هيلاري کلينټن په افغان دولت د فساد له امله نيوکه وکړه
November 16, 2009 – 6:41 pmد امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلاري کلنتون ويلي: د افغانستان دولت له اداري فساد سره د مبارزې لپاره روښانه ځواب نه لري. د امريکا د بهرنيو چارو وزېرې له يوه امريکايي تلويزيوني شبکې سره په خبرو کې ويلي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزى کولاى شي په دې برحه کې ښه عمل وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې ويلي دي چې په افغانستا ن کې روڼ اوځواب ويونکى او د اداري فساد پر ضد ولاړ دولت نه وو. په همدې حال کې کلنتون خبردارى ورکړى که چېر ې کرزى او وزيران يې ځواب ويونکي ونه اوسي امريکا به له افغانستان سره د غير پوځي مرستو نه لاس واخلي.
تمه کېږي د امريکا ولسمشر بارک اوباما په راتلونکو اونيوکې د افغانستان لپاره خپله تګلاره چې د طالبانو په ضد د ٤٠زره پوځيانو استول هم پکې شامل دي اعلان کړي. خو اصلي او اساسي ټکى دادى چې آيا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې حامد کرز ى يو وړ شريک دى او آيا له اداري فسادسره دمبارزې اوله خپل ادارې نه ناوړه کټه چې د طالبانو د پياوړتيا لوى لاملونه دي جدي مبارزه کوي اوکنه.
ټاکل شوې روانه اونۍ ولسمشر حامد کرزى د لوړې مراسم چې د پنځو کلونو لپاره بيا وټاکل شو په ځاى کړي. تېره اونۍ په افغانستا ن کې د امريکا سفير کارل ايکن بيري افغانستان ته د زياتو پوځيانو د لېږلو په اړه چې د کرزي د دولت د کار پرمختګ ونه ښودل شي خپله اندېښنه وښوده او مخالفت يې وکړ. واشنګټن هم تمه لري څو د سترو جنايتونو د محکمې او د اداري فساد په ضد د مبارزې لپاره يوکميسيون جوړشي. هيلاري کلنتون ويلي د امنيتي ځواک د جوړولو لپاره زيات کار ته اړتياشته.
تراوسه د امريکا متحدو ايالاتونو څه کم ٤٠ميليارده ډالره مرسته له افغانستان سره د بيارغونې په برخه کې کړې چې نيمايي يې په امنيتي پروژو کې لګېدلې دي.