې باور دي چې امريکا او د هغوى متحدينو په هېواد کې د ټيکاو د ټينګښت لپاره څه چې بايده وو نه دي کړي.

اوسمهال کابو سل زره بهرني سرتېري په هېواد کې د ناټو په چوکاټ کې فعاليت کوي او د دې شمېر د زياتوالي په اړه هم بېلابېل نظرونه شته دي. په عين حال کې د امريکا د نوې تګلارې د پلي کېدو خبر هم په اوسني حالت کې د نوې ټاکنې په توګه پام ځانته اړولى

احمد جاويد تسل.

Post a Comment