ژوند او کيسه

August 7, 2009 – 7:34 pm

شپږم ليک

سلامونه، هيله ده خوښه او خوشحاله به يې، ډېره زياته موده وشوه چې نه مې څه درته وليکل او نه مې له تانه څه تر لاسه کړل، خو دا ژمنه کوم چې په نورو ليکونو کې به درته ليکم چې په دې ورځو کې مې څه کول، که ريښتيا ووايم يواځې مې بد خبرونه اورېدل او بدې پېښې مې په سترګو کتلې، هيڅ مې له زړه څخه دا ګردجنه پرده نه ټولېده، نن مې زړه وغوښتل چې له ژونده درته وليکم، له خپله ژونده او په خپله له ژونده…

کله کله په ځان وخاندم، چې څوک رانه وپوښتي چې څنګه يې يواځې وايم ( ښه يم ژوند دى تېريږي) خو وروسته بيا پښېمانه شم او زړه مې غواړي چې دا خبره بدله کړم، او يوه بله جمله يې پر ځاى وکاروم، خو بيا هم خولې ته نه راځي.

د ژوند کلمه چې کله اورم ډېر نور څيزونه مې هم ذهن ته راځي، کله کله دا ژوند راته هغه خبره ښکاره شي چې يو چا ويلي وو چې ژوند يعنې څه ؟ ژوند يعنې باد کې سفر، يعنې باران کې مزل، په سپيده داغ کې راويښ او په سره غرمه کې ويده…

ريښتيا هم هغه سهار چې بشر را ويښ شوى ته وا لمر هغه وخت روڼ مالومېده، ځمکه لکه په پاکو اوبو پرېمينځل شوې صافه او پاکه وه، په ځنګلونو کې يوې يوې مرغۍ سندره ويله او په غرونو او رغونو کې غټ غټ حيوانات ګرځېدل، لمر به حرکت کاوه او د غرونو په سرونو کې به له يوه يوه غار څخه د ژوند د ګرمې سندرې غږ را ټيټېده… هغه مهال وو چې لمر هم کرار کرار د آسمان منځ ته سفر کاوه…

لمر ډېر پورته شو انسانان هم له غرونو څخه دښتو او هموارو ځمکو ته راښکته شول، هغه مهال چې د شنو سبو ټکورۍ يې په لاس کې نيولې وه له خيرنو ويښتانو سره يې هغه خوا او دې خوا په خوراکي سبو پسې چکرونه وهل لمر ته يې ډېر پام نه وو او يواځې يې خپل کار کاوه او له ژوند څخه يې خوند اخيست.

کله چې لمر اسمان نيمايي ته را ورسېد انسانان هم په ټولو دښتو او ښارونو کې خپاره شوي وو او اوس يې نوې نوې نخرې هم زده کړې وې، هره ورځ به يې جګړه کوله او هره ورځ به يې په يوه ښار او بل ښار کې د خلکو وينې تويولې، ځينو به د نړۍ او انسانيت په هاغه لومړي خوى اوخصلت باور درلود او خلکو ته به يې د هغه لومړني وخت يادونه کوله او له جګړې به يې بد راتلل… خو هماغه مهال وو چې د چړو تېره تېغونه د توپ او هاوان په شپېلۍ بدل شول او يواځې يې په جګړو فکر کاوه…

لمر نور هم غره ته نږدې کېده او په هوا خپاره شوي ګردونه نور هم ډېر شول نور نو غرونه کرار کرار له چيغو په آرام شول او ګردونه هم د غرونو لمنو ته په راټېټيدو شول.

زما خو ښه په ياد دي چې دوى د دې سترې ځمکې ګېډه څېرې کړه او ترې بهر ووتل، سترګې يې خلاصې شوې او په نړۍ کې يې د سترو انقلابونو خوبونه وليدل، ښايي يو چا به ورته نور پيغامونه هم راوړل خو چا پرې سر ندى خوږولى او په هغه ليونۍ نڅا کې چې هماغه ستړي انسانان پکې ګډ وو، نور هم ګرم شول.

زه چې اوس زموږ د کلي په مخامخ غره د لمر وړانګو ته ځير يم هغه وخت مې سترګو ته ودريږي چې خلکو جرات کاوه له غره څخه د هواريو په لور وخوځېدل او له ځانونو سره يې غټ غټ بدلونونه ليږدول.

د هغه سړي خبره چې ژوند يعنې څه؟ يعنې باد کې سفر يعنې باران کې مزل او په سفيده داغ کې راويښ په سره کې ويده راته هسې مجسمه شي ته وا په ريښتيا هم همداسې پېښې راباندې تېرې شوې دي.

په باد کې سفر خو به تا هم تجربه کړى وي، سړى هېڅ نه پوهېږي کومې خواته روان يم، کله سړى يوې خوا ځي او کله بلې خوا، ماته خو کله کله غوسه راشي چې زه کومې خواته ځم او باد مې کومې خواته وړي…

د باران مزل هم همداسې دى، کله کله د آسمان په لور په پټو سترګو وګورم او بيا سترګې موښم مخې ته مې ګورم، ټول بدن او ټولې جامې مې لمدې وي تر څو چې تر ځايه رسېږم ټول توبه توبه وم…

خو زه نه پوهېږم چې په سفيده داغ کې له راويِښېدو سره موږ ليدلى خوب تر کومه په ياد ساتلى شو، او په سره غرمه کې مو ځانته پام شوى وي که نه چې لمر څرنګه د اسمان تندي ته پورته شو او ځمکې ته يې سترګې برګې کړې.

خو د باد او باران په سفر کې زموږ د کلي د غره په سر هغه توره ګټه له اوله تر اوسه ثابته پاتې ده، زه کله کله راځم دلته پرې تاته کيسه ليکم، اوس هم په هماغه ګټه ناست يم او تاته کيسه ليکم، ښايي سفيده داغ مې تر اوسه له ياده ندى وتى او له دې ځايه به له باد او باران وروسته لمر هم ښه ښکاري… خو زه کيسه ليکم…

ځينې خلک په ما پورې خاندي، ځينې خو راته مخامخ وايي چې ليونى يې او ځينې به بيا له نورو سره په خبرو کې زما په اړه وايي چې ( پوره ليونى دى…

زه به ښايي ريښتيا هم ليونى شوى يم ځکه زما په حافظه کې کله کله د هغه وختونو کيسې ژوندۍ شي چې هاغه وخت ژوند بله بڼه درلوده، لکه چې زه د دغه غره پر سر ناست يم او پخوا ته ورګورم، داسې خبرې خولې ته راشي چې نن ورځ ټول پرې خاندي او فکر کوي چې له غرونو له راښکته کېدو يې وروسته ښه کارونه کړي…

خو ښايي ډېرو ويلي وي او ما هم چېرته ويلي وي چې خپل زړونه او خاطرونه يې له ياده ايستلي ځکه نن يې هم زړونه ستړي دي او هم … ژړا ته نږدې دي…

نور دې سر نه ګرځوم هسې مې د زړه بړاس درته وايست، په راتلونکي کې هم درته ليکم، دا ځل ډېر نور شيان لرم چې درته وليکم، غواړم له هغو کسانو بيا ګيله وکړم چې په کيسه يې نيوکه کوله، خو زه به ليکم…

کله کله مې هېڅ زړه نه کېږي چې له غره ښکته شم، زړه مې غواړي يواځې وليکم او د باد او باران له تېرېدو وروسته د لمر کيسه وليکم، خو له بلې خوا ډاريږم چې څوک به راباندې غوسه شي…

اوس دې په خداى سپارم، ښاده اوسې، زه هم له غره ښکته کېږم او له هغوى سره د ژوند ګرمې نڅا ته ورګډېږم او زه هم ورسره لاسونه اړوم…

ښايي کله کله ووايم چې ( هۍ ژوند دى تېريږي…

خو…

دومره پوهېږم چې پخوا تر نن ښه وه…

کابل

١٣٨٨، ٠٥، ١٦

Post a Comment