د کابل پاچا

July 26, 2009 – 7:55 pm

لنډه کيسه

سرو اوږدو ويښتانو يې د هر چا نظر جلباوه، د شنو چايو پياله يې مخ ته اېښې وه او ټول مجلس يې خولې ته ځير وو، اوږده قصه يې را اخيستې وه او ويل يې: موږ هغه مازديګر په خپلو سترګو ورته کتل چې په باغ کې ګرځېده، هغه پاچا وو او ډېر خاکسار سړى وو، لمر غره ته نږدې کېده او پاچا له خپلو اولادونو سره باغ ته راوتلى وو، هغه نو اوس پاچا نه وو اوس په يوه ليرې ملک کې اوسېده او له خپله ملک څخه خلکو پسې اخيستى وو.

يو وخت کې به د کابل په شاهي ارګ کې ناست وو، پوره خدمت يې کېده، هر څه به يې چې غوښتل ورته حاضرېدل به، هر څوک چې به ورتلل احترام به يې کاوه، ډېرو هغو به يې لاسونه ماچول، کور او خپل خپلوان يې هم د ټول هېواد د خلکو د درناوي وړ وو او بالاخره هره ښېګڼه پرې لورول شوې وه.

دا پاچا يې امان الله خان باله او ويل کېدل به چې هغه له انګريزانو څخه افغانستان ته آزادي اخيستې، ټولو به يې نامه ته درناوى کاوه، خبرو ته يې په کلکه غوږ وو او په نامه يې وياړ کاوه.

خو اوس هغه هېڅ هم نه وو، په يوه لېرې پراته هېواد کې يې خپلې لوڼې او زامن تر لاس نيولي وو او مات زړه د بل هېواد په يوه پارک کې په يوه ګوښه څوکۍ کېناست، لوڼو او زامنو يې وړاندې په شنه چمن کې ساتيرى کاوه، امان الله خان چې ستره کورتۍ يې اغوستې وه او ځان يې پکې غلى احساساوه آرام يې په څوکۍ کې ډډه ووهله، وړاندې په شنه چمن کې يوه ټکي ته ځير شو…

ښايي فکر يې کاوه چې څوک نه ورګوري، ښايي فکر يې کاوه چې پاچاهان کار نه زده کوي يواځې حکومت کوي، اوس که پيسې خلاصې شي څه به کوي…

قصه يې پسې اوږده کړه، په سر يې لاس را تېر کړ او موسک شو، آرام يې وويل:

- اوس نو پاچا نه وو…

دا د پاچا نه وو له کلمې سره يې اوږد اسوېلى وکړ، ما ورته مخامخ کتل، هغه خبرې بس کړې او هغه هم زما په سترګو کې سترګې وګنډلې، شاوخوا ناستو کسانو هېڅ نه ويل، ما غاړه تازه کړه غوښتل مې څه ووايم د مجلس پام ماته را واوښت.

- ځينې خلک ولې ملامت دي، او اوس ولې پرې د نورو زړه سوځيږي؟…

لکه چې خلکو ته يې خوند نه وي ورکړى چا پرې څه ونه ويل د قصې سړى رامخ ته شو، عينکې يې په سترګو سمې کړې او په سرو اوږدو ويښتانو يې لاس را تېر کړل، په کوټه کې چوپتيا واکمنه وه.

- مازيګر چې لمر غره ته نږدې کېده زموږ ټولو سوچ ريښتيا شو، پاچا ريښتيا پيسې نه درلودې، لا هم په چمن کې وو چې لوڼې او زامن يې پرې راټول شول، هغه لا د شنه چمن په منځ کې په يوه ټکي کې سترګې ګنډلې وې، سوړ اسوېلى يې وايست او د پارک پورې غاړه يې په لوړو او ښکلو ودانيو نظر واچاوه، د پارک په غاړه ښکلي موټرونه تېرېدل او نارينه او ښځينه وو لاس تر لاس نيولي وو او د پارک په غاړه يې قدم واهه.

يو يو کس به مالوم شو چې يواځې به روان وو او ملګرې به يې نه درلوده، شاه شاوخوا وکتل لوڼې او زامن پرې را چاپير شول ښايي هغوى به هم ورته څه ويل.

سړي بيا قصه پرېښوده چوپ شو، له لږ ځنډ وروسته يې وويل:

- مېرمن يې چې مړه شوې وه ډېر خپه وو، په هغه ورځ يې خلکو ته ويل چې مړى يې هغې خاورې ته يوسئ چې يو وخت يې په زوره تر دې خاورو را وشړلو، سترګې يې نمجنې وې خو ژړلاى يې نشو. په هغه ورځ چې د ده د مېرمنې جنازه بارېده لوڼو او زامنو يې سخت ژړل ويل يې موږ هم ورسره بوځئ، خو پلار يې دا خبره نه اورېده…

سړي بيا خبره خوشې کړه، سر يې وخوځاوه او آرام يې شاوخوا وکتل، سوړ اسوېلى يې وکړ او د چايو پياله يې ورنږدې کړه، په تندي يې خولې وې، د عينکو له کونجونو يې شاوخوا له نظره تېروله آرام يې وويل:

- ښايي ځورېده به چې لوڼو او زامنو يې دا خبره کوله

ما هم غوښتل څه ووايم خو لکه چې چا خبرو ته نه پرېښودم، د هغه مازيګر دوه ساعته داسې راته ښکارېدل ته وا د دې خاورې شاه پکې ډېر ځورېدلى دى. د قصې واله زياتې خبرې نه کولې دې خبرو يې هم ډېر خوشحاله کړم.

ډېره شېبه په ټوله کوټه کې چوپتيا واکمنه وه او بيا کوټه خالي شوه او د قصې والا سره له ټولو ملګرو ووت، زه يواځې پاتې شوم او په وړاندې دېوال باندې مې د امان الله خان تصوير ته کتل.

د قصې والا د کوټې له کړکۍ را تاو شو او د کوټې د ننه يې خوله را اوږده کړه.

- هې ته باور وکړه چې په هغه مازديګر همدا ستاسې پاچا چې يو وخت يې ټول هېواد ته پلانونه جوړول او له بدبختيو يې ايسته، د سوال لاس اوږد کړ خو سخت زهير شو، سخت سخت يې د شپې ژړلي وو…

ما ته يې خبرو خوند نه راکاوه، کله کله به مې له ځانه سره ويل چې نو ولې دې خلکو نه وو منلى؟ يابه مې هم ويل چې نو ولې يې هغه پردى هېواد ځاى شو… خو هره پوښتنه مې داسې ځاى ته رسېده چې ځواب يې نه له ما سره وو او نه هم د سرو ويښتو والا پکې څه ويلاى شو.

سړى د کړکۍ له خولې روان شو او زه يو ځل بيا يواځې شوم دا ځل چې راپورته کېدلم نو د جلال آباد په هغه سيمه مې سترګې ولګېدې چې يو نامتو پاچا چې يو وخت ترې انګريزان سخت ډارېدل پکې خاورو ته سپارل شوى وو.

ته وا د قبر خاورې يې هم له سړي ځان پټوي غلې مالومېدې…

کابل

يکشنبه، د زمري څلورمه- ١٣٨٨

Post a Comment