Archive for September, 2009

بارک اوباما: د افغانستان جګړه يوازې د امريکا جګړه نده

Wednesday, September 30th, 2009

د امريکا ولسمشر باراک اوباما د ناټو له عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن سره له ليدنې وروسته ويلي چې دافغانستان جګړه يواځې د امريکا جګړه نده بلکه د هغه په وينا دا د ناټو د پوځي تړون ماموريت دى. اوباما د سه شنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې ټينګار ...

په شمالي ولايتونو کې د نا امنيو له پراخېدو د ملي دفاع وزارت اندېښنه

Wednesday, September 30th, 2009

د هېواد دفاع وزارت په شمالي سيمو کې امنيتي حالت د اندېښنې وړ ګڼي او پدې سيمو کې يې د بهرنيو اورپکو د شتون خبر ورکړ. د افغان او ناټو ځواکونو د چارواکو په وينا په شمالي سيمو کې ډېرى اورپکي له منځنۍ آسيا څخه راغلي دي. د هېواد دفاع ...

فراه کې په لسګونه طالبان ووژل او ټپيان شول

Wednesday, September 30th, 2009

په فراه ولايت کې د افغان او ايتلافي  ځواکونو په ګډو عملياتو کې اووه څلوېښت وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته او ديارلس کسان هم له لسګونه ميله وسلو او مهماتو سره ونيول شول. د هېواد په لويديځ کې امنيتي چارواکي وايي دا کسان د فراه ولايت په بالابلوک ...

ديارلس کاله مخکې په همدې ورځ طالبان په کابل کې واک ته ورسېدل

Monday, September 28th, 2009

له نن څخه پوره ديارلس کاله وړاندې د تلې مياشتې په پنځمې نېټې په هېواد کې د تنظيمونو تر منځ د کورنيو او خپلمنځي جګړو له امله د ملا محمد عمر تر مشرۍ لاندې د طالبانو ډله  هېواد ته راغله، او د مجاهدينو د حکومت د راپرځېدو لامل شو. طالبانو ...

ملي دفاع وزارت: امريکا ملکف دى څو د افغان امنيتي ځواکونو د بشپړه پياوړي کېدو ترمهاله د امنيت د تينګښت لپاره خپلې ملاتړيزې هڅې ترسره کړي

Monday, September 28th, 2009

ملي دفاع وزارت اعلان وکړ، د هغې استراتيژيکې هوکړې له مخې چې له امريکا سره ترسره شوى، امريکا ملکف دى څو د افغان امنيتي ځواکونو د بشپړه پياوړي کېدو ترمهاله په هېواد کې د امنيت د تينګښت لپاره خپلې ملاتړيزې هڅې ترسره کړي. دا په داسې حال کې ده چې ...

مايک مولن: افغانستان ته به نور ځواکونه واستول شي

Wednesday, September 16th, 2009

د امریکا د متحدو ايالتونو د پوځ لوى درستيز آدمېرل مايک مولن ويلي: هیواد به یې ښايي له دې سره سره چې سږکال یې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کابو دوه برابره کړ، دې هیواد ته نورسرتېري هم ولېږي. د راپورونو له مخې ولسمشر بارک اوباما افغانستان ته ...

ايران: د اټومي انرژۍ له نړيوال آژانس سره همکارۍ ته چمتو يو

Wednesday, September 16th, 2009

ايران وايي د اټومي انرژۍ له نړيوال آژانس سره د نويو همکاريو لپاره هوکړه لري. د ايران د اټومي انرژۍ مشر علي اکبرصالحي په ويانا کې هيله مندي څرګنده کړه چې د اټومي انرژۍ له نړيوال آژانس سره يې د هېواد همکارۍ په يوه نړيواله فضا کې ښه شي. د ايران ...

ملګري ملتونه: اسراييلي ځواکونه په جنګي جنايتونو تورن شوي

Wednesday, September 16th, 2009

ملګرو ملتونو ويلي داسې شواهد شته چې ښيې هم اسراييلي ځواکونو او هم فلسطيني جنګياليو د غزې د تراړې په وروستيو شخړو کې په جنګي جنايتونو مرتکب شوي دي. په دې راپور کې په جنورۍ او ډسامبر مياشتو کې په دوه ويشت ورځني عملياتو کې اسراييل له نا انډولو ځواکونو ...

افغان خبريال سلطان محمد منادي چا وواژه

Thursday, September 10th, 2009

د بشري حقونو خپلواک کميسيون په قندوز ولايت کې د افغان خبريال سلطان احمد منادي د وژنې په لړه څېړنې پيل کړې. د دغو څېړنو پيل په داسې حال کې ده چې د دغه افغان خبريال په اړه بېلا بېلې ادعاوې شته. که څه هم تراوسه په کره توګه معلومه ...

د شکايتونو کميسيون: د درغليو په اړه قوي اسناد ترلاسه شوي

Thursday, September 10th, 2009

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون نن اعلان وکړ چې په غزنې او پکتيکا ولايتونو کې يې د رايو په يو شمېر مرکزونو کې د درغليو په اړه قوي اسناد لاسته راوړي. د شکايتونو د زياتوالي او د درغليو د پراخوالي په اړه د نړيوالي تولنې د اندېښنو په زياتوالي سره، د ...