د امريکا پوځ په بګرام کې نوى زندان جوړ کړ

November 16, 2009 – 6:37 pm

د بشري حقونو د دفاع دريو ادارو له امريکا دولت څخه غوښتي چې په افغانستان کې خپل بندونه له نړيوالو قوانينو سره سم اصلاح کړي. د بشري حقونو دغو مدافعو ارګانونو ويلي چې په افغانستان کې د بندونو په اړه د امريکا سياستونه بياکتنې او غور ته اړتيا لري. دا پداسې حال کې دي چې په دې وروستيو کې امريکا په بګرام کې نوى جېل جوړ کړى چې د امريکايي چارواکو په وينا په ترهګريزو پېښو تورن کسان پکې ساتل کېږي.

په افغانستان کې د امريکايي پوځونو د بند شتون ګڼ غبرګونونه پارولي. د بشري حقونو څارونکو، نړيوالې بښنې او دبشري حقونو لومړۍ ډلې ويلي چې په افغانستان کې د جېلونو په اړه د امريکا سياست سمون ته اړتيا لري او امريکا بايد په افغانستان کې د بنديانو پر وړاندې په خپل سياست بياکتنه وکړي او د دې هېواد او نړيوالو اصولو له مخې خپلې کړنې اصلاح کړي. دا پداسې حال کې دي چې د امريکا د پوځ لخوا د شپيته ميليونو ډالرو په لګښت په بګرام کې نوى جېل جوړ شوى. د امريکا د پوځي چارواکو په وينا پدې جېل کې د بنديانو لپاره ګڼې آسانتياوې په نظر کې نيول شوې.

دا پداسې حال کې دي چې د پارلمان غړي او کارپوهان بيا پدې باور دي چې له قانوني پلوه هېڅ هېواد نشي کولاى په افغانستان کې چې يو خپلواک هېواد دى بند ولري او په هغه کې څوک وساتي. د هغوى په وينا د امريکا پوځ بايد د بنديانو د ساتنې مسوليت افغان حکومت ته وسپاري.

په عين حال کې امريکايي چارواکي وايي هغه کسان چې د هغوى د سرتېرو په بند کې دي له ترهګرۍ سره د مبارزې په جګړه کې نيول شوي او عادي کسان ندي. اوسمهال کابو اووه کسان په بګرام کې د امريکايي ځواکونو په بند کې دي چې د کابل په شمال کې په بګرام سيمه کې پراته جېل ته لېږدول شوي او د هغوى خپل خپلوان هم ورسره نشي کتلى خو هغه کسان چې د د دولت په جېلونو کې له ګکومو ستونزو لاس او ګرېوان دي.

د بشري حقونو مدافعو ارګانونو ويلي چې د افغانستان او امريکا دولتونه بايد په بيړنۍ توګه يوه اوږدمهالې حل لاره را وباسي چې له مخې يې د قانون په شتون کې د بنديانو دوسيې وجاجول شي او که هغوى مجرم ثابت نشي بايد له جېل څخه خوشي شي. دا پداسې حال کې دي چې ګڼ افغان بنديان د هغوى د دوسيو د نامالوموالي له امله لوږتړ ته اړ شوي او ګڼ اعتصابونه يې کړي.

Post a Comment