د غره عملیات

July 31, 2009 – 6:53 pm

آسمان خړ وو، د دېوال غوندې لوړ غره په لمن کې د پراته خړ کلي په څنګ کې د غونډۍ په سر د پوځي بلوک فضا هم چوپ مالومېده، دا غرنی بلوک وو او څلورم سرتېری یې همدا نن شپه وژل شوی وو، سرتېری د دریم ډلګي وو او په ډېر ډارونکي ډول وژل شوی وو په بدن یې خولې لګول شوې وې، ټول بدن یې وینې وینې وو، بل سرتېری چې ورسره ټپي شوی وو ، د بلوک په انګړ کې یې نورو سرتېرو ته په غره کې د ویروونکو موجوداتو کیسه کوله، د ټولو رنګونه الوتلي وو، ویرجن او ډارمن مالومېدل.

دا دریم څلورم ځل وو چې ټول سرتیري په یو ځل تلل او نور راتلل، له هر پوځي بلوک څخه یو دوه کسان وژل شوي وو.

خلک د بلوک ودانۍ ته ورټول شوي وو او کله دودانۍ د ننه او کله بهر وو، ټول خپه مالومېدل او یو بل ته به یې آرام ویل:

- موږ ورته ویلي وو چې نږدې مه ورځئ

ټولو خلکو به حیران حیران کله غره او کله یو بل ته وکتل، د غره په لمن کې شین لوړ چمن وو او سترو سترو بوټو او ونو یې مخ پوښلی وو، ناڅاپه یو ځل بیا ویروونکو غږونو د پوځي بلوک فضا ګډه وډه کړه، خلک د غره خواته غږونو ته متوجه شول. غږونه زیاتیدل او د بلوک په لور به یې تیږي ویشتې.

سرتیري بام ته ورپورته شول، ټول غوسه مالومېدل خو خلکو پرې له لاندې چیغې کړې:

- ډز پرې مه کوﺉ اوس مو هم دا نخرې کولې چې د څلورو مړو جنازې درته پرتې دي…

سرتېري د بلوک د ودانۍ په څلورو برجونو کې ګوته په ماشه ناست وو، ټول سرتیري خړ او ډاره من مالومېدل، یو ډول وېره په بلوک کې خپره وه، د درې واړو ډلګیو سرتیري بلوک ته راغلي وو او د هغو سرتېرو زخمونه یې وکتل چې د غره د نامالومو موجوداتو لخوا وژل شوي وو.

د وژل شوو سرتېرو بدنونه ټول د وهلو وهلو له امله پړسېدلي وو، ټول هډوکي یې مات شوي وو او سرونه یې هم له پېژندلو وتلي وو. خلکو به چې د سرتېرو مړي ولیدل نو آرام به یې د غره په لور وکتل او له غره څخه راوتونکو غږونو ته به ځیر شول.

له مرکز څخه راغلو سرتیرو هم حیران حیران کتل له څنګه ولاړ سپین ږیري ته ور په غوږ شو او په غوږ کې یې ورته وویل:

- دا څه رنګ موجودات دي، کلیوال هم پاذابوي کنه ؟

سپین ږیري سړي شاوخوا وکتل سوړ اسویلی یې وایست او آرام یې وویل:

- والله څه ووايم، موږ خو يې په اړه څه نشو ويلاى.

عسکر د سپين ږيري سترګو ته وکتل او د هغه په سترګو کې يې د يو ډول دروغو نښې کتلې، لکه چې سپين ږيرى هم د هغوى پلوى وي يا ورسره تړلى وي، له خبرو يې د يو ډول دروغو نښې ليدل کېدې.

سرتيري ورته ځير ځير کتل او شاته ترې روان شو، بلوک ته په ورټولو شوو ټولو خلکويې نظر واچاوه، ټول ورته د مخامخ سپين ږيري غوندې ښکاره شول، آرام يوې خواته ودرېد داسې ښکارېده ته وا ډېرې پوښتنې ورسره په ذهن کې شته خو د مطرح کولو جرات يې نه کاوه.

د سترګو په رپ کې ټول افسران په وړاندې ستره خونه کې راټول شول، لوړ ځوان افسر له مخامخ دروازې خونې ته ور ننوت او خواته ودرېد، ټولو افسرانو ورته سلامي ووهله، هغه غاړه تازه کړه او ويې ويل:

- نن غواړو تاريخي عمليات وکړو، داسې عمليات چې د تل لپاره دا ملک لدې عجيبو موجوداتو خلاص کړو، تاسې به دا پيغام خپلو ټولو سرتېرو ته ورسوئ، دعملياتو قومانده به له ماسره وي او نن تر ټولو ښه فرصت دى څو له هغو خلکو چې دلته را ټول شوي، د هغوى له راتګ څخه هم استفاده وکړو، اوس به درته استخباراتي راپور واورول شي او تاسې به يې تر خپلو سرتېرو پورې ورسوئ.

خپله شاته شو او خواته ولاړ افسر يې را مخته شو او په لاس کې شنه دوسيه يې پرانستله او د راپور په لوستلو بوخت شو.

بهر خلکو تېرېدونکې پېښې په ځيرکۍ څارلې خو چا څه نه ويل، خو د سرتېرو تر منځ يو ډول بېړنى حالت واکمن وو.

څه شېبه د بلوک په ودانۍ کې بې نظمي روانه وه چې د بلوک قوماندان را ووت، لوړ ځوان وو او سترګې يې اوبلنې او سرې مالومېدې، د دروازې خواته ولاړو دوه سرتېرو ورته سلامي ووهله او هغه وړاندې تېر شو او په يوه لوړ ځاى ودرېده، کله به يې وړاندې د مړو تابوتونو ته وکتل او کله به يې خلکو ته مخ اړاوه غاړه يې تازه کړه او ويې ويل:

- تاسو پوهېږئ چې موږ نن تلفات ورکړل او لدې ناحيې نه تر اوسه ډارول کېږو، دا يواځې موږ نه يو له موږ وړاندې نور خلک هم په دې وړاندې غره کې شته موجوداتو پسې اخيستي دي، څوک يې وژلي او څوک يې هم ژوندي ورک کړي دي، زه خوشحاله يم چې ستاسې د کلي په خلکو يې کار ندى درلودلى خو د ليرې کليو خلک يې هم ډېر پاذاب کړي دي…

خلک يې خبرو ته ځير غوږ وو او د هغه په پوځي خولۍ او پوځي جامه کې يې سترګې ګنډلې وې، ځوان ډېرې خبرې وکړې خو ناڅاپه يې ګوته د خبرداري په توګه وخوځوله او په لوړ آواز يې وويل:

- … زه نور اجازه نه ورکوم چې دا موجودات دلته د قانون استازي او ملکي خلک د خپلو وحشيانو حملو ښکار کړي

خلکو ټولو يو بل ته وکتل، آرامې ګنګوسې پيل شوې او ځوان افسر پکې سترګې ګنډلې وې، يو څه د خلکو خبرو ته ځير شو بيا يې غاړه تازه کړه.

- … ښه غوږونه خلاص کړئ، تاسې به فکر کوئ چې موږ به لدې موجوداتو وويريږو، خو نه موږ نه ويريږو دا ځل به تر وروستۍ سلګۍ پرې جګړه کوم او له بيخ او بنياد سره به يې درته له منځه يوسم.

د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوه ځينو خلکو د بهر په لور د تللو هڅه وکړه، خو ځوان پوليس د دروازې لور ته ولاړ سرتيري ته امر وکړ چې چاته د بهر وتلو اجازه ورنکړي.

د بلوک حالت بيړنى شو، له مرکز څخه د نوو راغلو پوليسو قوماندان هم رامخته شو او خپلو سرتېرو ته يې شپېلۍ پو کړه، سرتيري ليکه ليکه د دروازې په لور له خپلو وسلو سره يوځاى ودرېدل، ټول سرتيري په يو غږ د دروازې لور ته روان شول. په انګړ کې ولاړ ټول خلک د سرتېرو لخوا کوټو ته بوتلل شول او ځوان لوړ افسر د نورو سرتيرو په مخکې بهر ووت، د بلوک په بامونو ولاړو سرتېرو هم منډې پيل کړې او د درنو وسلو خولې يې د غره لور ته سمې کړې.

ځوان قوماندان تر مخ وو او له نورو سرتيرو سره يوځاى منظم د غره لور ته د نږدې کېدو په حال کې وو، قوماندان دغره لمنې ته په نږدې کېدو سره په لوډسپيکر کې غږ کړ:

- فقط نيم ساعت وخت لرئ، اول خو غواړم چې له مقاومت پرته تسليم شئ او که نه وي نو تر نيم ساعت کې به مو ټول چالونه له خاورو سره برابر کړم

د غره په ډډه کې نرۍ دوړه پورته شوه او تور ګرد په شاوخوا ځنګل خپور شو، سرتيري په چټکۍ سره ليکه ليکه په ځنګل ورګډ شول او مخ په غره يې يون کړ، سرتيري به د غره نيمايي ته رسيدلي وو چې له پاسه پرې ډزې وشوې، شاوخوا يو ډول تعجب او حيرانتيا واکمنه شوه، ځکه تر اوسه دې موجوداتو خلک په خولو وژلي وو خو اوس يې د ټوپکونو ډزې وکړې.

قوماندان په لوډ سپيکر کې په خپلو سرتېرو غږ وکړ:

- ور وړاندې شئ اوس خو نو په حقيقت پوه شوئ…

لدې سره په غره د ډزو باران جوړ شو، د کنډک د ودانۍ له بامه هم د غره په ډډه کې يو شمېر نښې ويشتل کېدې او درنو ډزو سيمه په سر واخيسته، سرتيري په ټول غره تيت شول او په غره کې دوړې زېاتې شوې، ټوله ورځ د غره په سر ګردونه وګرځېدل او ډزې وشوې…

لمر غره ته نږدې شو، ډزې آرامې شوې وې او سرتيري بېرته خپل کنډک ته را ټول شوي وو، د نوو تلفاتو د خوندي کولو او ليږدولو لپاره هم بندوبست روان وو، او له مرکز څخه هم ګڼ موټرونه د کنډک مخې ته ور ټول وو، ګڼ چارواکي په شاوخوا کې ليدل کېدل او خبريالانو هم تصويرونه اخيستل…

مازيګر ناوخته لوړ ځوان د ولاړو دريو مقاماتو په وړاندې خپل راپور لوست،

- … دا ټول د نشه اي توکو قاچاقبران وو، دولس کسان يې له نږدې کليو څخه وژلي او شپږ تنه يې ټول پوليس وژلي دي، پنځه کاله يې په دې ځاى کې فعاليت درلودلى او د لاندې کلي له خلکو سره هم تړاو لري، ټول مالومات يې د شپنو لخوا را ټولول…

نن شپه د نورو شپو پر خلاف د غره پر سر د پوليسو د نوې پوستې څراغونه روښانه وو…

کابل ١٣٨٧، ٠٥، ٠٧

Post a Comment