کيسې او کيسه
October 3, 2009 – 7:55 pmنهم ليک
سلامونه، هيله ده خوشحاله به يې، دا ډېره موده مې درته ليک نه وو استولى ايله چې نن مې درته ليک وليکه، هغه مې هم هغه خاطرې رايادې شوې چې کله کله به مې په ليک ليکلو خپلې خاطرې به مې درته ليکلې او خپل احساسات مې درته په ډاګه کول، هغه وخت مې پدې چرت ډېر خراب وو چې ولې يواځې کيسه درته وليکم، کيسه نه بايد کيسې وليکم، تنده به مې هله ماته شي چې کيسې وليکم يعنې يوه نه څو څو څو وليکم کېنم او کيسې وليکم…
اوس نړۍ بله جامه اغوستې، حتى د ظلم او تيري بڼه يې هم بدله کړې، هغه وختونه ښه وختونه وو چې يو څوک به پورته شو خلکو ته به يې د بشر په اړه کيسې کولې، هغوى ته به يې ويل چې دا کار ښه دى او دا ښه ندى، هغوى به د خداى ج له لوري فرمانونه، صحيفې او کتابونه راوړي وو او دې ستړي بشر ته به يې ښودل چې څرنګه ژوند وکړي، څه وکړي او څه ونکړي.
هغه وخت چې چا نشو ليکلاى د هغه وخت کيسه خو زه هم نشم ليکلاى خو چې ليکل پيل شوي وايي چې مصريانو ډېر ښه ژوند کاوه، هغوى د ژوند ډېر ښه چلونه زده کړي وو او خوښي يې ډېره خوښېده، د هغوى نن او پرون د هغوى دنيا او آخرت د هغوى ښه او بد او د هغوى هر څه په زړه پورې وو، هغه وخت هېڅ هم نه وو مګر هر څه وو. وايي په بين النهرين کې هم له نن څخه زرګونه کاله داسې قوانين وو چې چا په يو بل ظلم نشو کولاى هغوى قوانين ليکلي وو او په هغو يې عمل کاوه.
دا يواځې د ختيځ خلک نه وو چې داسې پر مخ تللي وو، د لويديځ د خلکو کيسې هم په زړه پورې دي، وايي دوى آتن ښار ورغاوه او غوښتل يې هر هغه ښه څه چې دوى يې فکر کوي، هغوى ډېر ښکلى ښار جوړ کړى وو، ګوره له نن څخه له زرو کالو وړاندې خبره ده خو ښه قوانين يې جوړ کړي وو او په خوند يې ژوند کاوه.
له هغې وروسته د تاريخ کيسو روم هم له ياده ندى غورځولى، هغوى هم ښکلى حکومت جوړ کړ، هغوى هم د خلکو د آرامۍ لپاره وايي ډېرې هڅې وکړې او ښه قوانين يې جوړ کړل او په علم يې فکر وکړ. ټول بشر کيسې کيسې دى، زه به يې درته کومه ليکم خو دومره ليکلاى شم چې ټولې کيسې يې خوږې دي، ټولو ته کيسه خوند ورکوي لکه زه ټول په کيسو مين دي، د هر څه کيسې د خلکو په ذهنونو کې شته، له دې کيسو سره مينې خلک هڅولي چې ويې ليکي، هغوى د روم د امپراتورۍ ټولې کيسې ليکلې، دلته زموږ په شاوخوا کې يې د اسلام پاکې وړانګې هم له ياده ندي غورځېدلې او هغه برياوې چې دې سپينو لښکرو به تر لاسه کولې هم ټولې يې ياد دي.
دلته زموږ په خاوره کې د پخوانيو کيسې هم ډېرې خوږې دي، دوى د اسلامي خلافت کيسې په خوند ليکلې او د غزنويانو د فاتحو لښکرونو د اسونو د پښو دوړې يې هم د هند په خارو کې په خپلو سترګو کې ليدلې او ستايلې يې دي. د غوريانو کيسې يې هم په مينه ليکلې او د دې امپراتوريو نړېدل او له موږ لږ ورپورته په کوچي ميشتو سيمو کې چې شنې درې او اسونه يې په نامه وو جنګيالي يې ياد کړي او د چنګيز په نوم يې د يو داسې کس چې ټوله نړۍ يې لاندې کوله کيسې ليکلې.
له هغه وروسته يې هم ستر جنګيالي ياد کړي او د ګوډ تيمور داسې ځوان چې يو وخت به په غره کې له خپلې رمې سره په چرت کې ناست وو او يوه پښه به يې تر جوماته وه او بله تر شنو درو پورې هغه هم يادوي او د هغه د زړورتيا کيسې هم کوي. وايي هغه به د خلکو له سرونو څخه منار جوړاوه او هر ځواک به يې په ټوله زړورتيا له منځه وړلو. دا ټول کيسې کيسې دي، خو وايي چې تاريخ ټولې د غټو خلکو کيسې ليکلې، چا چې توره درلوده او چاچې زور درلود، خو کيسه کيسه وي، په زړه ښه لګي، نړۍ د کاغذ په کرښو کې ښه را مالومېږي خو کله چې سړى له کاغذ څخه نظر پورته کړي، بيا يې مزه نشته، هلته د چا سر پرې کېږي او هلته بيا سل زر ډوله ظلمونه روان وي. له اوس څخه ليکل د سړي زړه ماتوي خو د پخوا کيسې لوستل هم چې سړى ستړى کړي بله لاره نه وي يواځې کتاب بند کړي او سر وخوځوي.
هسې مې درته خبرې اوږدې کړې، ما غوښتل چې يو ځل بيا کيسې درته په ياد کړم، کيسې هم لکه ژوند هسې وي، کيسې هم لکه بشر غوندې له بشر سره اوږه په اوږه روانې دي، خو خلک اوس هسې هسې په سړي غوسه کېږي، د سړي ګناه نه ورپه ګوته کوي او هسې هسې يې په خوله لاس ورنيسي. هغه ټول له ياده باسه، ته کيسې لوله، نن مې هم د همدې لپاره درته ليک ليکلى، ګوره چې هر څه وشي… خو…
کيسه به کيسې کوي…
کابل