د افغانستان په اړه نړيواله غونډه جوړېږي

November 25, 2009 – 6:18 pm

د افغانستان حکومت د نړې د دريديرش هېوادونو په مټ د افغانستان د ستونزو د هوارۍ په موخه د يوې غونډې د جوړېدو د څرنګوالي لپاره د ټاکنو د موندنې په هڅه کې دى. د افغانستان د حالاتو په اړه په نړيواله غونډه کې بسپنه ورکوونکي او د افغانستان ملاتړي هېوادونه به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د فساد د له منځه وړلو لپاره خپلې ژمنې اعلان کړي. تراوسه په غوڅنده توګه جوته نده چې دا ناسته به په لندن کې ترسره شي او يا هم په کابل کې.

افغانستان د ننګونو د له منځه وړلو په موخه يوه بلنه نړيواله غونډه تجربه کوپ. په لومړنۍ ناسته چې د افغان چارواکو او د نړۍ د ٣٣ هېوادونو د سفيرانو ترمنځ د نړيوالې غونډې د ترسره کېدو لپاره د چمتووالي په موخه جوړه شوې وه، اعلان وشو چې د افغانستان د ستونزو او ننګونو په اړه په نړيواله غونډه کې به د اوسني کړکيچ د حل لارو په اړه به خبرې وشي.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د حل لاره، هغه لارې چې افغانستان سولې ته رسوي، د فساد د له منځه وړلو لپاره نوې طرحه، او د اقتصادي زيربناوو پياوړي کول د افغانستان په اړه د نړيوالې غونډې اصلي چورليځ وي. د نړۍ د هېوادونو استازي به په دې ناسته کې د افغانستان لپاره خپلې نوې ژمنې هم اعلان کړي.

که څه هم تراوسه په غوڅنده توګه جوته نده چې نړيواله غونډه به په افغانستان کې ترسره شي يا په لندن کې. خو وړاندوينه کېږي چې د امنيتي ګواښونو له امله انګلستان ددې نړيوالې ناستې کوربه توب کوي. د ځينو نظر خاوندانو په باور دغه ناسته د کرزي د راتلونکو پنځه کلن حکومت لپاره راتلونکى جوړوونکى بلل کېږي.

Post a Comment