کرزي ولسي جرګې ته د خپلې کابينې څو وړانديز شوي وزيران ور وپېژندل

December 23, 2009 – 3:25 pm

د تېرې شنبې په ورځ د هېواد ولسمشر حامد کرزي د خپلې کابینې نوملړ ولسي جرګې ته واستاوه، له هر څه وړاندې خو د ولسمشر حامد کرزي په کابینه کې د ډېر پراخ بدلون لپاره تمې وې، خو ډېر پراخ بدلونونه پکې ونه لیدل شول، له جوړښتي پلوه پکې دا بدلونونه راغلل چې د کار‎، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په دوه وزارتونو، شهیدانو او معلولینو او دغه راز کار او ټولنیزو چارو په وزارتونو وویشل شو، په هغه لومړۍ ورځ ولسي جرګې د دې چارې مخالفت وکړ او پرېکړه یې وکړې چې د اساسي قانون د نويیمې مادې د څلورمې فقرې له مخې چې نوي اداري واحدونه رامنځته کول او تعدیل د پارلمان دنده ګڼي دا هم تر هغه مهاله چې پارلمان یې په اړه پرېکړه وکړي د وزیرانو معرفي کول یې هم وځنډل شول، بلخوا دوه وزارتونه نور هم د ولسمشر لخوا په بدلون محکوم وو چې پکې د ښار جوړونې د وزارت نوم هم په ودانیزو چارو وزارت اوښتی دی او له بېسوادۍ سره د مبارزې وزارت هم په زیاتونو کې راغلی دی. په کابینه کې نور ستر بدلونونه ندي راغلي، ډېری پخواني وزیران په دې کابینه کې پیژندل شوي او د راتلونکې پنځه کلنې دورې لپاره بیا د کابینې غړي شول خو پوښتنه دلته ده چې د پخوانۍ کابینې غړي د لیاقت له مخې راغلي او که نور لاملونه به یې هم درلودلي دي.

کله چې د ولسمشر حامد کرزي د نوې نوملړ ولسي جرګې ته وپېژندل شو او خلک پرې خبر شول ډېری خلک پدې اند وو چې ولسمشر ټوله تکیه په مصلحتونو کړې، او وړتیا ته یې شا کړې، له همدې امله کارپوهانو هم ویل چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د هېواد په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې هم ژورو بدلونونو ته هیله نشته، خو ولسمشر حامد کرزي سره لدې چې اوس یې په ټینګار سره ویلي چې د هغه کابینه د وړتیا له مخې غوره شوې ده خو له دې وړاندې ولسمشر حامد کرزي په دې اړه څو ځله ویلي وو چې په هېواد کې مصلحتونو ته اړتیا شته، ولسمشر ته ډېره تمه وه چې نوې او تخصصي څېرې به راوړي خو دا چې دا کار ونشو په ریښتیا سره دا پوښتنه را پورته کېږي چې آیا ولسمشر اړ وو چې مصلحتونو ته مخه کړي، کارپوهان وايي اوس په هېواد کې د مصلحتونو وخت تیر شوی او تر ډېره اړتیا ده چې په کلکه متخصصې او نوې څېرې ډګر ته راوتلې وای، خو موږ دا پوښتنه له کارپوهانو سره شریکه کړه چې آيا اوس هم په هېواد کې مصلحتونو ته اړتیا شته که څنګه.

ولسمشر حامد کرزى وايي که د نوې کابېنې غړى په فساد تورن وي دى خپله چمتو دى چې د هغوی په اړه ځواب ووايي، کرزي په داسې حال کې دا چلنج ورکړى، چې نوموړى وايي، د افغانستان په اړه د لندن د ناستې له امله يې نوې کابېنه په ډيره بېړه جوړه کړې ده، خو په کابینه کې په فساد د ککړو کسانو د شتون مسله له ډېر پخوا څخه راپورته شوې، له دې وړاندې هم په مطبوعاتو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې د پخوانۍ کابینې ګڼ غړي په فساد تورن وو، دلته پوښتنه دا را ولاړېږي چې د نوې کابینې دا رنګ جوړښت به په هېواد کې د فساد د ریښو په له منځه وړلو اغېز وکړي؟ یو شمېر کارپوهان وايي خپله دا خبره چې د پخوانۍ کابینې ګڼ غړي اوسنۍ کابینې ته راغلي په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په هوډ اغیز کوي، خو دا چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د دې کابینې اغیز له فساد سره پر مبارزه څه وي؟ کارپوهان یې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

دا چې کابینه اعلان شوې او ولسمشر حامد کرزي له خپل لوري څخه د خپلې کابینې غړي پیژندلي دي، بلخوا کارپوهان هم وايي چې په هغه ډول قوي کابینه نده چې تمه یې کېده، خو اوس یواځینۍ تمه چې پاتې ده هغه د دوی د باور رایه ده، یو شمېر کارپوهان وايي ولسي جرګه او پارلمان به تر ډېره حده هغه وزیران چې وړتیا نلري په باور کې پاتې راولي، که څه هم یو شمېر کارپوهان هان د باور په برخه کې هم د معاملې احتمال مطرح کوي خو ولسي جرګې ته یواځینۍ تمه همدا ده چې دوی به وکولای شي د تخصص، وړتیا او صداقت په پام کې نیولو سره هغو وزیرانو ته د باور رایه ورکړي چې د ورسپارل شوې دندې وړتیا ولري او هغه نوماند وزیران چې د مصلحت له امله ولسي جرګې ته پیژندل شوي او کاري وړتیا نلري دوی د باور رایه ورنکړي او دا وښيي چې دوی په ریښتیا هم د خلکو د استازو په توګه د خلکو د غوښتنو د پلي کولو لپاره ناست دي، موږ هم دا پوښتنه د کارپوهانو مخې ته ایښې چې آیا پارلمان به وکولای شي چې د تخصص، وړتیا او صداقت له مخې د کابینې په جوړېدو کې خپل رول ولوبوي او وبه کولای شي چې هغه وزیرانو ته چې وړتیا نلري خپل ځواب ورکړي.

د کابینې له معرفي کېدو وروسته ولسي جرګې د سرپرست وزيرانو په اړه هم د یوه قانون د جوړېدو تکل وکړ تر څو هغه وزيران چې رايه نه اخلي او بيا دولسمشر له خوا سرپرست ټاکل کيږي باید د سرپرست پاتې کېدو لپاره یې وخت هم وټاکل شي. لدې وړاندې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په پارلمان کې له یوې احضاریه غونډې وروسته سلب اعتماد شو چې تر ننه هم په دغه وزارت له یو لړ ځانګړو توجیه ګانو سره د وزیر په توګه کار کوي، له هغې را وروسته نور وزیران هم د ولسشمر لخوا د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي وو چې د نوې کابینې تر جوړېدو پورې دوی په خپلو دندو کار کاوه، بلخوا د ولسي جرګې غړو د دوهم تابعیت په مسله ډېر ټینګار وکړ او ویې ویل هغه وزيران چي ولسي جرګې ته د باور رايي اخيستلو په موخه راځې بايد د دويم تابعيت د نه درلودو لوړه  وکړي؟ يوشمير نورو بيا وويل چي له سفارتونو څه دې د هغوى د تابعيت په اړه وپوښتل شي، په پاى کې د رايو په اکثريت پريکړه وشوه چي وزيران لومړى بايد په خپله اعتراف وکړي چي دويم تابعيت نلري؟ له هغې وروسته دې له بهرنيو چارو وزارت څخه د نوماند وزيرانو په اړه اسناد وپوښتل شي او که چيرې له داعتماد رايي له ترلاسه کيدو وروسته زباد شوه چي وزير دويم تابعيت لري، نو د بآور رايه به بيرته ترې واخيستل شي. خو دا چې دا د دوهم تابعیت نشتوالی به توکومه د هغوی په کارونو اغیز وکړي او آیا دا ریښتیا هم دومره مهمه غوښتنه ده چې هومره ټینګار پرې وشي له کارپوهانو به یې واورو.

خو په هر حال د هېواد ولسمشر د خپلې راتلونکې پنځه کلنې دورې لپاره خپله لوړه وکړه، کابینه یې معرفي کړه او په رسمي ډول یې خپل کار پیل کړ، دا چې تر کومه به د هغه په کابینه کې بدلون راشي او د هېواد د خلکو له غوښتنو سره به ځان برابر کړي په ولسي جرګه کې به د وزیرانو د باور له رایې وروسته جوته شي، خو څه چې هېوادوالو ته مهم دي هغه دا دي چې راتلونکې کابینه باید د هېواد سترې ستونزې ژر تر ژره حل کړي او د ولسمشر حامد کرزي هغه ژمنې چې د هېواد د اقتصادي، ټولنیز او امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره یې کړې وې د عمل جامه واغوندي. موږ په خپلو سیاسي خپرونو کې هڅه کوو چې د ولسمشر حامد کرزي د نوې کابینې د باور د رایې د لړۍ تر بشپړېدو پورې د کابینې په موضوع په بله خپرونه کې هم له تاسې سره خبرې وکړو خو تر هغې مو د خپرونې له چمتوکونکي په مننې سره زه احمد جاوېد تسل په لوی او بښونکي څښتن سپارم ښاد او آباد اوسی.

Post a Comment