Archive for March, 2009

ملت ته د دولت د حساب ورکونې څلورمه لړۍ پيل شوه

Saturday, March 28th, 2009

ملت ته د حکومت د حساب ورکونې څلورم پړاو نن د ترانسپورت او سرحداتو وزارتونو او د احصائيې د مرکزي ادارې د راپورو نو په ورکولو سره پيل شو. د ترانسپورت وزير په دې وزارت کې د اداري فساد يادونه وکړه او ويې ويل چي دى په دې هڅه کې ...

اوباما د افغانستان او پاکستان په اړه خپله تګلاره اعلام کړه

Saturday, March 28th, 2009

احمد جاويد تسل د امريکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو او القاعده ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره د نوې تګلارې جزيات اعلام کړل. نوموړې په داسې حال کې چې په دواړو هېوادونو کې  حالت مخ پر خرابېدو بللى وويل: يوازې په پوځي توکو نشي کېداى ...

د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې په کړنو نيوکه وشوه

Saturday, March 28th, 2009

په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه يې توکو د مخنيوي او د جرايمو نړيوال سازمان مشر په هيواد کې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې په کړنو نيوکه وکړه. نوموړي ويلې: د عادي کسانو په نيولو سره نه شي کيداى په افغانستان کې د نشه يې ...

د دولتي چارواکو شتمنۍ ثبتېږي

Thursday, March 26th, 2009

د افغانستان په دستګاوو کې پر فساد د نړۍ نيوکې ډېرۍ سياسي اړخ لري او د حکومت د بدنامۍ لپاره مطرح کېږي. دغه ټکى ولسمشر حامد کرزې د خپلو شخصي اموالو د ثبت پرمهال اعلان کړ. په همدې حال کې له فساد څخه د مخنيوي په موخه د حکومتي چارواکو ...

په هالنډ کې د افغانستان نړيواله غونډه جوړېږي

Thursday, March 26th, 2009

په هالنډ کې د افغانستان نړيواله غونډه د ايران د استازو په ګدون ترسره کېږي. ددغې ناستې موخه د ننګونو د لامل موندل او د ستونزو د مهار کولو لپاره د حل لاره موندل دي. دغه ناسته چې د مارچ په يو دېرشمه ترسره کېږي په هغه کې د سيمې ...

اوباما: امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو مشخصه کړنلاره ولري

Monday, March 23rd, 2009

احمد جاويد تسل د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما ويلي چې امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو لپاره يو مشخصه کړنلاره ولري. اوباما دغه ويناوې له سي بي اس امريکايي ټيوزيوني شبکې سره په مرکه کړي دي. دا په داسې حال کې چې څه موده وړاندې د امريکا ...

په اروزګان ولايت کې د بيا رغاونې په برخه کې د خلکو ستونزې

Monday, March 23rd, 2009

احمد جاويد تسل د اروزګان ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې خلک د ملي پيوستون او د کليو د پراختيا له چارواکو څخه په سرټکونې وايي چې په دغه ولايت کې د بيارغونې چارې له ډېرو خنډونه سره مخ دي او پڅ روان دي. ددغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي: په دې سيمه ...

کاناډا د افغان پوليسو د پياوړي کېدو ژمنه وکړه

Tuesday, March 17th, 2009

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير لورانس کانون د يوه رسمې سفر په ترڅ کې کابل ته راورسيد. نوموړي په هيواد د پوليسو د روزنې په برخه کي د لاډيرو مرستو اعلان وکړ. په همدي حال کې  نوموړي له خپل افغان سيال سره په افغانستان کې د نشه يې توکو ...

د تمدن او امروز ټلويزيونونو ترمنځ شخړې تازه شوې

Tuesday, March 17th, 2009

د تمدن او امروز ټلويزيونو ترمنځ شخړې نن د رسنيو د ټولنو او د افغانستان د خلکو اندېښنې را وپارولي دي. اندېښنې په دې اړه دي چې د دغو دوو رسنيو خپرونې د يو بل پر وړاندې په هېواد کې قومي او مذهبي اختلافات پاروي. د دغو دريځونو د زياتېدو ...

د افغانستان د پخواني ولسمشر سردار محمد داود خان جسد خاورو ته وسپارل شو

Tuesday, March 17th, 2009

د افغانستان د پخواني ولسمشر سردار محمد خان جسد چې دېرش کاله وړاندې په يوې کودتا کې ووژل شو، نن د يوه ځانګړي مراسم په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شو. د افغانستان په دغه ولسمشر پورې اړوند جسد له څېړنو وروسته د کابل د څرخي پله له پوليګون وموندل ...