اوباما: د افغانستان په اړه تګلاره به راتلونکو ورځو کې اعلان کړم

November 25, 2009 – 6:20 pm

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما د هند له لومړي وزير سره په ګده خبري ناسته کې وويل: د افغانستان لپاره به خپله نوې تګلاره په راتلونکو ورځو کې اعلان کړي. د امريکا ولسمشر د جګړې له شورا سره له نهو ناستو  او درې مياشتو ناندريو وروسته وايي: هوډ من دى په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له اته کلن شتون وروسته کار وروستي پړاو ته ورسوي. تمه کېږي چې اوباما د جګړې تګلاره راتلونکې سه شنبې اعلان کړي.

اوباما په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال اسټنلي مک کرسټال د غوښتنې پربنسټ د ٤٠ زره ځواکونو د استولو د ارزونې په حال کې ده. ځينو امريکايي رسنيو ويلي: اوباما هوډ لري چې افغانستان ته ٣٤ زره ځواکونه ورا ولېږي.

اوباما وويل: دا ارزونې ډېرې ګټورې وې او ټينګار يې وکړ چې د امريکا د متحدو ايالتونو ګټې په دې کې دي چې ډاډمن شي، القاعده به نور ونشي کولاى په دې سيمه کې فعاليت وکړي.

اوباما وويل: د افغانستان ستراتيژې به يو اړخيزه تګلاره نه وي.

د افغانستان په جګړه کې د امريکا تګلاره هېواد ته د زرګونو ځواکونو استول شامل دي. جنرال مک کرسټال شاوخوا درې مياشتې وړاندې د امريکا ولسمشر ته په يوه ليک کې خبردارى ورکړى و، چې که افغانستان ته ډېر ځواکونه ونه لېږل شي په دې جګړه کې به نړيوال مارمويت له ماتې سره مخ شي. په همدې حال کې په کابل کې د امريکا د سفير په ګدون ځينې امريکايي چارواکي د ځواکونو زياتوالى د حل لار نه ګڼي او وايي: ډېرى بايد له افغانستان سره د فساد د له منځه ړولو په برخه کې مرسته وشي. له دې وړاندې سپينې ماڼۍ اعلان کړى و، چې په افغانستان کې د ځواکونو د زياتوالي په اړه د امريکا هر ډول پرېکړه د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نوي دولت په ګامونو پورې اړوند دى.

Post a Comment