کرزى: چورلکې د هېواد شمال ته ترهګر لېږدوي

October 11, 2009 – 7:20 pm

ولسمشر حامد کرزي د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې په ډاګه کره، داسې معلومات شته چي چورلکي د هيواد شمال ته ترهګر لېږدوي څو د هيواد امنيتي حالت خراب کړي خو په اړه يې څيړنې رواني دي. هغه دغه راز وويل د ټاکنو د پايلو د ځنډيدو له امله هم امنيت خراب شوى او د افغانانو د صبر کاسه ډګه شوې. کرزي زياته کړه د ټاکنو اړوندې ادارې بايد ژر ترژره دټاکنو پايلې اعلان کړي. داپه داسي حال کې ده چي تيره ورځ دملي دفاع وزير وويل دهيواد د شمالي ولايتونو د امنيت د خرابوالي په موخه څلور زره چيچني او ايغوري اورپکي دهيواد په شمالي سيمو کې ميشت شوي دي.

ولسمشرکرزي نن يوې خبرې غونډې ته وويل چې دهيواد دامنيتي حالت په اړه دوى کره راپورونه په لاس کې لري چې يوشمير چورلکې راځي او دهيواد په شمال کې ترهګر او تروريستان ښکټه کوي. که څه هم ولسمشر کرزي په ډاګه نه کړه چورلکې کوم هيواد پورې اړوندې دي خو زياته يي کړه چي په دې اړه پلټنې روانې دي او ډيرژر به په ډاګه شي چي کوم هيواد غواړي دافغانستان امنيت خراب کړي.

دغه راز ولسمشرکرزي دټاکنو پايلو ځنډيدل هم دامنيت په خرابوالي کې مهم ټکي وباله  او زياته کړه چې په ټاکنو ددرغليو ادعاوو د ټاکنو د پايلو اعلان وځنډاوه. هغه زياته کړه  دملګرو ملتونو سازمان سره يي هم خبرې اترې کړې وې چي د ټاکنو پايلي بايد نن اعلان شوې واى خو دغه اعلان بياهم وځنډيد. نوموړي وويل  دټاکنو دپايلو ځنډيدو له امله اقتصادي او ټولنيزې چارې په ټپه ولاړي دي او خلک دټاکنو دپايلو دژر اعلانيدو غوښتونکي دي .

ښاغلي کرزي دټاکنو په اړه دغربي مطبوعاتو خبرې دهيوادوالو په زيان وګڼلې او وې ويل چي افغانان بايد دخپل هيواد دښي هوساينې په اړه يوبل ته لاس ورکړي. هغه يوشميرلويديځې کړى د ټاکنو د پايلو په ځنډيدو او ناامنيو کې ګرمې وبللې.

په داسي حال کې چي دملګرو ملتونو ځانګړى استازۍ کاى ايډه دولسمشرۍ نوماند ډاګټرعبدالله عبدالله له خوا په ټآکنو کې ددرغليو په پټولو او د يوه ځانګړي نوماند په پلوۍ تورن شو خو ولسمشرکرزي دهيواد په نا امنيو او په ټاکنوکې دملګرو ملتونو لاس وهنه او په ځانګړي توګه دکاى ايډه له خوايي دځآنګړي نوماند ملاتړ رد کړ.

Post a Comment