په ولسي جرګې کې د نظام د رواه والي بحث
November 7, 2009 – 6:23 pmولسي جرګې نن د روان کال په ضميمه وي بودجې بحث وکړ. خو يو شمير استازو دغه بحث د نظام رواه والي ته واړاوه. يو شمير استازو وويل: نظام مشروعيت نه لري او ادارې فساد يي په دولتي ادارو کې لويه ستونزه وبلله. ددې بحثونو له امله د ولسي جرګې غونډه بې پايلي پاى ته ورسيده خو د ولسي جرګې يو شمير وکيلانو بيا د يوې وينا په خپرولوسره د ټاکنو دخپلواک کميسيون له پريکړې او د حامد کرزي له ولسمشرۍ څخه ملاتړ اعلان کړ.
که څه هم نن د لړم مياشتې شپاړسمه نيټه ده او ټاکل شوې وه چي د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې نن ترسره شوې واى خو د عبدالله عبدالله له خوا په ټاکنوکې د نه ګډون اعلانول ددې لامل شول چي د ټاکنو خپلواک کميسيون ولسمشر کرزى د ټاکنو ګټونکى اعلان کړي. له همدې امله له څو ورځو راهيسي دولسي جرګې غونډې بې پايلي پاى ته رسيږي. ولسي جرګې نن دروان کال په ضميمه وي بوديجې چي د يارلس پروژې وړاندې شوې وې بحث وکړ يو شمير استازو د نن ورځې په عمومي غونډه کې د نظام د مشروعيت خبرې پورته کړې او د هيواد نظام يي نا رواه په ګوته کړ او له همدې امله د ولسي جرګې غونډۀ بې پايلي پاى ته ورسيده.
خو يو شمير نورو استازو بيا د يوې وينا په خپرولو سره د ټاکنو خپلواک کميسيون پريکړه منطقي وبلله او دولسمشر کرزي څخه يي د چارو په ترسره کولو کې خپل ملاتړ اعلان کړ او له هغه څخه يي وغوښتل چي په خپلو کړو ژمنو ولاړ پاتي شي.
په داسي حال کې چې د تيرې اونۍ د دوشنبې په ورځ ولسمشرۍ ته نوماند عبدالله عبدالله اعلان وکړ چي دلړم په شپارسمه په دويم پړاو ټاکنو کې ګډون نه کوي، دټاکنو خپلواک کميسيون وروسته له هغه د ملي مصالحو او د ټاکنو د قانون پربنسټ ولسمشر کرزى د هيواد ټاکل شوى ولسمشر اعلان کړ. د ملګرو ملتونو او امريکا په ګدون نړيوالو او افغانانو د حامد کرزي ولسمشرۍ ومنله خو يو شمير نور بيا داپريکړه نه مني او د ولسمشرکرزي حکومت مشروع نه بولي.