اوباما به د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړي
December 1, 2009 – 7:08 pmتمه کېږي چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما څو ساعته وروسته د افغانستان لپاره خپله نوې پوځي تګلاره اعلان کړي. په دغه تګلاره کې افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو په اړه د سپينې ماڼۍ پرېکړه هم شامله ده. د ځينو راپورونو له مخې چې د لويديځو رسنيو له لوري خپاره شوي، ټاکل شوې افغانستان ته پنځه ديرش زره نوي ځواکونه افغانستان ته ولېږل شي. ولسمشر حامد کرزي هم نن د ويډيو کنفرانس له لارې له خپل امريکايي سيال سره د امريکا د نوې تګلارې په اړه خبرې وکړې.
تمه کيږي د امريکا ولسمشر بارک اوباما څو ساعته وروسته په خپله تلويزيوني وينا کې چې د ويست پوينت په پوځي پوهنځي کې ده، افغانستا ن ته د ٣٥ زره نويو سرتېرو د لېږلو په اړه خپله وروستى پرېکړه اعلان کړي. له دې سره جوخت د بريتانيا لومړي وزير هم افغانستان ته د٥٠٠ نورو سرتېرو د لېږلو لپاره د چمتووالي خبر ورکړى. د افغانستان لپاره د امريکا د پوځي کړنلارې څرنګوالى د حامد کرزي او بارک اوباما په وېديويي خبرواتروکې هم مطر ح شوى دى. که څه هم تراوسه مالومه نه ده، چې دغه سرتيري به په کومو سيمو کې ځاى پر ځاى شي، خو تمه کېږي چې اضافي سرتيري به پر پولو او زيان منوونکو سيمو کې وګمارل شي، اونوي سرتېري به د افغان سرتېرو د پياوړتيا لپاره زمينه جوړونکي وي .
له بلې خوا امريکايي چارواکو ويلي هيواد به يې له دې وروسته په دې شرط له پاکستان سره خپلې پوځي او اقتصادي مرستې ډيرې کړي، چې دغه هيواد له افغانستان سره د ډيورنډ له ليکې اخوا د اورپکو پر وړاندې خپله مبارزه لا ګړندۍ کړي. دا هغه سکالو دى، چې افغان چارواکي يې د بنسټيزه کېدو په هيله دي.
امريکا په داسې حال کې دا موضوع اعلاموي، چې لويديځو څارګرې شبکې له مودو راهيسې ټينګار کوي، چې د القاعدې مشران د افغانستان او پاکستان پر گډې پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو او په ځانګړي توګه په شمالي وزيريستان کې پټ دي.
که څه هم د سوېلي ولايتونو او له پاکستان سره د ګاونډيو سيمو اوسېدونکي له امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي خو ددغو ولايتونو يوشمېر اوسيدونکي په دې اند دي چې د سرتېرو زياتوالي نه شي کولى سوله دايمي کړي .
په همدې حال کې وړاند وينه شوې چې افغانستان ته د راتلونکو سرتېرو له ډلې به نه زره په نارامه ولايت هلمند کې ځاى په ځاى شي. اوسمهال لږترلږه اويا زره امريکايي پوځيان په افغانستان کې شته چې د نويو سرتېرو په راتګ سره به د ځواکونو شمېرله سلوزرو واوړي. له دې سره جوخت تمه کېږي اوباما به د خپلې پوځي کړنلارې د اعلان ترڅنگ يوځل بيا د امريکايي وګړو ته ووايي چې ولې په افغانستان کې د امريکا شتون ته اړتيا ده او دا شتون به ترکومه دوام ومومي.