د کډوالو د ستونزو په اړه د اړوند وزارتونو چارواکي ولسي جرګي ته راو بلل شول
November 16, 2009 – 6:36 pmد کډوالو چارو وزارت سرپرست او د بهرنيو چارو وزارت چارواکى نن په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د ځواب ورکونې لپاره ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو. خو د غړو قناعت يې ترلاسه نه کړ. د بهرنيو چارو وزارت ويلي: پاکستان او ايران د هغوى له خاورې څخه د کډوالو د ايستنې او پندغالو د ورانولو لپا ره په پلمو پسې ګرځي. په همدې حال کې په پاکستان کې د افغان د سفير د برخليک په اړه هم کره معلومات په لاس کې نشته .
د کډوالو سرپرست وزير ځواب ورکونه او د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال خبرو په پا کستا ن او ايرا ن کې دافغا ن کډوالو د ستونزو او په پاکستا ن کې د افغانستان د تښتول شوي سفير په اړه د ولسي جرګې د غړو قناعت ترلاسه نه کړ. ددې دوو وزارتونو چارواکو د روښانه ځواب ورکولو لپاره دولسي جرګې غړومجلس يوه اونۍ نور وخت هم د کډوالو د ستونزو او په پاکستان کې د افغان سفير په اړه چې له څوارلسو مياشتو راپه دېخوا د تښتونکو په بند کې دى د پرېکړې لپاره وخت ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو چارو د وزارت چارواکى وايي پاکستان له دې هېواد څخه د افغان کډوالو د ايستنې لپاره د پلمې په لټه کې دي. د افغانستان حکومت په پام کې لري څو يوه درې اړخيزه ناسته له پاکستاني چارواکوسره ولري او د کډوالو د ايستلو مخنيوى به هم پکې شامل وي. په عين حال کې د کډوالو چارو وزارت سرپرست افغانستا ن ته د راګرځېدلو کډوالو لپاره د سرپناوو د جوړولو لپاره د هڅو خبر هم ورکړ.
اوسمهال هره ورځ ٢٠٠٠ افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته رالېږدول کېږي او د افغان کډوالو څو کمپونه هم په پاکستان کې وران شوي دي. په همدې حال کې د بهرنيو چارو وزارت د مسوولينو په وينا د انسانانو د قاچاق څو بانډونه د افغانستان په پولو کې فعاليت لري. اوسمهال نږد ې پنځه ميليونه افغان کډوال په پاکستان او ايرا ن کې دي او افغا ن حکومتي چارواکي وايي چې ددې افغانانو د يو ځل رالېږدولو توان نه لري.