د کندهار کلتوري ټولني تګلاره

7 February, 2008 – 8:22 pm

د کندهار ټولني تګلاره

د کندهار کلتور ټولني تګلاره په لسو مادو کي د دې ټولني د مشورتي کميسون له خوا تصويب او تاييد سوې ده ، په تګلاره چي هر ځای ټولنه ليکل سوې ده معنا يې په هالنډ کي کندهار کلتوري ټولنه ده .
1. دا يوه ناسياسي ټولنه ده چي په هالنډ کي د کندهاري ځوانانو او کورنيو سره په کلتوري او ټولنيزو چارو کي د همږغۍ او همکارۍ لپاره هلي ځلي کوي.
2. هر هغه څوک چي عمر يې اتلس کاله پورته وي ، په کندهار کي زېږېدلی وي يا يې مور او پلار د کندهار ولايت هستوګن وي کولای سي ددې ټولني غړيتوب ترلاسه کړي .
3. ټولنه به د خپلو غړيو سره د بيړنيو حالاتو په وخت کي لکه : په کور کي مړی ، په رخصتي کي د حادثې سره مخامخيدل او داسي نورو پر مهال يوه اندازه مرسته کوي .
4. ټولنه هڅه کوي چي د کورنيو د کوچنيانو لپاره د اړتيا وړ درسي او کلتوري مواد لکه هنري فلمونه ، درسي کتابونه او نور چمتو کوي او په واک کي يې ورکوي .
5. ټولنه د ځوانانو او کوچنيانو د ښې راتلونکي لپاره په کال کي يو ځل کلتوري ، روزنيز او تفريحي پروګرام جوړوي دداسي موادو څخه لاسته راغلي پيسې د ټولني حق کيږي.
6. ټولنه به په هالنډ کي په رسمي ډول راجستر کيږي ، بانکي حساب به لري د ټولني چاري به ددرو کسانو له خوا پر مخ بيول کيږي لکه : د ټولني مشر ، د ټولني سکرټر او مالي چارواکی .
7. ټولنه بايد لومړنۍ پنځه زره يورو د سختو او بيړنيو حالاتو لپاره تل په خپل بانکي حساب کي وساتي .
8. هر هغه څوک چي په ټولنه کي غړيتوب نه کوي يا يې نه لري ، د اړتيا ، سختۍ ، يا داسي حالت کي چي پر ټولنه مصرف راځي ، برخه نه سي اخستلای .
9. د ټولني هر غړی د غړيتوب پاڼي تر لاسليک کولو وروسته ددغه تګلاري په منلو او ټولني ته هره مياشت د غړيتوب د ونډي په ورکولو مکلف دی .که پرله پسې درې مياشتي د غړيتوب ونډه تحويله نه سي ټولنه يې غړيتوب پای ته رسوي ، بياغړيتوب تر پوښتنو او پلټنو وروسته کيدای سي .
10. کله که څوک پسله څو مودې د ټولني له غړيتوبه لاس په سر کيږي ، تحويل سوي پيسې يې د ټولني حق کيږي او هغه غړی نور دټولني له هغو اسانتياو چي مصرف لري ګټه نه سي اخستلای .

پورتنۍ تګلاره د ټولني د بنسټ ايښوونکي ديارلس کسيز کميسون تر منلو او تاييد وروسته د ۲۰۰۸ کال د جنوري نېټې د لومړۍ نېټې څخه د اعتبار وړ دئ .
د اړتيا پر مهال يا په هغه چارو کي چي په تګلاره کي يې څرګندونه نه وي سوې د ټولني دري کسيز مشرتابه د لس کسيز مشورتي کميسون سره يو ځای تر پريکړي وروسته بدلون پکښي راوستلای سي .

Post a Comment