د کندهار کلتوري ټولني بنسټ کښېښودل سو!

6 February, 2008 – 2:30 pm

د کندهار کلتوري تګلاره د ټولني لس کسيز مشورتي کميسون له خوا د ۲۰۰۸ کال د فبروري پر دوهمه د هالنډ د هارلم په ښار کي د يوې غونډي په ترڅ کي تر اوږدو بحثونو وروسته په لسو مادو کي تصويب او ومنله سوه .
په مشورتي کميسون کي دغو ښاغليو برخه اخستې وه لکه :

حاجي سلطان محمد احمدی ، محمد قاسم احمدي ،  فريد احمد ويال ، پښتون ويال ، عبيد الله نوري ، عبدالله احسان ، زلمی اختر ، همايون نوري ، عبدالحکيم پوپل ، محمد اکبر پوپل ، احمد الکوزي ، حميد هاشمي ، محمد داود . . . . ، نذير احمد  …  ولي الکوزي  او احمد مسعودي .

د پورته يادو سوو کسانو له منځه عبيدالله نوري او همايون نوري ځانونه د مشرتوب لپاره کانديد وټاکل چي د عبيدالله نوري د ښکاره رايو په اکثريت سره د کميسون له خوا مشر وټاکل سو .  وروسته د کميسون له خوا ميرويس ويال د اداري چارو مسول ( سکرټر ) او همايون نوري د مالي چارو مسول وټاکل سول .

د غونډي ټولو برخه والو وعده وکړه چي دوی به په خپلو سيمو کي د ټولني په اړه خپلو دوستانو او ملګرو ته احوال ورکوي او هغوی به د ټولني سره کومک او همکارۍ ته رابولي .

د ټولني مشر ښاغلي عبيد الله نوري او د مالي چارو مسول ژمنه وکړه چي هڅه به کوي چي ډير ژر د ټولني د رسمي راجستر کېدو او په بانک کي د ټولني لپاره د اکونټ د خلاصېدلو  کار پشپړ کړي .

غونډه د عبدالله احسان له خوا د خير او برکت ددعا په ويلو سره په داسي حال کي پای ته ورسېده چي ورپسې يې د غونډي ټولو برخه والو ددې غونډي جوړېدل يو ډير ضروري کار وباله او له امله يې يو بل ته مبارکي وويله .

عبدالله احسان

  1. One Response to “د کندهار کلتوري ټولني بنسټ کښېښودل سو!”

  2. که تاسي د کندهار ټولني په اړه نظر يا پوښتنه لرئ ، لطفآ يې همدا اوس د خپل نوم او برېښناليک سره په تبصرو کي وليکئ .
    په درناوي
    د کندهار کلتوري ټولني اداره .

    By اداره on Feb 6, 2008

Post a Comment