د افغانستان لپاره د اوباما د تګلارې په اړوند غبرګونونه
December 1, 2009 – 7:22 pmکه څه هم تراوسه د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما خپله تګلاره نده اعلان کړې خو د امريکايي وګړو ترمنځ غبرګونونه بېلا بېل دي. په ځانګړي توګه د امريکا د پوځ اډې ته څېرمه د يوې سيمې اوسيدونکي چې عراق او افغانستان ته د زرګونه امريکايي ځواکونو د لېږلو شاهدان دي، په تمه دي چې اوباما به د افغانستان پر وړاندې څه ډول پرېکړه وکړي. ټاکل شوي د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما نن په سيمه ييز وخت د امريکا د ماښام پر ٨ بجو، افغانستان د څه ناڅه ٣٤ زره تازه دمو سرتيرو د راليږلو په اړه خپله تګلاره اعلام کړي. په همدې حال کې د نيويارک د فورت دروم پوځي اډې اوسيدونکي تر بل هرچا ډير د اوباما ددغې تګلارې اعلام ته، چې کيداى شي نيغ په نيغه د هغوي پر ژوند اغيزه وکړي، په تمه دي. په دغې پوځې اډه کې د امريکا د پوځ د لسم غرنى ټولګى ميشت دى، چې سرتيرو ته له هر راز سختو شرايطو سره د مقابلې روزنه ورکوي. تر دې دمه ددغه ټولګې له اوه نيم زرو څخه ډير سرتيري عراق او افغانستان ته ليږل شوي دي. ټاکل شوې، چې له دغو سرتيرو څخه درې زره راتلونکې مياشت امريکا ته ساتنه شي. په همدې حال کې چارواکي له دغې اډې ته د لاس رسي اجازه نه ورکوي، او سرتيري هم د اوباما له خوا د نوې تگلارې له اعلام څخه وړاندې په دې اړه له څه ويلو څخه ډډه کوي. په همدې حال کې دې پوځې اډې ته څېرمه د واټر ټاون سېمې اوسيدونکي د اوباما د پريکړې په اړه بېلابېل نظرونه لري. خو ددغه کس بل ملګرى که څه هم هيواد ته د سرتيرو له ورګرځيدو سره موافق دى، خو وايي چې دا بايد په افغانستان کې د عمليات د پاى ته رسولو په مانا نه وي. خو جان بارکر بيا پر بل نظر دى، او هغه د اوباما پريکړې ته درناوى کوي. له دې وړاندې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي و، چې په افغانستان کې روانه اته کلنه لانجه بايد پاى ته ورسوي. د اوباما د پريکړې له مخې به افغانستان ته په لسګونو زره اضافي سرتيري راوليږل شي. اوسمهال په افغانستان کې څه ناڅه ١١٠ زره بهرني سرتيري ميشت دي، چې د هغوي له نيمايي څخه ډير امريکايي پوځيان دي. په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړيوالو سرتيرو مشر، جنرال سټينلي مک کريسټال، افغانستان ته د ٤٠ زرو نورو سرتيرو د را ليږلو غوښتنه کړې وه. د څېړونکو په وينا کيداى شي، اوباما افغانستان ته د ٣٤ زرو نور سرتيرو د راليږلو پريکړه وکړي. د امريکا ولسمشر له اروپايي ملګرو څخه هم افغانستان ته له ٥ څخه تر لسو زرو د تازه دمو سرتيرو د راليږلو غوښتنه کړې ده.