انقلابي وينا
September 28, 2009 – 2:52 pmوړوکى سړى وو، ککرۍ يې په سالون کې ځوړندو سترو ګروپونو ته رڼه برېښېده، غلى د خلکو په منځ کې ناست وو، خلکو ټولو په هغه کې سترګې ګنډلې وې، په ځير ځير يې ورته کتل، هغه سپينې جامې اغوستې وې، سپين څادر يې په غاړه پروت وو او کله چې له ځايه پورته شو کالي يې هم ډېر عادي او خړ ښکاره شول.
مخامخ مايک ته ودرېده، وړاندې لدې چې خبرې پيل کړي لاس يې پورته کړل، په پټه خوله يې خلکو ته اشاره وکړه ته وا غواړي چې غېږه ترې چاپېره کړي، زه په ګڼو څوکيو کې وړاندې ورته مخامخ ناست وم، د هغه هر حرکت مې په ځير ځير وڅاره، د نړۍ ټول انقلابونه را ياد شول، يواځې څو سوه کاله کېدل چې په نړۍ کې خلکو د دغه راز چټکو انقلابونو چل زده کړى، ښايي خلک هوښيار شوي دي او پوهه يې لوړه شوې خو پدې نو نه پوهېږم مګر د انقلاب فکرونه ماته ډېر جالب وو چې يو انقلابي څرنګه ويناکوي…
خلک له ډېرې خوښۍ ټول پورته شول، ټولو چکچکونه وهل، په خپلو جامو کې نه ځايېدل، په زوره زوره يې شپېلاکونه وهل، ټوله فضا يې له خوښۍ ډکه کړه، زه خلکو ته فکر يووړم، خلک ولې داسې په شور او زوږ سره ورته پورته شول؟ دا وړوکى سړى هغوى ته څه ګټه رسولاى شي؟ خو داسې ښکارېده چې دې را ټولو شوو انسانانو د خپل نېکمرغه ژوند د جوړولو لپاره د هغه د افکارو او د هغه د پلانونو لپاره د هيلو کتار روان کړى وو او په اخلاص يې ورته چکچکې وهلې. د هغوى له شور او زوږ څخه داسې ښکارېده که چا پرې غږ کړى واى چې د دغه کس لپاره ځان قربان کړه ښايي دا کار يې هم کړى واى…
وړوکى سړى په مايک را وړاندې شو، لومړى يې لاس مچو کړل او بيايې خلکو ته وښورول، د خلکو چېغې نورې هم هوا ته پورته شوې، ټولو په يو ډول دريځ ته په ولاړ وړوکي سړي کې سترګې وګنډلې او يواځې دې ته منتظر وو چې هغه يو څه ووايي.
وړوکي سړي په سينه لاس کېښودل او د ناستو خلکو له ژور درناوي وروسته يې آرامې خبرې پيل کړې، د هغه له خولې له راوتونکې لومړۍ کلمې سره په خلکو درنه چوپتيا واکمنه شوه.
- زما درانه ملته ! زما سرلوړو هېوادوالو! زما د پلرونو او نېکونو د خاورې ستړو شوو وطنوالو!!
لدې جملې سره يې يوځل بيا خلک سره وښورېدل او ښه دروند چکچک يې وکړ، وړوکي سړي خبرې پسې وغځولې، د هغه له هرې جملې سره چکچک کېده او له هرې خبرې سره يې سل زړونه په ټوپو وو.
سړي چې هر څومره خبرې اوږدولې هومره يې غوسه هم ورسره زياتېده، ميز به يې په لاس وټکاوه او داسې جملې به يې له خولې راوتلې چې خلک به ورته له ډېرې خوشحالۍ څخه په ټوپو شول.
له ډېرو خبرو وروسته يې وويل:
- هر څوک چې غواړي دا ملک اداره کړي بايد ويې پېژني، دا ملک څه غواړي؟…
له ګڼو چکچکو وروسته يې وويل:
- عدالت غواړي، خلک په خپلو پښو درېدل غواړي او مهمه دا چې خپله واکمني، خپلواکي او آزادي غواړي…
ټولو په يوه چيغه بيا چکچک پيل کړل، له ډېرو چکچکو وروسته يې په پاى کې وويل:
- او شعار ته د عمل جامه ور اغوستل په کار دي…
چکچک روان وو او وړوکى سړى له سټيج څخه شاته شو، څو شېبې بيا شعارونه ورکړل شول او په پاى کې هم ګيلاسونه و کړنګېدل او خلک شاخوا کېناستل او چاى او ډوډۍ يې وخوړه.
يو سپين ږيرى چې اوږده خيرن کميس، اوږدو خيرنو وېښتانو او زړو بوټونو يې د هر چا نظر جلباوه په مايک ور منډه کړه او په مايک کې يې چېغې کړې.
- ډېرې چکچکې مو وکړې، دومره لافې ما هم ويشتلاى شوې، آزادي، فلانيزم او فلانيزم مو په جيب کې واچوئ، د اقتصاد فورمول مو زموږ ندى په کار موږ ته چانس را کړئ چې په خپله وکرو، په خپله ورېبو او په خپله وخورو…
سپين ږيري لا خبرې نه وې خلاصې کړې چې بياچکچکې پيل شوې، په ناستو خلکو کې هم ګنګوسې پيل شوې، ګڼه ګوڼه زياته شوه، وړوکي انقلابي سړي ته ور څېرمه ناست سړى هم هغه ته ور په غوږ شو پوښتنه يې وکړه:
- نو د پخوانيو او اوسنيو خلکو فرق څه دى، پخواني خو له اوسنيو تکړه وو…
پدې کې بيا شور او زوږ پورته شو، چا شعار ورکړ، خلک بېرته سره منظم شول خو وړوکي انقلابي سړي دا ځل په بيړه بيړه په خلکو کې اخوا دېخوا کتل او هغه خيرن سپين ږيرى يې لټاوه، ښايي غوښتل يې پوښتنې وکړي او څه زده کړي ترې خو زه نه پوهېږم چې هغه څه غوښتل؟…
کابل