کندهار کلتوري ټولنه - هالنډ KCVN

پر افغاني کلتور د پرديو يرغل نه منو!
د کورنيو او نړيوالو رسنيو څخه په خپرو شويو خبرونو کي مو واوريدل چي د افغان ولس او افغان کلتور دښمنان په لوی لاس د اساسي قانون عملي کوونکو چارواکو او خواخوږو مشرانو ته ستونزي پيدا کوي . د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د خپرو سوو معلوماتو له مخي  هغوی د افغانستان داساسي قانون د عملي او د ملي وحدت رامنځته کولو له امله يو ژورناليست څو ورځي کسري معاش کړی داو د پرله پسې سرغړوني څخه وروسته يې له کاره ګوښه کړی دی .

اوس د بابي په نوم د ياد سوي ژورناليست پدرامي، افغانستاني انډيوالانو  له خوا چي څه موده مخکي يې  په جرمني کي  د پټو غونډو راپورونه ازادو مطبوعاتو ته ورسيدل ،  ويل به يې  (  با افسوس بايد بګويم که باز هم در بانک نوتهای نو  ما  * د افغانستان بانک *  ( پشتو ) نویشته شده  است ) ، ددغې افغان ملي ضد ډلو ټپلو لارويانو اوس د اطلاعاتو او کلتور په وزير پسي را خستې ده او غواړي د قانون عملي کولو په جرم ؟ يې تورن کړي تر څو يو ځل بيا  ددوی رهين مخدوم  ډوله د افغانستان او افغانانو ددښمنانو او  نړيوالو غلو استازی دې چوکۍ ته وګماري .

هر څه که رامنځ ته سي ګيله او مسوليت يې د ولسمشر حامد کرزي په غاړه دئ ځکه چي ولسمشر کرزی و چي خپل مرستيال احمدضيا مسعود او د ملي شورا ريس يونس قانوني يې د دوبی په نړيوال هوايي ډګر کي د مليونونو ډالرو غلا سوو پيسو سره تر نيول کېدو وروسته راخوشي کړل .

که چيري د اطلاعاتو او کلتور وزير ته هر ډول ستونزه جوړيږي  معنا به يې دا وي چي ولسمشر کرزی هيوادپالو او قانون د عملي کوونکو ملاتړ نه کوي  بلکي د غلو او لاره وهونکو مل او انډيوال دی .

په هيواد کي د عدالت او انصاف د عملي کېدو په هيله

عبيدالله نوري

کندهار کلتوري ټولنه – هالنډ www.larawbar.com/kcvn

د کندهار کلتوري ټولني تګلاره
د کندهار ټولني تګلاره

د کندهار کلتور ټولني تګلاره په لسو مادو کي د دې ټولني د مشورتي کميسون له خوا تصويب او تاييد سوې ده ، په تګلاره چي هر ځای ټولنه ليکل سوې ده معنا يې په هالنډ کي کندهار کلتوري ټولنه ده .

1.	دا يوه ناسياسي ټولنه ده چي په هالنډ کي د کندهاري ځوانانو او کورنيو سره په کلتوري او ټولنيزو چارو کي د همږغۍ او همکارۍ لپاره هلي ځلي کوي.

2.	هر هغه څوک چي عمر يې اتلس کاله پورته وي ، په کندهار کي زېږېدلی وي يا يې مور او پلار د کندهار ولايت هستوګن وي کولای سي ددې ټولني غړيتوب ترلاسه کړي .

3.	ټولنه به د خپلو غړيو سره د بيړنيو حالاتو په وخت کي لکه : په کور کي مړی ، په رخصتي کي د حادثې سره مخامخيدل  او داسي نورو پر مهال يوه اندازه مرسته کوي .

4.	ټولنه هڅه کوي چي د کورنيو د کوچنيانو لپاره د اړتيا وړ درسي او کلتوري مواد لکه هنري فلمونه ، درسي کتابونه او نور چمتو کوي او په واک کي يې ورکوي .

5.	ټولنه د ځوانانو او کوچنيانو د ښې راتلونکي لپاره په کال کي يو ځل کلتوري ، روزنيز او تفريحي پروګرام جوړوي دداسي موادو څخه لاسته راغلي پيسې د ټولني حق کيږي.

6.	ټولنه به په هالنډ کي په رسمي ډول راجستر کيږي ، بانکي حساب به لري د ټولني چاري به ددرو کسانو له خوا پر مخ بيول کيږي  لکه : د ټولني مشر ، د ټولني سکرټر  او مالي چارواکی .

7.	ټولنه بايد لومړنۍ پنځه زره يورو د سختو او بيړنيو حالاتو لپاره تل په خپل بانکي حساب کي وساتي .

8.	هر هغه څوک چي په ټولنه کي غړيتوب نه کوي يا يې نه لري ، د اړتيا ، سختۍ ، يا داسي حالت کي چي پر ټولنه مصرف راځي ، برخه نه سي اخستلای .

9.	د ټولني هر غړی د غړيتوب پاڼي تر لاسليک کولو وروسته ددغه تګلاري په منلو او ټولني ته هره مياشت د غړيتوب د ونډي په ورکولو مکلف دی .که پرله پسې درې مياشتي د غړيتوب ونډه تحويله نه سي ټولنه يې غړيتوب پای ته رسوي ، بياغړيتوب تر پوښتنو او پلټنو وروسته کيدای سي .

10.	کله که څوک پسله څو مودې د ټولني له غړيتوبه لاس په سر کيږي ، تحويل سوي پيسې يې د ټولني حق کيږي او هغه غړی نور دټولني له هغو اسانتياو چي مصرف لري ګټه نه سي اخستلای .

پورتنۍ تګلاره د ټولني د بنسټ ايښوونکي ديارلس کسيز کميسون تر منلو او تاييد وروسته د ۲۰۰۸ کال د جنوري نېټې د لومړۍ نېټې څخه د اعتبار وړ دئ .

د  اړتيا پر مهال يا په هغه چارو کي چي په تګلاره کي يې څرګندونه  نه وي سوې   د ټولني دري کسيز مشرتابه د لس کسيز مشورتي کميسون سره يو ځای تر پريکړي وروسته بدلون پکښي راوستلای سي .

د هالنډ او کندهار عکسونه
يو مي سوال جواب د قبر په پښتو کړې *** يو لحد پر کندهار درڅخه غواړم !

کندهار ښار ، د شهيدانو چوک ځکه ياديږي چي دلته د افغان انګرېز د جګړې د وخت شهيدان ښخ سوي دي

د هالنډ د ګلانو مشهور پارک ( کوکنهوف )

په کندهار کي د سردار مدد خان چوک چي په پارسي ورته چوکي مدد وايي. مخامخ دواړه سړکونه د عيدګا جاده په نوم ياديږي چي عيد ګا دروازې ته تللي دي .

واوړه را واوړه ، تازه ګلونه راوړه ***  په ګلو کي دي شپه وه ، تا تشه لمن راوړه .

نړيوال دي د افغان ماشومانو په ښوونه او روزنه کي برخه واخلي .

موږ له جګړې کرکه لرو ، موږ په خپل هيواد کي د سولي او امنيت او خپلو بچيانو ته د ښووني او روزني د حق ورکولو غوښتنونکي يو !

د کندهار کلتوري ټولني بنسټ کښېښودل سو!
د کندهار کلتوري تګلاره د ټولني لس کسيز مشورتي کميسون له خوا د ۲۰۰۸ کال د فبروري پر دوهمه د هالنډ د هارلم په ښار کي د يوې غونډي په ترڅ کي تر اوږدو بحثونو وروسته په لسو مادو کي تصويب او ومنله سوه .

په مشورتي کميسون کي دغو ښاغليو برخه اخستې وه لکه :

حاجي سلطان محمد احمدی ، محمد قاسم احمدي ،  فريد احمد ويال ، پښتون ويال ، عبيد الله نوري ، عبدالله احسان ، زلمی اختر ، همايون نوري ، عبدالحکيم پوپل ، محمد اکبر پوپل ، احمد الکوزي ، حميد هاشمي ، محمد داود . . . . ، نذير احمد  …  ولي الکوزي  او احمد مسعودي .

د پورته يادو سوو کسانو له منځه عبيدالله نوري او همايون نوري ځانونه د مشرتوب لپاره کانديد وټاکل چي د عبيدالله نوري د ښکاره رايو په اکثريت سره د کميسون له خوا مشر وټاکل سو .  وروسته د کميسون له خوا ميرويس ويال د اداري چارو مسول ( سکرټر ) او همايون نوري د مالي چارو مسول وټاکل سول .

د غونډي ټولو برخه والو وعده وکړه چي دوی به په خپلو سيمو کي د ټولني په اړه خپلو دوستانو او ملګرو ته احوال ورکوي او هغوی به د ټولني سره کومک او همکارۍ ته رابولي .

د ټولني مشر ښاغلي عبيد الله نوري او د مالي چارو مسول ژمنه وکړه چي هڅه به کوي چي ډير ژر د ټولني د رسمي راجستر کېدو او په بانک کي د ټولني لپاره د اکونټ د خلاصېدلو  کار پشپړ کړي .

غونډه د عبدالله احسان له خوا د خير او برکت ددعا په ويلو سره په داسي حال کي پای ته ورسېده چي ورپسې يې د غونډي ټولو برخه والو ددې غونډي جوړېدل يو ډير ضروري کار وباله او له امله يې يو بل ته مبارکي وويله .

عبدالله احسان