د افغانستان پوځ په واک کې نوې الوتکې ورکړل شوې
November 15, 2009 – 6:24 pmد افغانستان پوځ ته د امريکا لخوا د شلو ژمنه ورکړل شويو نويو الوتکو له جملې دوه الوتکې يې نن ملي دفاع وزارت ته ورکړل شوې. د دغو دوو نويو الوتکو په راتلو سره د افغانستان د هوايي ځواک بدن کې تازه روح دننه شو او د هېواد د هوايي ځواک د بيا جوړولو لپاره هيلې زياتې شوې. ټاکل شوې د اتلسو نورو نويو ترانسپورتي الوتکو په راتلو سره د افغانستان نوي جوړ شوي هوايي قول اردو ته په راتلونکي کې نوى رنګ کړي.
د امريکا د متحدو ايالتونو د مرستو دوه پوځي الوتکو، د يو شمېر زړو او له پښو لوېدلو الوتکو ترڅنګ چې د کابل د هوايي دګر په څندو کې ولاړې دي د افغانستان هوايي ځواک ته نوى رنګ ورکړ. ښايي دا به وروستۍ الوتکې نوي چې د افغانستان نوى په پښو درول شوى هوايي قول اردو يې رنګينه کړې وي. د دوو راتلونکو کلونو په بهير کې به د افغانستان پوځ د هوايي ځواکونو په واک کې ١٨ نوې پوځي الوتکې ورکړل شي څو په دې جګړه ځپلي هېواد کې نوى هوايي ماموريت ترسره کړي.
افغانستان ته نوې راوړل شوې الوتکې د ٤٤ ټنه او زرګونه کيلو ګرامه توکو د لېږد وړتيا لري. سي ٢٧ الوتکې سربېره پردې په ځاى کې د کيناستو او لوړېدو وړتيا هم لري. ددې الوتکو د کارولو لپاره به افغان پيلوټان د امريکا متخصصينو په وسيله د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې وروزل شي. په پام کې ده چې د نورو نويو الوتکو په راتلو سره له دې دوو الوتکو ډېرۍ د ولسمشر د هوايي ساتونکو د سفرونو لپاره ترې ګټه واخيستل شي.
د افغانستان د هوايي ځواکو د بيا جوړولو په موخه هڅې شاوخوا درې کاله وړاندې سختې شوې خو نړيوالې ټولنې ته د طالبانو د رژيم له ماتې وروسته د هوايي ځواک د بيا جوړولو لپاره د افغانستان د دولت غوښتنې له هماغه کاله وړاندې شوې وې. د ١٩٨٠ تر ١٩٩٢ کلونو په منځ کې د افغانستان د اشغال له مهاله د افغانستان هوايي ځواکونو د ٢٠٠ چورلکو او ١٠٠ جيټ الوتکو په ګدون شاوخوا ٥٠٠ الوتکې درلودې. د هوايي ځواکونو پرسونل هم ٧زره کسانو ته رسېده. د افغانستان د ځواکونو دړې وړې کېدل ډېرۍ د افغانستان اوږدو جګړو ته ورګرځي. د ١٣٧١ پسرلي کې د اکتر نجيب الله حکومت له نسکورېدو وروسته او په افغانستان کې د کورنيو جګړو له اور اخيستلو سره جوخت د افغانستان هوايي ځواکونه له منځه لاړ.