بشري حقونه: زور واکان او جګړه ماران بايد د کرزي په کابينه کې نه وي
November 7, 2009 – 6:25 pmد بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي د دولت په کابينه کې د زورواکانو او فساد شتون د حکومت او ملت تر منځ د واټن د ډېرېدو لامل دى. دغه کمېسيون له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل چې په نوې کابينه کې هغو کسانو ته لاره ورنکړي چې د جنګسالارۍ او زورواکۍ مخينه ولري. د بشري حقونو د کمېسيون غوښتنه پداسې حال کې ده چې پدې وروستيو کې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د ښاغلي کرزي په کابينه کې د اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په څرګندونو غبرګون وښود.
د ولسمشر حامد کرزي په کابينه کې د جنګ سالارانو په نشتوالي او د اصلاحاتو د بدلون لپاره جدي غوښتنې ورځ تر بلې زياتېږي. د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون چارواکي وايي چې د ولسمشر کرزي په اوسنۍ کابينه کې داسې کسان شته چې په اړه يې پوښتنې شته دي. د دې کميسيون د چارواکو په وينا هغوى تمه لري چې ډاډ تر لاسه کړي چې د حامد کرزي په نوې کابينه کې زورواکان او جنګ سالاران ځاى ونلري.
د بريتانيا لومړي وزير ګورډون براون خبردارى ورکړى چې هېواد يې چمتو ندى چې د داسې حکومت په خدمت کې چې له فساد سره مبارزه نه کوي د خپلو سرتېرو ژوند له ګواښ سره مخ کړي. د بريتانيا لومړي وزير دغه راز ويلي چې جنګ سالاران بايد د حکومت له کابينې څخه وايستل شي.
دا پداسې حال کې دي چې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي کاى آيډه د هغو څرګندونو په اړه چې په نوې کابينه کې يې د سمونونو غوښتنه کړې وه جدي غبرګون وښود. د بهرنيو چارو وزارت په وينا کې راغلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له نړيوالو منل شوو نورمونو او خپل صلاحيت پورته څرګندونې کړې. د دې وينا خپرېدل هم په داسې حال کې دي چې د افغانستان خلک هم د ولسمشر حامد کرزي په کابينه کې د جنګ سالارانو په ورکوالي ټينګار لري.
له کابينې څخه د زورواکانو په نشتوالي ټينګار پداسې حال کې دى چې په دوهم پړاو ټاکنو کې د حامد کرزي له بريا وروسته لويديځي چارواکو هم پدې موضوع ټينګار کړى. په عين حال کې د ولسمشر حامد کرزي وياند همايون حميدزاده هم له فساد سره د مبارزې لپاره د ولسمشر حامد کرزي د کلک هوډ خبر ورکړى.