پاکستان: افغانستان او هند د بلوچستان په نا آراميو کې ښکېل دي
October 11, 2009 – 7:11 pmد پاکستان د پوځ يوه جګپوړي چارواکي نن وويل: افغانستان او هند په بلوچستان ايالت کې د بيلتون غوښتونکود مشرتابه په پيواړي کېدو سره په دې هېواد کې له بلوڅو اورپکو ملاتړ کوي. دې سره جوخت له پاکستان سره په پوله کې په ختيځو سيمو کې د طالبانو او القاعدې ډلې پر وړاندې پراخ عمليات په لار اچول شوي دي. خو د دغه پاکستاني قوماندان ادعاوې د پنځلسو مياشتو په لړ کې په کابل کې د هند پر سفارت له دوهم مرګوني ځانمرګي بريد وروسته ترسره کېږي. هند وايي: پاکستان ددې بريدونو ترشه لاس لري.
د هند او پاکستان اړيکې له پنځه کاله مثبتې پراختيا وروسته، په مومبيي کې د تېر کال په نوامبر کې له مرګونو بريدونو وروسته اوسمهال ترينګلي شوي دي. دا لومړى ځل ندى چۍ د پاکستان پوځي چارواکي دواړه هېوادونه هند او افغانستان د بلوچستان په نا راميو کې ښکيل بولي.
بلوڅ ملتپال څو لسيزې کېږي چې د زياتې خپلواکۍ او د طبيعي ګازو او کانونو د سرچينو د لاسته راوړلو لپاره له مرکزي دولت سره مبارزه کوي. له بلې خوا جنرال سليم نواز د پاکستان په کويټه کې د طالبانو د مشرتابه اړه تورونه رد کړل. هغه وويل: د امريکا متحد ايالتونه هغه اطلاعات چې ددې هېواد له ادعاوو د کويټې شورا او يا د طالبانو د مشرتابه شورا په اړه ملاتړ کوي ندي وړاندې کړي.
د پاکستان د دغه پوځي قوماندان له لوري د تورونو وړاندې کول په داسې حال کې ده چې افغان او امريکايي ځواکونو د يکشنبې په سهار د افغانستان په ختيځو سيمو کې د طالپانو او القاعده پر مورچو پراخ بريدونه په لار اچولي او څه د پاسه ١٢ اورپکي يې وژلي دي. د امريکا د پوځي وياند کپيتان اليزابت په وينا په ختيځ کونړ ولايت کې عمليات تېره نيمه شپه هغه مهال پيل شو چې ځواکونو د اورپکو د نيولو په موخه په دې سيمه کې يې د هغوى يوه آده تر برېد لاندې ونيوله. د کونړ د والي وياند وايي: لږ ترلږه ١٨ اورپکي په پيچ دره ولسوالۍ کې وژل شوي او زيات شمېر نور نيول شوي خو څرګنده نده چې آيا د نيول شويو اورپکو په منځه کې ال چقاعده هم شته که څنګه.