کږلېچ

د هېواد د راتلونکو پارلماني ټاکنو برخلیک څنګه شو؟
په دې وروستیو کې د ټولټاکنو په قانون کې د بدلون د راتلو خبر ورکړل شو. له بلې خوا د هېواد راتلونکې پارلماني ټولټاکنې هم وځندېدې او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وږي اووه ویشتمه نېټه د پارلماني ټاکنو لپاره غوره کړې ده. وړاندې تر دې دغه کميسيون ویلي و چې پارلماني ټاکنې به د راتلونکي لمريز کال په غبرگولي کې کېږي. خو چارواکي وايي چې دغه کار يې د اقتصادي او امنيتي ستونزو له امله کړى دی. د کميسيون چارواکي وايي چې تر دې مهاله يې هغه پيسې نه دي ترلاسه کړي چې د نړيوالې ټولنې او افغان حکومت لخوا يې ژمنه شوې وه. د چارواکو په وينا د ټاکنو لپاره ١٢٠ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده، چې پنځوس ميليونه يې له نړيوالې ټولنې غوښتل شوي دي. د ټاکنو د کمیسیون چارواکو څه موده وړاندې وویل چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ په بېلابېلو ولایتونو کې د امنیت نشتوالی هم د دې ټاکنو د ځنډېدو لامل دی. هغوی هغه مهال ویل چې په لندن کې نړیوال کنفرانس ته په تمه دي چې پکې له ټاکنیز بهیر سره مالي مرستې وکړي، خو په کلي ډول د امنیت او مالي ستونزو په ګډون مهمې او سترې ستونزې کومې وې چې دا ټاکنې یې وځنډولې او تر اوسه یې د حل په برخه کې تر کومه پرمختګ شوی؟.

پدې وروستیو کې دغه راز وویل شول چې د ټاکنو په قانون کې یو شمېر بدلونونه راغلي. پدې قانون کې بدلونونه د یوه ځانګړي کمېسیون لخوا چې وزیران او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي یې غړي وو راوستل شوي او تمه کېږي چې د پارلمان او د ولسمشر لخوا تر توشیح وروسته به عملي بڼه غوره کړي. خو په هېواد کې د ټاکنو د څارنې یو شمېر ارګانونه وايي چې لاهم پدې قانون کې یو شمېر نیمګړنې شته چې باید ورته پاملرنه وشي. د  افغانستان د ټاکنو قانون څه باندې پنځه كاله مخكې د ولسې جرګې له لومړنيو ټاکنو وړاندې تصويب شوى وو، خو د ولسمشرۍ له تېرو ټاکنو وروسته په دې قانون نیوکې وشوی او په پارلمان كې د خلكواستازو او حقوق پوهانو په دې قانون کې د بدلون راوستو غوښتنه وکړه. افغان دولتي چارواكي وايي، چې د ملي شورا د غړو او د حقوق پوهانو د نظرونو پر پنسټ او په هېواد كې شته شرايطو ته په پام سره په دې قانون كې مهم بدلونونه راوستل شوي دي. د ولسمشر كرزي يوه وياند احمد ضيا سيامك ویلي: دا قانون به عادلانه او شفافو ټاکنو ته لاره هواره کړي. خو په تېرو ټاکنو ګڼو نیوکو ته په پام سره په قانون کې دا بدلونونه به وکولای شي چې د راتلونکو ټاکنو صحت تضمین کړي؟

د ډيرو افغان كارپوهانو په باور د ټاکنو په وړانديني قانون كې ولسمشرې او پارلمان ته د نوماندېدو شرايط ډيراسانه وو او په تېرو څو ټاکنو کې دا جوته شوه چې هم ولسمشرۍ او هم ولسې جرګې ته ډيرشمېركسانو ځانونه نومولي وو چې له يوه پلوه يې ډيرمالي لګښت درلود اوله بله پلوه خلکو هم نه شواى كولاى چې پوهو او وړو كسانوته رایه وركړي. خو ویل کېږي چې په نوي قانون کې به د دې ستونزې مخه تر ډېره ونیول شي. دا قانون به د ملي شورا د غړو له ژمنۍ رخصتۍ وروسته د هغوی له خوا تصویب او د ولسمشر د توشیح په موخه به هغه ته واستول شي. خو له هغه لومړي سر څخه ویل کېدل چې پارلمان ته هغو کسانو لاره موندلې وه چې تر ډېره افغانانو نه غوښتل، له بلې خوا د انتقالي عدالت د پلي کولو په برخه کې هم ویل کېږي چې د مجرمینو او هغو کسانو چې د افغانانو پر وړاندې یې جرمونه کړي باید پارلمان ته له تګ څخه مخه ونیول شي، پوښتنه دلته را ولاړېږي چې پدې برخه کې به دا قانون له ځان سره څه ولري او په کلي ډول به پارلماني ټاکنو ته د وړ نوماندانو د بریالي کېدو لاره هواره شي؟

د ولسي جرګې غړي بیا د دې ټاکنو په ځنډېدو سره څه موده نور هم په پارلمان کې پاتې شي، دوی په خپله یوه غونډه کې ټینګار کاوه چې تر هغو پورې چې بشپړ امنيت تامين نه وي، دټاکنو په کميسيون کې سمون رانشي، دنړيوالې ټولنې ملاتړ جلب نشي، دپارلماني ټاکنو ترسره کيدل ناشوني دي. که څه هم دپارلماني ټاکنو ځنډيدل داساسي قانون مخالفت دى خو استازي وايي دتيرو ولسمشرۍ ټاکنو په څيربياځلي ټاکنې هم دقانون سره مخالفت او دخپل منځې ستونزو راپارونکي دي. خو دا چې دوی په خپلو شرطونو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د انتخابي کېدو غوښتنه کوله دا به تر کومه شونې وي او آیا قانون د داسې کمیسیون واک په رسمیت پېژني چې انتخابي ندی، له بلې خوا په تېرو ټاکنو معترضو کسانو هم دا ویل چې کمېسیون باید انتخابي وي، موږ دا خبره له کارپوهانو او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له چارواکو سره شریکه کړې چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون انتخابي کېدو ته تر کومه پورې قانوني اړتیا شته ده؟

خو په هر حال د هېواد تېرې ټاکنې د هېواد د مخ پر ودې ډيموكراسۍ لپاره له ننګونو ډكه ازموينه وه، خو له ګڼو ننګونو او ستونزو سره سره چې د دې پروسې پر وړاندې پرتې وې، دا په سوله ايز ډول له يوه حكومت څخه بل حكومت ته د واك د لېږدولو او د ديموكراتيكې واكوالۍ لپاره بل ګام و او ویې ښودله چې افغانان د سیاسي واک لېږد نور د وسلې په زور نه غواړي. دې ټاكنو وښودله چې افغانان له جګړې ستړي شوي او د عدالت سخت لېواله دي او دا هغه څه وو چې د د پروسې د باورمندۍ د كره والي په برخه كې د بحثونو د تودوالي لامل هم شوي وو. دادي راتلونکی کال به هېواد پارلماني ټاکنې هم تجربه کړي خو څه چې په دې ټاکنو کې مهم بریښي هغه دادي چې دا ټاکنې باید د نورو ټاکنو له ستونزو او ننګونو څخه وژغورل شي او په کلي ډول ورته د روڼوالي لاره هواره شي. پدې هېله چې د دې ټاکنو لپاره هیوادني حالات په ښه ډول پر مخ لاړ شي، له سبا تلویزیون څخه د دې اونۍ خپرونه هم پای ته رسوو تر بیا مو څښتن مل.

کرزي ولسي جرګې ته د خپلې کابينې څو وړانديز شوي وزيران ور وپېژندل
د تېرې شنبې په ورځ د هېواد ولسمشر حامد کرزي د خپلې کابینې نوملړ ولسي جرګې ته واستاوه، له هر څه وړاندې خو د ولسمشر حامد کرزي په کابینه کې د ډېر پراخ بدلون لپاره تمې وې، خو ډېر پراخ بدلونونه پکې ونه لیدل شول، له جوړښتي پلوه پکې دا بدلونونه راغلل چې د کار‎، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت په دوه وزارتونو، شهیدانو او معلولینو او دغه راز کار او ټولنیزو چارو په وزارتونو وویشل شو، په هغه لومړۍ ورځ ولسي جرګې د دې چارې مخالفت وکړ او پرېکړه یې وکړې چې د اساسي قانون د نويیمې مادې د څلورمې فقرې له مخې چې نوي اداري واحدونه رامنځته کول او تعدیل د پارلمان دنده ګڼي دا هم تر هغه مهاله چې پارلمان یې په اړه پرېکړه وکړي د وزیرانو معرفي کول یې هم وځنډل شول، بلخوا دوه وزارتونه نور هم د ولسمشر لخوا په بدلون محکوم وو چې پکې د ښار جوړونې د وزارت نوم هم په ودانیزو چارو وزارت اوښتی دی او له بېسوادۍ سره د مبارزې وزارت هم په زیاتونو کې راغلی دی. په کابینه کې نور ستر بدلونونه ندي راغلي، ډېری پخواني وزیران په دې کابینه کې پیژندل شوي او د راتلونکې پنځه کلنې دورې لپاره بیا د کابینې غړي شول خو پوښتنه دلته ده چې د پخوانۍ کابینې غړي د لیاقت له مخې راغلي او که نور لاملونه به یې هم درلودلي دي.

کله چې د ولسمشر حامد کرزي د نوې نوملړ ولسي جرګې ته وپېژندل شو او خلک پرې خبر شول ډېری خلک پدې اند وو چې ولسمشر ټوله تکیه په مصلحتونو کړې، او وړتیا ته یې شا کړې، له همدې امله کارپوهانو هم ویل چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د هېواد په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې هم ژورو بدلونونو ته هیله نشته، خو ولسمشر حامد کرزي سره لدې چې اوس یې په ټینګار سره ویلي چې د هغه کابینه د وړتیا له مخې غوره شوې ده خو له دې وړاندې ولسمشر حامد کرزي په دې اړه څو ځله ویلي وو چې په هېواد کې مصلحتونو ته اړتیا شته، ولسمشر ته ډېره تمه وه چې نوې او تخصصي څېرې به راوړي خو دا چې دا کار ونشو په ریښتیا سره دا پوښتنه را پورته کېږي چې آیا ولسمشر اړ وو چې مصلحتونو ته مخه کړي، کارپوهان وايي اوس په هېواد کې د مصلحتونو وخت تیر شوی او تر ډېره اړتیا ده چې په کلکه متخصصې او نوې څېرې ډګر ته راوتلې وای، خو موږ دا پوښتنه له کارپوهانو سره شریکه کړه چې آيا اوس هم په هېواد کې مصلحتونو ته اړتیا شته که څنګه.

ولسمشر حامد کرزى وايي که د نوې کابېنې غړى په فساد تورن وي دى خپله چمتو دى چې د هغوی په اړه ځواب ووايي، کرزي په داسې حال کې دا چلنج ورکړى، چې نوموړى وايي، د افغانستان په اړه د لندن د ناستې له امله يې نوې کابېنه په ډيره بېړه جوړه کړې ده، خو په کابینه کې په فساد د ککړو کسانو د شتون مسله له ډېر پخوا څخه راپورته شوې، له دې وړاندې هم په مطبوعاتو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې د پخوانۍ کابینې ګڼ غړي په فساد تورن وو، دلته پوښتنه دا را ولاړېږي چې د نوې کابینې دا رنګ جوړښت به په هېواد کې د فساد د ریښو په له منځه وړلو اغېز وکړي؟ یو شمېر کارپوهان وايي خپله دا خبره چې د پخوانۍ کابینې ګڼ غړي اوسنۍ کابینې ته راغلي په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په هوډ اغیز کوي، خو دا چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د دې کابینې اغیز له فساد سره پر مبارزه څه وي؟ کارپوهان یې په اړه بېلابېل نظرونه لري.

دا چې کابینه اعلان شوې او ولسمشر حامد کرزي له خپل لوري څخه د خپلې کابینې غړي پیژندلي دي، بلخوا کارپوهان هم وايي چې په هغه ډول قوي کابینه نده چې تمه یې کېده، خو اوس یواځینۍ تمه چې پاتې ده هغه د دوی د باور رایه ده، یو شمېر کارپوهان وايي ولسي جرګه او پارلمان به تر ډېره حده هغه وزیران چې وړتیا نلري په باور کې پاتې راولي، که څه هم یو شمېر کارپوهان هان د باور په برخه کې هم د معاملې احتمال مطرح کوي خو ولسي جرګې ته یواځینۍ تمه همدا ده چې دوی به وکولای شي د تخصص، وړتیا او صداقت په پام کې نیولو سره هغو وزیرانو ته د باور رایه ورکړي چې د ورسپارل شوې دندې وړتیا ولري او هغه نوماند وزیران چې د مصلحت له امله ولسي جرګې ته پیژندل شوي او کاري وړتیا نلري دوی د باور رایه ورنکړي او دا وښيي چې دوی په ریښتیا هم د خلکو د استازو په توګه د خلکو د غوښتنو د پلي کولو لپاره ناست دي، موږ هم دا پوښتنه د کارپوهانو مخې ته ایښې چې آیا پارلمان به وکولای شي چې د تخصص، وړتیا او صداقت له مخې د کابینې په جوړېدو کې خپل رول ولوبوي او وبه کولای شي چې هغه وزیرانو ته چې وړتیا نلري خپل ځواب ورکړي.

د کابینې له معرفي کېدو وروسته ولسي جرګې د سرپرست وزيرانو په اړه هم د یوه قانون د جوړېدو تکل وکړ تر څو هغه وزيران چې رايه نه اخلي او بيا دولسمشر له خوا سرپرست ټاکل کيږي باید د سرپرست پاتې کېدو لپاره یې وخت هم وټاکل شي. لدې وړاندې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر په پارلمان کې له یوې احضاریه غونډې وروسته سلب اعتماد شو چې تر ننه هم په دغه وزارت له یو لړ ځانګړو توجیه ګانو سره د وزیر په توګه کار کوي، له هغې را وروسته نور وزیران هم د ولسشمر لخوا د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي وو چې د نوې کابینې تر جوړېدو پورې دوی په خپلو دندو کار کاوه، بلخوا د ولسي جرګې غړو د دوهم تابعیت په مسله ډېر ټینګار وکړ او ویې ویل هغه وزيران چي ولسي جرګې ته د باور رايي اخيستلو په موخه راځې بايد د دويم تابعيت د نه درلودو لوړه  وکړي؟ يوشمير نورو بيا وويل چي له سفارتونو څه دې د هغوى د تابعيت په اړه وپوښتل شي، په پاى کې د رايو په اکثريت پريکړه وشوه چي وزيران لومړى بايد په خپله اعتراف وکړي چي دويم تابعيت نلري؟ له هغې وروسته دې له بهرنيو چارو وزارت څخه د نوماند وزيرانو په اړه اسناد وپوښتل شي او که چيرې له داعتماد رايي له ترلاسه کيدو وروسته زباد شوه چي وزير دويم تابعيت لري، نو د بآور رايه به بيرته ترې واخيستل شي. خو دا چې دا د دوهم تابعیت نشتوالی به توکومه د هغوی په کارونو اغیز وکړي او آیا دا ریښتیا هم دومره مهمه غوښتنه ده چې هومره ټینګار پرې وشي له کارپوهانو به یې واورو.

خو په هر حال د هېواد ولسمشر د خپلې راتلونکې پنځه کلنې دورې لپاره خپله لوړه وکړه، کابینه یې معرفي کړه او په رسمي ډول یې خپل کار پیل کړ، دا چې تر کومه به د هغه په کابینه کې بدلون راشي او د هېواد د خلکو له غوښتنو سره به ځان برابر کړي په ولسي جرګه کې به د وزیرانو د باور له رایې وروسته جوته شي، خو څه چې هېوادوالو ته مهم دي هغه دا دي چې راتلونکې کابینه باید د هېواد سترې ستونزې ژر تر ژره حل کړي او د ولسمشر حامد کرزي هغه ژمنې چې د هېواد د اقتصادي، ټولنیز او امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره یې کړې وې د عمل جامه واغوندي. موږ په خپلو سیاسي خپرونو کې هڅه کوو چې د ولسمشر حامد کرزي د نوې کابینې د باور د رایې د لړۍ تر بشپړېدو پورې د کابینې په موضوع په بله خپرونه کې هم له تاسې سره خبرې وکړو خو تر هغې مو د خپرونې له چمتوکونکي په مننې سره زه احمد جاوېد تسل په لوی او بښونکي څښتن سپارم ښاد او آباد اوسی.

د افغانستان لپاره د اوباما د تګلارې په اړوند غبرګونونه
که څه هم تراوسه د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما خپله تګلاره نده اعلان کړې خو د امريکايي وګړو ترمنځ غبرګونونه بېلا بېل دي. په ځانګړي توګه د امريکا د پوځ اډې ته څېرمه د يوې سيمې اوسيدونکي چې عراق او افغانستان ته د زرګونه امريکايي ځواکونو د لېږلو شاهدان دي، په تمه دي چې اوباما به د افغانستان پر وړاندې څه ډول پرېکړه وکړي. ټاکل شوي د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما نن په سيمه ييز وخت د امريکا د ماښام پر ٨ بجو، افغانستان د څه ناڅه ٣٤ زره تازه دمو سرتيرو د راليږلو په اړه خپله تګلاره اعلام کړي. په همدې حال کې د نيويارک د فورت دروم پوځي اډې اوسيدونکي تر بل هرچا ډير د اوباما ددغې تګلارې اعلام ته، چې کيداى شي نيغ په نيغه د هغوي پر ژوند اغيزه وکړي، په تمه دي. په دغې پوځې اډه کې د امريکا د پوځ د لسم غرنى ټولګى ميشت دى، چې سرتيرو ته له هر راز سختو شرايطو سره د مقابلې روزنه ورکوي. تر دې دمه ددغه ټولګې له اوه نيم زرو څخه ډير سرتيري عراق او افغانستان ته ليږل شوي دي. ټاکل شوې، چې له دغو سرتيرو څخه درې زره راتلونکې مياشت امريکا ته ساتنه شي. په همدې حال کې چارواکي له دغې اډې ته د لاس رسي اجازه نه ورکوي، او سرتيري هم د اوباما له خوا د نوې تگلارې له اعلام څخه وړاندې په دې اړه له څه ويلو څخه ډډه کوي. په همدې حال کې دې پوځې اډې ته څېرمه د واټر ټاون سېمې اوسيدونکي د اوباما د پريکړې په اړه بېلابېل نظرونه لري. خو ددغه کس بل ملګرى که څه هم هيواد ته د سرتيرو له ورګرځيدو سره موافق دى، خو وايي چې دا بايد په افغانستان کې د عمليات د پاى ته رسولو په مانا نه وي. خو جان بارکر بيا پر بل نظر دى، او هغه د اوباما پريکړې ته درناوى کوي. له دې وړاندې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي و، چې په افغانستان کې روانه اته کلنه لانجه بايد پاى ته ورسوي. د اوباما د پريکړې له مخې به افغانستان ته په لسګونو زره اضافي سرتيري راوليږل شي. اوسمهال په افغانستان کې څه ناڅه ١١٠ زره بهرني سرتيري ميشت دي، چې د هغوي له نيمايي څخه ډير امريکايي پوځيان دي. په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د نړيوالو سرتيرو مشر، جنرال سټينلي مک کريسټال، افغانستان ته د ٤٠ زرو نورو سرتيرو د را ليږلو غوښتنه کړې وه. د څېړونکو په وينا کيداى شي، اوباما افغانستان ته د ٣٤ زرو نور سرتيرو د راليږلو پريکړه وکړي. د امريکا ولسمشر له اروپايي ملګرو څخه هم افغانستان ته له ٥ څخه تر لسو زرو د تازه دمو سرتيرو د راليږلو غوښتنه کړې ده.

اوباما به د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړي
تمه کېږي چې د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما څو ساعته وروسته د افغانستان لپاره خپله نوې پوځي تګلاره اعلان کړي. په دغه تګلاره کې افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو په اړه د سپينې ماڼۍ پرېکړه هم شامله ده. د ځينو راپورونو له مخې چې د لويديځو رسنيو له لوري خپاره شوي، ټاکل شوې افغانستان ته پنځه ديرش زره نوي ځواکونه افغانستان ته ولېږل شي. ولسمشر حامد کرزي هم نن د ويډيو کنفرانس له لارې له خپل امريکايي سيال سره د امريکا د نوې تګلارې په اړه خبرې وکړې.

تمه کيږي د امريکا ولسمشر بارک اوباما څو ساعته وروسته په خپله تلويزيوني وينا کې چې د ويست پوينت په پوځي پوهنځي کې ده، افغانستا ن ته د ٣٥ زره نويو سرتېرو د لېږلو  په اړه خپله وروستى پرېکړه اعلان کړي. له دې سره جوخت د بريتانيا لومړي وزير هم افغانستان ته د٥٠٠ نورو سرتېرو د لېږلو لپاره د چمتووالي خبر ورکړى.  د افغانستان لپاره د امريکا د پوځي کړنلارې څرنګوالى د حامد کرزي او بارک اوباما په وېديويي خبرواتروکې هم  مطر ح  شوى دى. که څه هم تراوسه مالومه نه ده، چې دغه سرتيري به په کومو سيمو کې ځاى پر ځاى شي، خو تمه کېږي چې اضافي سرتيري به پر پولو او زيان منوونکو سيمو کې وګمارل شي، اونوي سرتېري به د افغان سرتېرو د پياوړتيا لپاره زمينه جوړونکي وي .

له بلې خوا امريکايي چارواکو ويلي هيواد به يې له دې وروسته په دې شرط له پاکستان سره خپلې پوځي او اقتصادي مرستې ډيرې کړي، چې دغه هيواد له افغانستان سره د ډيورنډ له ليکې اخوا د اورپکو پر وړاندې خپله مبارزه لا  ګړندۍ کړي.  دا هغه سکالو دى، چې افغان چارواکي يې د بنسټيزه کېدو په هيله دي.

امريکا په داسې حال کې دا موضوع  اعلاموي، چې لويديځو څارګرې شبکې له مودو راهيسې ټينګار کوي، چې د القاعدې مشران د افغانستان او پاکستان پر گډې پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو او په ځانګړي توګه په شمالي وزيريستان کې پټ دي.

که څه هم د سوېلي  ولايتونو او له پاکستان سره د ګاونډيو سيمو اوسېدونکي له امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي خو ددغو ولايتونو يوشمېر اوسيدونکي په دې اند دي چې د سرتېرو زياتوالي نه شي کولى سوله دايمي کړي .

په همدې حال کې وړاند وينه شوې چې افغانستان ته  د راتلونکو سرتېرو له ډلې به نه زره په نارامه ولايت هلمند کې ځاى په ځاى شي. اوسمهال لږترلږه اويا زره امريکايي پوځيان په افغانستان کې شته چې د نويو سرتېرو په راتګ سره به د ځواکونو شمېرله سلوزرو واوړي. له دې سره جوخت تمه کېږي اوباما به د خپلې پوځي کړنلارې د اعلان ترڅنگ يوځل بيا د امريکايي وګړو ته ووايي چې ولې په افغانستان  کې د امريکا شتون ته اړتيا ده او دا شتون به ترکومه دوام ومومي.

اوباما: د افغانستان په اړه تګلاره به راتلونکو ورځو کې اعلان کړم
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما د هند له لومړي وزير سره په ګده خبري ناسته کې وويل: د افغانستان لپاره به خپله نوې تګلاره په راتلونکو ورځو کې اعلان کړي. د امريکا ولسمشر د جګړې له شورا سره له نهو ناستو  او درې مياشتو ناندريو وروسته وايي: هوډ من دى په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو له اته کلن شتون وروسته کار وروستي پړاو ته ورسوي. تمه کېږي چې اوباما د جګړې تګلاره راتلونکې سه شنبې اعلان کړي.

اوباما په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال اسټنلي مک کرسټال د غوښتنې پربنسټ د ٤٠ زره ځواکونو د استولو د ارزونې په حال کې ده. ځينو امريکايي رسنيو ويلي: اوباما هوډ لري چې افغانستان ته ٣٤ زره ځواکونه ورا ولېږي.

اوباما وويل: دا ارزونې ډېرې ګټورې وې او ټينګار يې وکړ چې د امريکا د متحدو ايالتونو ګټې په دې کې دي چې ډاډمن شي، القاعده به نور ونشي کولاى په دې سيمه کې فعاليت وکړي.

اوباما وويل: د افغانستان ستراتيژې به يو اړخيزه تګلاره نه وي.

د افغانستان په جګړه کې د امريکا تګلاره هېواد ته د زرګونو ځواکونو استول شامل دي. جنرال مک کرسټال شاوخوا درې مياشتې وړاندې د امريکا ولسمشر ته په يوه ليک کې خبردارى ورکړى و، چې که افغانستان ته ډېر ځواکونه ونه لېږل شي په دې جګړه کې به نړيوال مارمويت له ماتې سره مخ شي. په همدې حال کې په کابل کې د امريکا د سفير په ګدون ځينې امريکايي چارواکي د ځواکونو زياتوالى د حل لار نه ګڼي او وايي: ډېرى بايد له افغانستان سره د فساد د له منځه ړولو په برخه کې مرسته وشي. له دې وړاندې سپينې ماڼۍ اعلان کړى و، چې په افغانستان کې د ځواکونو د زياتوالي په اړه د امريکا هر ډول پرېکړه د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د نوي دولت په ګامونو پورې اړوند دى.

د افغانستان په اړه نړيواله غونډه جوړېږي
د افغانستان حکومت د نړې د دريديرش هېوادونو په مټ د افغانستان د ستونزو د هوارۍ په موخه د يوې غونډې د جوړېدو د څرنګوالي لپاره د ټاکنو د موندنې په هڅه کې دى. د افغانستان د حالاتو په اړه په نړيواله غونډه کې بسپنه ورکوونکي او د افغانستان ملاتړي هېوادونه به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د فساد د له منځه وړلو لپاره خپلې ژمنې اعلان کړي. تراوسه په غوڅنده توګه جوته نده چې دا ناسته به په لندن کې ترسره شي او يا هم په کابل کې.

افغانستان د ننګونو د له منځه وړلو په موخه يوه بلنه نړيواله غونډه تجربه کوپ. په لومړنۍ ناسته چې د افغان چارواکو او د نړۍ د ٣٣ هېوادونو د سفيرانو ترمنځ د نړيوالې غونډې د ترسره کېدو لپاره د چمتووالي په موخه جوړه شوې وه، اعلان وشو چې د افغانستان د ستونزو او ننګونو په اړه په نړيواله غونډه کې به د اوسني کړکيچ د حل لارو په اړه به خبرې وشي.

د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د حل لاره، هغه لارې چې افغانستان سولې ته رسوي، د فساد د له منځه وړلو لپاره نوې طرحه، او د اقتصادي زيربناوو پياوړي کول د افغانستان په اړه د نړيوالې غونډې اصلي چورليځ وي. د نړۍ د هېوادونو استازي به په دې ناسته کې د افغانستان لپاره خپلې نوې ژمنې هم اعلان کړي.

که څه هم تراوسه په غوڅنده توګه جوته نده چې نړيواله غونډه به په افغانستان کې ترسره شي يا په لندن کې. خو وړاندوينه کېږي چې د امنيتي ګواښونو له امله انګلستان ددې نړيوالې ناستې کوربه توب کوي. د ځينو نظر خاوندانو په باور دغه ناسته د کرزي د راتلونکو پنځه کلن حکومت لپاره راتلونکى جوړوونکى بلل کېږي.

په هېواد کې په فساد د څار يوه پټه اداره جوړېږي
امنیتي چارواکو په هيواد کې له سترو جرمونو سره دمبارزې دادرې دجوړيدو خبرورکړ. دکورنيو چارو وزير وويل دغه اداره دملي امنيت او ملي پوليسو اړوندو چارواکو له خوا دامريکا او بريتانيا په مرسته جوړه شوې چي په پټه توګه به په دولتي ادارو کې کارکوي. د امنیتي ارګانونو په وينا ددې ادارې موخه دفساد له منځه وړل او په ادارو کې په فساد د ککړو کسانو د خونديتوب نشتوالى دى. په همدې حال کې دهيواد  سترې محکمې او په کابل کې دامريکا او انګلستان سفيرانو د دې ادارې ملاتړ اعلان کړ او دامريکا سفير په راتلونکې کابينه کې دصادقو او ريښتينو غړو غوښتنه وکړه.

دکورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر  وويل د درنو جرمونو پروړاندې دمبارزې ادارې دجوړيدو موخه په ادارو کې دفساد ککړو کسانو دمصونيت نشتوالى دى. هغه زياته کړه ددې ادارې ډيرۍ ټينګار به دلوړ پورړو چارواکو په اړه پلټنې او معلومات ټولول وي. هغه دغه راز وويل چې دا اداره به ټول ټيټ پوړي او لوړپوړي دولتي کارکوونکي څاري.

محمد حنيف اتمر زياته کړه چې دفساد پروړاندې چارې کړندۍ شوې او کابو سل تنه پوليس چي په فساد کې يې لاس درلود نيول شوي چي د هغه په وينا شل سلنه پکې جنرالان دي.

په همدې حال کې دملي امنيت مشرامرالله صالح بيا وويل چې دغه ارګانونه چې په امنيتي ادارو کې جوړ شوي پټ دي خو بايد دغه ادارې بنسټيزې شي.

د هېواد قاضي ا لقضات عبدالسلام عظيمي بيا وويل ترڅو چي د جرايمو پروړاندې اړوندو ادرو کې همغږي رامنځته نشي دفساد له منځه وړل ناشوني دي. هغه زياته کړه په هيواد کې اداري فساد کورني او بهرني لاملونه لري چې څه ناڅه په دې وروستيو کې مبارزه ګړندۍ شوې ده.

خو دامريکا او بريټانيا سفيرانو بيا دنړيوالې ټولنې څرګندونو ته په اشارې وويل چي دافغان حکومت ترټولو مهمه دنده له اداري فساد سره مبارزه ده. دامريکاسفيرايکن بيري بيا په راتلونکې کابينه کې دريښتينوغړو په شتون ټينګار وکړ نوموړي دکورنيو چارو وزارت دا ګام وستايه.

په داسي حال کې په هيواد کې ددرنو جرايمو پروړاندې دمبارزې دنوې ادارې خبر ورکول کيږي چي مخکې تردې هم له فساد سره دمبارزې دوه ادارې جوړې شوې وې خو دغو ادارو ونشو کولاى چې  داداري فساد دخپريدو مخه ونيسي. دامريکا دولت ټينګار کړى که په شپږو مياشتو کې په هيواد کې  ادارې فساد له منځه ولاړ نشي افغان حکومت به دامريکا ملاتړ له لارس ورکړي.

هيلاري کلينټن په افغان دولت د فساد له امله نيوکه وکړه
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلاري کلنتون ويلي: د افغانستان دولت له اداري  فساد سره د مبارزې لپاره روښانه ځواب نه لري. د امريکا د بهرنيو چارو وزېرې له يوه امريکايي تلويزيوني شبکې سره په خبرو کې ويلي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزى کولاى شي په دې برحه کې ښه عمل وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې ويلي دي چې په افغانستا ن کې روڼ اوځواب ويونکى او د اداري فساد پر ضد ولاړ دولت نه وو. په همدې حال کې کلنتون خبردارى ورکړى که چېر ې کرزى او وزيران يې ځواب ويونکي ونه اوسي امريکا به له افغانستان سره د غير پوځي مرستو نه  لاس واخلي.

تمه کېږي د امريکا ولسمشر بارک اوباما په راتلونکو اونيوکې د افغانستان لپاره خپله تګلاره چې د طالبانو په ضد د ٤٠زره پوځيانو استول هم پکې شامل دي اعلان کړي. خو اصلي او اساسي ټکى دادى چې آيا له ترهګرۍ سره په مبارزه کې حامد کرز ى يو وړ شريک دى او آيا له اداري فسادسره دمبارزې اوله خپل ادارې نه ناوړه کټه چې د طالبانو د پياوړتيا لوى لاملونه دي جدي مبارزه کوي اوکنه.

ټاکل شوې روانه اونۍ ولسمشر حامد کرزى د لوړې مراسم چې د پنځو کلونو لپاره  بيا وټاکل شو په ځاى کړي. تېره اونۍ په افغانستا ن کې د امريکا سفير کارل ايکن بيري افغانستان ته د زياتو پوځيانو د لېږلو په اړه چې د کرزي د دولت د کار پرمختګ ونه ښودل شي خپله اندېښنه وښوده او مخالفت يې وکړ. واشنګټن هم تمه لري څو د سترو جنايتونو د محکمې او د اداري فساد په ضد د مبارزې لپاره يوکميسيون جوړشي. هيلاري کلنتون ويلي د امنيتي ځواک د جوړولو لپاره زيات کار ته اړتياشته.

تراوسه د امريکا متحدو ايالاتونو څه کم ٤٠ميليارده ډالره مرسته له افغانستان سره د بيارغونې په برخه کې کړې چې نيمايي يې په امنيتي پروژو کې لګېدلې دي.

د امريکا پوځ په بګرام کې نوى زندان جوړ کړ
د بشري حقونو د دفاع دريو ادارو له امريکا دولت څخه غوښتي چې په افغانستان کې خپل بندونه له نړيوالو قوانينو سره سم اصلاح کړي. د بشري حقونو دغو مدافعو ارګانونو ويلي چې په افغانستان کې د بندونو په اړه د امريکا سياستونه بياکتنې او غور ته اړتيا لري. دا پداسې حال کې دي چې په دې وروستيو کې امريکا په بګرام کې نوى جېل جوړ کړى چې د امريکايي چارواکو په وينا په ترهګريزو پېښو تورن کسان پکې ساتل کېږي.

په افغانستان کې د امريکايي پوځونو د بند شتون ګڼ غبرګونونه پارولي. د بشري حقونو څارونکو، نړيوالې بښنې او دبشري حقونو لومړۍ ډلې ويلي چې په افغانستان کې د جېلونو په اړه د امريکا سياست سمون ته اړتيا لري او امريکا بايد په افغانستان کې د بنديانو پر وړاندې په خپل سياست بياکتنه وکړي او د دې هېواد او نړيوالو اصولو له مخې خپلې کړنې اصلاح کړي. دا پداسې حال کې دي چې د امريکا د پوځ لخوا د شپيته ميليونو ډالرو په لګښت په بګرام کې نوى جېل جوړ شوى. د امريکا د پوځي چارواکو په وينا پدې جېل کې د بنديانو لپاره ګڼې آسانتياوې په نظر کې نيول شوې.

دا پداسې حال کې دي چې د پارلمان غړي او کارپوهان بيا پدې باور دي چې له قانوني پلوه هېڅ هېواد نشي کولاى په افغانستان کې چې يو خپلواک هېواد دى بند ولري او په هغه کې څوک وساتي. د هغوى په وينا د امريکا پوځ بايد د بنديانو د ساتنې مسوليت افغان حکومت ته وسپاري.

په عين حال کې امريکايي چارواکي وايي هغه کسان چې د هغوى د سرتېرو په بند کې دي له ترهګرۍ سره د مبارزې په جګړه کې نيول شوي او عادي کسان ندي. اوسمهال کابو اووه کسان په بګرام کې د امريکايي ځواکونو په بند کې دي چې د کابل په شمال کې په بګرام سيمه کې پراته جېل ته لېږدول شوي او د هغوى خپل خپلوان هم ورسره نشي کتلى خو هغه کسان چې د د دولت په جېلونو کې له ګکومو ستونزو لاس او ګرېوان دي.

د بشري حقونو مدافعو ارګانونو ويلي چې د افغانستان او امريکا دولتونه بايد په بيړنۍ توګه يوه اوږدمهالې حل لاره را وباسي چې له مخې يې د قانون په شتون کې د بنديانو دوسيې وجاجول شي او که هغوى مجرم ثابت نشي بايد له جېل څخه خوشي شي. دا پداسې حال کې دي چې ګڼ افغان بنديان د هغوى د دوسيو د نامالوموالي له امله لوږتړ ته اړ شوي او ګڼ اعتصابونه يې کړي.

د کډوالو د ستونزو په اړه د اړوند وزارتونو چارواکي ولسي جرګي ته راو بلل شول
د کډوالو چارو وزارت سرپرست او د بهرنيو چارو وزارت  چارواکى نن په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د ځواب ورکونې لپاره ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو. خو د غړو قناعت يې ترلاسه نه  کړ. د بهرنيو چارو وزارت ويلي: پاکستان او ايران د هغوى له خاورې څخه د کډوالو د ايستنې او پندغالو د ورانولو لپا ره په پلمو پسې ګرځي. په همدې حال کې په پاکستان کې د افغان د سفير د برخليک په اړه  هم کره معلومات په لاس کې نشته .

د کډوالو سرپرست وزير ځواب ورکونه او د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال خبرو په پا کستا ن او ايرا ن  کې دافغا ن کډوالو د ستونزو او په پاکستا ن کې د افغانستان د تښتول شوي  سفير په اړه  د ولسي جرګې  د غړو قناعت ترلاسه نه کړ. ددې دوو وزارتونو چارواکو د روښانه ځواب ورکولو لپاره دولسي جرګې غړومجلس يوه اونۍ نور وخت هم د کډوالو د ستونزو او په پاکستان کې د افغان سفير په اړه چې  له څوارلسو مياشتو راپه دېخوا د تښتونکو په بند کې دى د پرېکړې لپاره  وخت ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو چارو د وزارت چارواکى وايي پاکستان له دې هېواد څخه د افغان کډوالو د ايستنې لپاره د پلمې په لټه کې دي. د افغانستان حکومت په پام کې لري څو يوه درې اړخيزه ناسته له پاکستاني چارواکوسره ولري او د کډوالو د ايستلو مخنيوى به هم پکې شامل وي. په عين حال کې د کډوالو چارو وزارت سرپرست افغانستا ن ته د راګرځېدلو کډوالو لپاره د سرپناوو د جوړولو لپاره د هڅو خبر هم ورکړ.

اوسمهال  هره ورځ ٢٠٠٠ افغان کډوال له ايران څخه افغانستان ته رالېږدول کېږي او د افغان کډوالو څو کمپونه هم په پاکستان کې وران شوي دي. په همدې حال کې د بهرنيو چارو وزارت د مسوولينو په وينا د انسانانو د قاچاق څو بانډونه د افغانستان په پولو کې فعاليت لري. اوسمهال  نږد ې پنځه ميليونه افغان کډوال په پاکستان او ايرا ن کې دي او افغا ن حکومتي چارواکي وايي چې ددې افغانانو د يو ځل رالېږدولو توان نه لري.