غم او کيسه

August 18, 2009 – 8:01 pm

اتم ليک

سلامونه، هيله ده ته به خوشحاله يې، هيله ده ته به غم ونلرې، هيله ده ته ما غوندې له ستونزو سره نه يې لاس او ګرېوان، ته چې له دې ځايه تللې يې دېخوا ريښتيا غمونو خوله لګولې، نړۍ بله جامه اغوستې او تندى يې ترينګلى ښکاري.

زه ډېر کله له داسې حالت سره مخ شم چې زړه مې پکې چوي، خو خوښۍ مې په يوه شېبه کې له ذهنه هسې کډه وکړي ته وا په ژوند کې چېرته ورسره نه وم آشنا شوى.

کله مې په زړه او ذهن تکه توره پرده خپره شي او له خولې مې هېڅ خبره نه وځي، هسې احساس کوم لکه دا نړۍ چې راته يوه ناوړه او وژونکې بلا شوې وي او هره شېبه مې له مرۍ ونيسي او ومې وژني، ډېر وخت مې ځانته چرت نه وي خراب د کورنۍ په هر غړي ډارېږم او ته وا زړه مې څو ځايه دى له هر يوه سره مې په زړه کې پخه سودا وي ښايي دا يې هم يو لامل وي چې چرت مې خراب شي.

کله کله خو چې په خپل شاوخوا کې د خلکو ګرم ژوند، شور او خندا ګورم او اورم هسې احساس کوم چې طبيعت يواځې په ما غوسه شوى، هغه وخت خو پرېږده چې دبدن کوم غړى مې درد کوي، بيخي شل وم، لاس مې کار ته نه ورځي او له ټولې نړۍ مې کرکه کېږي.

کله کله په انسان غوسه شم، د انسان پنځون ته متوجه شم او په اوسنۍ ټولنه کې يې د غوسې او بې رحمۍ سرې سترګې راته سترګو ته ودريږي، هغه ګټې چې انسانان يې په پښو تړلي يوه يوه مې له سترګو تېرې شي، د انسان د پنځون له لومړيو د وږې ګېډې له غمه په دې سپېره نړۍ هغه خوا او دې خوا منډې کړې، کله کله پرې نورې غوښتنې بريالۍ شوې او سخت سخت يې ځورولى دى.

هغه خو يې پرېږده څه څه قوانين يې ونه پنځول؟، څه څه يې کارونه يې ونکړل چې خپل اندونه په نورو وتپي، تا خو وليدل چې له هغه اوله تر اوسه يې مذهبونه څومره ستړي کړل؟…

نن يې هرڅه چړه ګرځېدلي، د بشر په لاس جوړ قوانين د خلکو سرونه پرې کوي، دوى فکر کوي چې په نړۍ کې يې سترې ټولنې جوړې کړې خو دروغ وايي، ته والله خپله ورته وګوره دروغ نه وايي؟… ډلې ډلې ځانته قوانين لري د بلې ډلې قتل روا دى، پردي لاسونه د بل د وژلو لپاره له پرديو لاسونو سره يوځاى شوي دي، ته وا د بشر عقل ورځ په ورځ سوليږي او کميږي سړى حيران پاتې شي… له کيسې هم مزه کډه وکړي…

هغه څوارلس سوه کاله وړاندې چې دمدينې منورې په افق د آذان غږ شو، څه سکون خپور شوى وو؟… کاشکې موږ هم حس کړى واى، هره ورځ چې د بشر له لومړيو ورځو را ليرې کېږو زموږ ورځ له يوې بلې ته بديږي…

تاته خو مالوم يم څه چې مې په زړه کې وي هغه په خوله هم وايم، زه په خپل ځان ډېر ويرېږم، لکه د هستۍ خداى چې مې هر ځاى ساتي ډېر ډاډه هم يم، هر کار چې کېږي فکر کوم چې د څښتن لورينه وه، حتى که ډېر غم وي او ډېر مې چرت خراب وي فکر کوم چې دا هم ښايي زما په ګټه ده، په کلي توګه هر څه چې زما په اړه کېږي د ځان په ګټه يې ګڼم، نه پوهېږم د دې فلسفه څه ده ژوند خو کله کله ځان ته تعريف کړم خو ټول خلقت راته کله کله پېچلى شي او نظر پرې نشم ورکولاى، خو يواځينى کار چې کولاى شم هغه کيسه ليکل دي… زه پرې کيسه ليکم…

همدا اوس چې تاته مې ليک ليکل پيل کړل غم مې غلط شوى، ډېر پرې فکر نه کوم خو دا چې وروسته به څه کېږي جدا خبره ده خو همدا اوس فکر کوم چې زما په ګټه به وي.

وبخښه چې بيا مې دې ډېر وخت ونيو، خداى دې خير کړي، ته دې خوشحاله اوسې، زړه ته دې هرڅه ته لاره مه ورکوه، وخت ښه نه دى…

خو…

سکون کډه کړې او موږ له خپل ځانه ليرې کېږو…

کابل

Post a Comment