پر افغاني کلتور د پرديو يرغل نه منو!

13 February, 2008 – 4:45 pm

د کورنيو او نړيوالو رسنيو څخه په خپرو شويو خبرونو کي مو واوريدل چي د افغان ولس او افغان کلتور دښمنان په لوی لاس د اساسي قانون عملي کوونکو چارواکو او خواخوږو مشرانو ته ستونزي پيدا کوي . د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د خپرو سوو معلوماتو له مخي هغوی د افغانستان داساسي قانون د عملي او د ملي وحدت رامنځته کولو له امله يو ژورناليست څو ورځي کسري معاش کړی داو د پرله پسې سرغړوني څخه وروسته يې له کاره ګوښه کړی دی .

اوس د بابي په نوم د ياد سوي ژورناليست پدرامي، افغانستاني انډيوالانو له خوا چي څه موده مخکي يې په جرمني کي د پټو غونډو راپورونه ازادو مطبوعاتو ته ورسيدل ، ويل به يې ( با افسوس بايد بګويم که باز هم در بانک نوتهای نو ما * د افغانستان بانک * ( پشتو ) نویشته شده است ) ، ددغې افغان ملي ضد ډلو ټپلو لارويانو اوس د اطلاعاتو او کلتور په وزير پسي را خستې ده او غواړي د قانون عملي کولو په جرم ؟ يې تورن کړي تر څو يو ځل بيا ددوی رهين مخدوم ډوله د افغانستان او افغانانو ددښمنانو او نړيوالو غلو استازی دې چوکۍ ته وګماري .

هر څه که رامنځ ته سي ګيله او مسوليت يې د ولسمشر حامد کرزي په غاړه دئ ځکه چي ولسمشر کرزی و چي خپل مرستيال احمدضيا مسعود او د ملي شورا ريس يونس قانوني يې د دوبی په نړيوال هوايي ډګر کي د مليونونو ډالرو غلا سوو پيسو سره تر نيول کېدو وروسته راخوشي کړل .

که چيري د اطلاعاتو او کلتور وزير ته هر ډول ستونزه جوړيږي معنا به يې دا وي چي ولسمشر کرزی هيوادپالو او قانون د عملي کوونکو ملاتړ نه کوي بلکي د غلو او لاره وهونکو مل او انډيوال دی .

په هيواد کي د عدالت او انصاف د عملي کېدو په هيله

عبيدالله نوري

کندهار کلتوري ټولنه – هالنډ www.larawbar.com/kcvn

Post a Comment