پاکستان غواړي د افغانستان او هند ترمنځ اړيکې خرابې کړي
October 8, 2009 – 6:17 pmپاکستان د هند پرسفارت د بريدونو په ترسره کولو سره، د افغانستان او پاکستان دولتونو ترمنځ د واټن د رامنځته کولو په هڅه کې دى. د کارپوهانو په وينا: د افغانستان لپاره د هند د همکاريو د ډېرېدو ليوالتيا په پاکستان کې د ځينو بهيرونو لپاره حساسيت پاروونکى دى څو دغه هېواد له افغانستان د همکاريو پرې کېدو ته اړ کړي. د هند سفارت پر وړاندې دوهم ورته ځانمرګى بريد په داسې حال کې رامنځته کېږي چې دغه په پاکستان کې د طالبانو د ځپلو لپاره پر دې هېواد د نړيوالې ټولنې لخوا د فشار راوړلو غوښتنه کوي.
ولي په کابل کې د هند سفارت د دوهم ځل لپاره تر بريد لاندې ونيول شو! دغه بريد د هندوستان او افغانستان دولتونو ترمنځ پياوړو اړيکو ته يو ځواب دى او که د درې واړو هېوادونو د استراتيژيکو اړيکو په منځ کې ريښه لري. په کابل کې د هند سفارت پر وړاندې د نن ورځې ځانمرګى بريد هغه مهال رامنځته شو چې د هند د بهرنيو چارو وزيرې په نوي دهلي کې د افغانستان په اړه د امنيتي حالت په اړه په دوه ورځنۍ ناسته کې له نړيوالې ټولنې غوښتي څو پر پاکستان دباو راوړي چې دا هېواد اړ کړي، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې او د افغانستان امنيتي حالت ته په پام سره د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا ملاتړ وکړي.
د نن ورځې ځانمرګى بريد په عين حال کې د افغانستان لپاره د هند د همکاريو له دې ودې سره په تړاو کې د يو نوي واټ پرانستل دى، چې افغانستان په يوه بندر کې له ايران سره يوځاى کوي او او د افغانستان پر سوداګريزو لارو د پاکستان نفوذ له منځه وړي. حال دا چې د کارپوهانو په وينا دا بريد د آى اس آى د استخباراتي دستګاه له لوري ترسره شوى وي، يا کومې بلې ډلې د هغه طحه په پاکستان کې جوړه کړې وې او موخه د افغانستان او هند د اړيکو شلېدل وي.
په همدې حال کې هغه توپير چې د نن ورځې ځانمرګي بريد او د هند پر سفارت د تېرکال بريد ترمنځ چې په چنګاښ مياشت رامنځته شوه دا دى چې د نن ورځې بريد پړه طالبانو پر غاړه واخيست خو د تېر کال بريد پړه کوم چا او يا کومې ډلې پرغاړه وانه خيست. په دې بريد کې د هند سفارت درې تنه کارکوونکي هم ټپيان شوي دي.