په هېواد کې په فساد د څار يوه پټه اداره جوړېږي
November 16, 2009 – 6:44 pmامنیتي چارواکو په هيواد کې له سترو جرمونو سره دمبارزې دادرې دجوړيدو خبرورکړ. دکورنيو چارو وزير وويل دغه اداره دملي امنيت او ملي پوليسو اړوندو چارواکو له خوا دامريکا او بريتانيا په مرسته جوړه شوې چي په پټه توګه به په دولتي ادارو کې کارکوي. د امنیتي ارګانونو په وينا ددې ادارې موخه دفساد له منځه وړل او په ادارو کې په فساد د ککړو کسانو د خونديتوب نشتوالى دى. په همدې حال کې دهيواد سترې محکمې او په کابل کې دامريکا او انګلستان سفيرانو د دې ادارې ملاتړ اعلان کړ او دامريکا سفير په راتلونکې کابينه کې دصادقو او ريښتينو غړو غوښتنه وکړه.
دکورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر وويل د درنو جرمونو پروړاندې دمبارزې ادارې دجوړيدو موخه په ادارو کې دفساد ککړو کسانو دمصونيت نشتوالى دى. هغه زياته کړه ددې ادارې ډيرۍ ټينګار به دلوړ پورړو چارواکو په اړه پلټنې او معلومات ټولول وي. هغه دغه راز وويل چې دا اداره به ټول ټيټ پوړي او لوړپوړي دولتي کارکوونکي څاري.
محمد حنيف اتمر زياته کړه چې دفساد پروړاندې چارې کړندۍ شوې او کابو سل تنه پوليس چي په فساد کې يې لاس درلود نيول شوي چي د هغه په وينا شل سلنه پکې جنرالان دي.
په همدې حال کې دملي امنيت مشرامرالله صالح بيا وويل چې دغه ارګانونه چې په امنيتي ادارو کې جوړ شوي پټ دي خو بايد دغه ادارې بنسټيزې شي.
د هېواد قاضي ا لقضات عبدالسلام عظيمي بيا وويل ترڅو چي د جرايمو پروړاندې اړوندو ادرو کې همغږي رامنځته نشي دفساد له منځه وړل ناشوني دي. هغه زياته کړه په هيواد کې اداري فساد کورني او بهرني لاملونه لري چې څه ناڅه په دې وروستيو کې مبارزه ګړندۍ شوې ده.
خو دامريکا او بريټانيا سفيرانو بيا دنړيوالې ټولنې څرګندونو ته په اشارې وويل چي دافغان حکومت ترټولو مهمه دنده له اداري فساد سره مبارزه ده. دامريکاسفيرايکن بيري بيا په راتلونکې کابينه کې دريښتينوغړو په شتون ټينګار وکړ نوموړي دکورنيو چارو وزارت دا ګام وستايه.
په داسي حال کې په هيواد کې ددرنو جرايمو پروړاندې دمبارزې دنوې ادارې خبر ورکول کيږي چي مخکې تردې هم له فساد سره دمبارزې دوه ادارې جوړې شوې وې خو دغو ادارو ونشو کولاى چې داداري فساد دخپريدو مخه ونيسي. دامريکا دولت ټينګار کړى که په شپږو مياشتو کې په هيواد کې ادارې فساد له منځه ولاړ نشي افغان حکومت به دامريکا ملاتړ له لارس ورکړي.