Archive for June, 2009

اشرف غني احمدزى: کرزى له مناظرې وېره لري

Saturday, June 27th, 2009

ولسمشر حامد کرزى له خپلو دوو ټاکنيزو سيالانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره ټلويزيوني مناظرې ته د ګډون لپاره ليوالتيا نلري. کرزى وايي: شک لري له هغو کسانو چې نوموړي ته يې د مناظرۍ چلنج ورکړى دوه ګوني تابعيت ولري. په همدې حال کې د کرزي ټاکنيز سيالان ...

ولسمشر حامد کرزي نړيوالې ټولنې ته ګواښ وکړ

Saturday, June 27th, 2009

ولسمشر حامد کرزي خبردارى ورکړ د افغانستان په ټاکنو کې به د نړيوالې ټولنې لاسوهنه ګرانه تمامه شي. ښاغلي کرزي په يوه خبري غونډه کې وويل: هېڅ دليل بايد نه وي چې لويديځ هېوادونه او نړيواله ټولنه د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي. ولسمشر د ټاکنو له يو شمېر ...

د افغانستان په اړه د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو ناسته پاى ته ورسېده

Saturday, June 27th, 2009

په افغانستان او پاکستان کې د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشر بارک اوباما استازى نن د نړۍ د اتو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ناسته کې وويل: واشنګټن د کوکنارو د له منځهوړلو په ګدون د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې خپلې تګلارې ته ...

د ايران ساتونکې شورا: په ټاکنو کې لږې درغلۍ شوي

Tuesday, June 23rd, 2009

د ايران ساتونکې شورا نن د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو د باطل اعلانېدو لپاره د تاکنو په پايلو د اعتراض کوونکو غوښتنه رد کړه. د ايران د امنيت شورا وايي: د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو د راى ورکونې په بهير کې د رايو په مرکزونو کې ...

ملي اجماع له اشرف غني ملاتړ اعلان کړ

Tuesday, June 23rd, 2009

سبا ته د ټاکنيزو مبارزو لړۍ لس ورځنۍ کېږي او يوڅلوېښت نوماندان هماغه راز په ټاکنيز کمپاين بوخت دي. د ټاکنيزو مبارزو په نهمه ورځ د افغانستان ملي اجماع له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. دا پداسې حال کې دي چې په تېرو اتو وروځو کې ...

په هلمند ولايت کې د طالبانو پر وړاندې هوايي عمليات پيل شوي

Tuesday, June 23rd, 2009

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو تر ټولو ستر عمليات چې په هلمند ولايت کې د اورپکو په وروستيو اډو بريد ګڼل کېږي پيل شول. لسګونه جګړه ايزې الوتکې او څه د پاسه درې سوه پنځوس جګړه ايز ځواکونه د لښکرګاه ښار په شمال کې په ...

کرزي د کمپاين پر مهال له دولتي وسايلو د ګټې اخيستنې پرسر بنديز ولګاوه

Tuesday, June 23rd, 2009

حامد کرزي په يو فرمان کې د ټاکنيزو سياليو پر مهال له دولتي امکاناتو د استفادې لپاره له ځينو ځانګړو نوماندانو د حکومتي چارواکو په ملاتړ بنديز لګولى. د کرزي د فرمان له مخې بايد له نوماندانو څخه د دولتي چارواکو د ملاتړ په اړه ارزونې پيل شوې. دا پداسې ...

حميدزاده: له نوماندانو سره د امريکا د سفير ليدنې ناسمې دي

Tuesday, June 23rd, 2009

د افغانستان حکومت د ولسمشرۍ ټاکنو له نوماندانو سره د امريکا د متحدو ايالتونو د سفير ايکن بيري ګډې خبري ناستې او د نوموړي شتون نا سمه وباله. په تېرو ځو ورځو کې په کابل کې د امريکا سفير ايکن بيري د ولسمشري ټاکنو له پنځو نوماندانو سره په جلا ...

ماناس اډه به په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لپاره وکارول شي

Tuesday, June 23rd, 2009

د قرغيزستان د بهرنيو چارو وزير ويلي امريکا او قرغيزستان د افغانستان د عملياتو لپاره له ماناس هوايي اډې څخه د امريکايي ځواکونو د استفادې پر سر هوکړې ته رسېدلي. امريکا په افغانستان کې د روان کال تر پايه د خپلو ځواکونو د دوه برابره کولو په موخه د دې ...

حامد کرزي د دولس عرادې موټرونو د رانيولو حکم خپور کړ

Sunday, June 21st, 2009

حامد کرزي د دولس عرادې موټرونو د رانيولو حکم د تدارکاتو قانون ته له پام پرته صادر کړى دى. په کابل کې د هشت صبح ورځپاڼې د دې فرمان په خپرولو سره ليکلي په داسې حال کې چې د تدارکاتو قانون د اداري فساد يو مخنيونکى قانون ګڼل کېږي دا ...