لمر او کيسه
August 12, 2009 – 8:02 pm
اووم ليک
سلامونه، وخت ډېر تېر شو خو ما ژمنه کړې وه چې ځينې څيزونه به درته ليکم خو همداسې پاتې شول او ما وخت پيدا نکړ، په هغه پخواني ليک کې مې د لمر په اړه ويلي ووچې له لمر څخه به درته ليکم، نه پوهېږم کله ځانته حيران شم چې له داسې شيانو درته ليکم چې دا نور خلک هېڅ ورګوري هم نه ښايي يو شمېر را باندې غوسه هم شي خو زما له لمر سره جوړه ده کله کله ورته مخامخ کېنم… او کيسه يې خوند راکوي…
کله به تاته هم چېرې فکر پيدا شوى وي چې له لمر ګيله وکړې او ياهم له لمر نه مننه وکړې، ما ته همدا پټپټونى ډېر په زړه پورې دى.
کله چې لمر را وخيږي ته وا خوبولى دى او نوى نوى د شپې د تيارو له منګولو خلاص شوى دى، په هاغه لومړي سر کې يې له ځمکې سره د خبرو اترو لپاره لېوالتيا په سترګو کې ښکاري لکه زه چې کله کله کمپيوتر ته کېنم او تاته ليک ليکم… يا هم کيسه کوم…
د لمر کيسې ډېرې خوندورې وي، ځمکې ته مخامخ سترګې ونيسي او له ګيلو را پيل کړي او بيا پرې د بيدارۍ غږ کوي، ځمکه هم لکه چې له درانه خوبه پاڅېدلې وي، سر وڅنډي، سترګې وموږي او په لمر کې سترګې وګنډي.
خو افسوس چې موږ يې کله ناکله کيسو ته غوږ نه نيسو، ټول له خپلو بورجلونو راووځو، سترګې وموږو يواځې دومره ووايو چې ( هاو!.. لمر هسک ولاړ دى)…ښايي کله کله به د لمر هم ګيله وشي چې پداسې ساړه هرکلي يې نمانځو…
موږ له خپلو ځالو لا نه وو راوتي، سترګې مو په هر څه نه وي لګېدلې چې لمر خپله کيسه پيل کړې وې، کله کله خو بهر ولاړ يو او د لمر د راپورته کېدو منظره په سترګو ګورو چې ټول يې ماته ډېر خواږه وي.
هلته د خټينې کلا په مخ کې سړى ولاړ وي او شاوخوا ګوري، کله خپلې شاوخوا ته وګوري او کله د لمر لور ته د سترګو تر کونجونو ته ګوري، زه هم همداسې يم چې سهار د کوټې له کړکۍ څخه وګورم چې په مخامخ دېوال لمر لګېدلى وي، د راتلونکې ورځې ټول تصوير مې په ذهن کې وګرځي او ګرمي يې را په ياد شي، که ژمى وي خو پرې شکر باسو او که اوړى وي نو کله کله بد هم ورګورو، خو لمر را باندې ځان ناګمانه اچوي او له ځمکې سره خپلو هېشنيو کيسو ته دوام ورکوي.
کله چې له غره پورته کېږي ښکته په ځمکه نظر اچوي، يو ځاى دوړې پورته کېږي، د سترې لارې په منځ کې بار اوښان او څاروي له خپلو بارونو سره آرام آرام خوځيږي او مخ په وړاندې د غرونو منځ کې شنې درې ته لاره ورلنډوي.
هغه بلې خوا ته ډزونه د سړي غوږونه کڼوي، په ګټو باندې ناست وګړي په سپېرو خاورو کې ډوب او سپېره ستړي ستړي مالوميږي او شونډو يې د وينو منګ نيولى، د خپلې درنې وسلې مخې ته پورت دى او وړاندې سړى په نښه کوي او ډز پرې کوي، کله کله خو هغه د لمر وړانګو ته ښکاره شي چې په ځمکه را پرېوځي او ساه ترې ووځي او کله هم له لمر څخه پناه وي.
د ځمکې کيسې خو نه چوپ کېږي، ته وا لمر ټوله ورځ ورته په يوه ډډه پروت دى او دا کيسې اوري، د شنو ونو په غېږ کې په شنه خړه کې بهېدونکى سيند به دې کله له نږدې ليدلى وي، هرڅو چې سړى ورته نږدې شي پام يې بلخوا نه کېږي، له ځانه سره خپلې لارې ته دوام ورکوي، په دې ښه پوهېږم چې د شپې هم په هماغه راز بهيږي چې د ورځې يې ګورم.
هسې به له نورو درته خبرې نه کوم سر دې په درد نشي خو يوه ورځ مې ته هم له ځان سره د لمر ځاى ته هسکه کړې واى، له هغه ځايه دې بشر ته را کتلي واى په خداى ګوته په غاښ به پاتې شوې واى، يوځاى له ځمکې آسمان ته سپوږمکۍ توغوي، او بل ځاى له هوا نه په خلکو بمونه را غورځوي، يو ځاى خلکو له ډارونو او ستونزو نه لاسونه د آسمان لور ته نيولي او بل ځاى د هېچا غږ نه پورته کېږي او د انسانانو په لاس جوړې شوې ودانۍ او تور شوي سړکونه د انسانانو کيسې کوي…
لمر چې ټوله ځمکه په غېږه کې را واخلي او کيسو ته يې غوږ را نږدې کړي، د ځمکې وجود له مينې ګرم شي او ځان يې آرامې سندرې ته غوږ ښيي ته وا پټه نڅا کوي.
کله چې غره ته نږدې شي، د تېرې شوې ورځې په کيسو خاندي، داسې ښکاري ته وا چې د غره شاته به د ورځې په اوږدو کې له ليدلو پېښو سترګې مينځي…
خو تر ډېر مهم يې دادي چې سهار راپورته شي، او بېګا بېرته په غره کيني، د آدم ع په وخت کې يې هم ښايي همدا نخره کوله، او خداى خبر تر کله به دې کار ته دوام ورکړي، ريښتيا يې يو کار ډېر په زړه پورې دى چې هر وخت سړي ته دا ورپه يادوي چې وخت تيريږي…
زه چې کله ورته ګورم له ځان سره وايم چې د نړۍ ټولې کيسې له لمر سره دي، کاش چې ګويا واى او موږ ترې د ښه ژوند چل زده کړى واى، خو خير ته پدې کار ټينګار وکړه کيداى شي چې يوه ورځ ترې دا رازونه را وباسې.
زه لمر ته نور څه نلرم
خو…
نه پوهېږم چې ولې يې تر اوسه چا کيسه نه ده ليکلې…
٢١- ٠٥ – ١٣٨٨