عبدالله عبدالله: حامد کرزى د هېواد په نا امنيو کې لاس لري
October 8, 2009 – 6:23 pmاوسنى حکومت په هېواد کې د وروستيو نا امنيو مسوول دى. د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله ددې ټکي په څرګندولو سره وويل: د حامد کرزي په مشرۍ له حکومت نه بهر کړيو حالت قصداً نا امنه کوي څو په هېواد کې د ټاکنو د دوهم پړاو له ترسره کېدو مخنيوى وکړي. د نن ورځې په غونډه کې چې د عبدالله عبدالله د ټاکنيز مرکز له لوري په کابل کې ترسره شوى و، په ولسي جرګې د خلکو دوو استازو سردار رحمان اوغلي او احمد بهزاد د هېواد امنيت له حامد کرزي نه په ملاتړ تورن کړ.
په دې غونډه کې چې موخه يې په هېواد کې له اوسني حالت د اندېښنې څرګندول و، د ولسي جرګې د غړو په ګدون د عبدالله شاوخوا ٥٠٠ پلويانو او د هېواد جهادي مشرانو چې په منځ کې يې برهان الدين رباني او د ولسي جرګې قانوني هم ليدل کېده ګدون کړى و. د حامد کرزي اصلي سيال عبدالله عبدالله د نن ورځې په غونډه کې له نړيوال ټولنې وغوښتل څو له کرزي نه پلوي ونکړي او له ملګرو ملتونو يې غوښتنه وکړه څو د افغانستان د خلکو ارادې ته درناوى وکړي.
عبدالله وويل: يو حکومت چې وګړنيز ملاتړ ونلري نشي کولاى په هېواد کې سوله، ټيکاو او امنيت رامنځته کړي.
په ولسي جرګې د خلکو دوو استازو رحمن اوغلي او احمد بهزاد او ويناوالو د نن ورځې په غونډه کې د هېواد په امنيت شورا نيوکه وکړه او دغه شورا يې له حامد کرزي په ملاتړ او په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په برخه کې په کم کارى تورن کړ.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د هېواد امنيت شورا چې له ملي دفاع او کورنيو چارو وزيرانو، ملي امنيت او د کابينې له څو غړو جوړ دى د ټاکنو د پايلو په هرڅه ژر اعلانېدو ټينګار کوي او د ټاکنو د پايلو په اعلان کې ځنډ په هېواد کې د نا امنيو د زياتېدو اصلي لامل بولي. موږ هڅه وکړه چې د نن ورځې د غونډې او څرګندونو په اړه د امنيت شورا د غړو نظر هم ولرو خو بريالي نشوو.