لیکوال
November 12, 2009 – 11:18 amلنډه کیسه
لیکوال: عبدالله الهام جمالزی
د پرانستې کړکۍ خواته ناست وو، له کړکۍ بهر یې خلک له نظره تېرول، ټول په خپلو کارونو بوخت وو، چا د هغه خواته نه کتل، هغه هم په خپلو سوچونو کې ډوب وو. د کوټې سپین رنګ هم زوړ اوسولیدلی ښکارېده، سپین چت یې هم څو ځایه د راغلو اوبو له لاسه ژېړ شوی وو، د کوټې سوربخونه دروازه هم نوره سپینه او خیرنه اوښتې وه، د دروازې په لور په ښي دېواله توره تخته را ځړېدله او ښکته د سپین خاورین تباشیر میده ګرد پروت وو. تخته لکه چې څو درسونو وروسته لا نه وه پاکه شوې، په تخته اوږد سړک رسم وو چې د تختې له یوه څنګ څخه پیل شوی وو د تختې له بل لوري وتلی وو، د تختې په تندي د خدای له نامه لاندې لیکل شوي:
کیسه
دا د ښار د بیروبار واټ تر څنګه د سترې ژېړبخونې ښونځۍ د دوهم پوړ د کونج کوټه وه چې اوس نه پکې مېزونه وو او نه هم پکې فرش غوړېدلی وو، خو کوټې بیا هم د خپل ټولګي واله کیسه په دېوالونو کې ساتلې وه. د ستر واټ په لور د ښونځي یوه کړکۍ پرانستې وه او د بل دېوال کړکۍ بیا د ښونځي منځ ته خلاصه وه او په ټوله کړکۍ کې یوه ښیښه هم جوړه نه وه پاتې شوې.
بې ځانه او بې غوښې لوړ سړی د کړکۍ په خوا کې په وړه تاقچه کې ناست وو او د کړکۍ د څنګ خیرن دېوال ته یې تکیه کړې وه، سر یې نیم سپین او نیم تور وو او په لنډه او خریلې ږیره کې یې بیا سپین ویښته کم لیدل کېده، سګرېټ یې په لاس کې وو او هغه به هم کله بهر ته کتل او کله به یې په خپله غځول شوې پښه پښو کړي نوي تور بوټ ته او بیا به یې پښه وښوروله، سګرېټ یې ښه په اشتها کش کړ او ټول دود یې سینې ته تېر کړ، بیا د سګرېټ لاس سر ته ونیو او مخامخ یې په کړکۍ کې یوې نقطې ته سترګې ونیوې او په ژور سوچ کې ډوب شو.
یو ځوان د کوټې په دروازه کې ودرېده او پټ پټ یې په کړکۍ کې د ناست ډنګر سړي سیل کاوه، بیا یې ور نیم کښ کړ او آرام کوټې ته راننوت، په دېواله د ځوړندې تختې خواته ودرېده او په ناست ډنګر سړي کې چې په سوچونو کې ډوب وو سترګې وګنډلې، آرام ور وړاندې ورغی، له جېب څخه یې د لیک یو پاکټ را وایست او په بل لاس یې وټکاوه، په کړکۍ کې ناست سړي ژر سګرېټ پټ کړ او د هغه په لور یې وکتل، خو بېرته یې سګرېټ خولې ته ونیو او موسک شو، مخامخ ور روان سړی هم ولاړ او په کړکۍ کې ورته مخامخ کېناست، څه شېبه ېې په ډنګر سړي کې سترګې ګنډلې وې وروسته یې ورته وویل:
- پولیس خو وايي چې هغه په خپل مرګ مړ شوی دی؟
ډنګر سړي له کړکۍ بهر وکتل، سګرېټ یې کش کړ، سر یې کوږ کړ او موسک شو بیا یې وویل:
- پولیس اپلتې وايي، پولیس په څه خبر دي
نوي راغلي سړي یې خبره غوڅه کړه، په تنده لهجه یې وویل:
- هو، ته ښه خبر یې، هسې خلک په بلا اړوې… تاته بیا لیک راغلی.
ډنګر سړي هماغه راز بهر کتل، د سګرېټ دود یې په کړکۍ د را ننوتونکي باد په وسیله یوې بلې خواته کږېده او مخامخ سړي به په لاس له ځانه چپ کړ، سګرېټ یې بیا خولې ته نږدې کړ او ویې ویل:
- خلاص یې کړه
مخامخ ناست سړي د لیک پاکټ د ډنګر سړي د پښې او کړکۍ تر منځ خالي سپېره ځای ته ور واچاوه او ویې ویل:
- خپله یې خلاص کړه
څه شېبه دواړه چوپ ناست وو، د ډنګر سړي سېګرېټ هم نور پای ته رسېدلی وو، مخامخ سړي به هم کله په ډنګر سړي کې سترګې وګنډلې او کله به یې بهر ته وکتل، ډنګر سړي سګرېټ په تاقچه کې تر تکیه شوې پښه لاندې کړ او مخامخ سړي ته یې وکتل، څه شېبه په سوچ کې وو بیا یې وویل:
- زما خو شاګرد وو
مخامخ سړي سر وګراوه، نور یې نو بهر ته مخ واړاوه او په واټ کې یې د تېرېدونکو موټرو او خلکو سیل کاوه، څه شېبه وروسته یې سر وخوځاوه او آرام یې وویل:
- هېڅوک نه وايي چې ستا شاګرد نه وو، خو تا دا مسله ډېره پسې وغځوله، امنیت، پولیس، مدیریت او ټول دې نور ستړي کړل، هغه نور خواران دې هم وځورول.
ډنګر سړي په بیړه مخ را وګرځاوه او مخامخ یې ورته وکتل، په تنده لهجه یې ځواب ورکړ:
- نو قتل به یې نه کاوه
مخامخ سړي بیا سر وخوځاوه او آرامه یې تکیه وکړه، څه شېبه ناست وو، نور نو پورته شو، د کوټې دروازې ته ورسېده او بیا یې را وکتل او ویې ویل:
- ته دا لیک وګوره زه راځم، ښايي ځواب هم وغواړي…
نور نو له کوټې ووت او دروازه یې په ځان پسې بنده کړه.
ډنګر سړي لیک پرانست، له اوله یې تر آخره ولوست، ښه په ځیر ځیر یې هر ټکی له نظره تېر کړ، له ښه ځنډ وروسته له خپل ځای څخه پورته شو، څه شېبه یې په خالي کوټه کې قدم وواهه او چې په توره تخته یې سترګې ولګېدې ورغی او تختې ته مخامخ ودرېده، کوټې ته یې هسې نظر وکړ لکه چې ټوله کوټه له شاګردانو ډکه وي، بیا یې د تختې په لور وکتل او سر یې وخوځاوه، څه شېبه د تختې په خوا کې ولاړ وو، وړاندې پرته د تباشیر ټوټه یې را پورته کړه او تختې ته ودرېده، په تخته تر رسم شوي اوږده سړک لاندې یې کوچني ټکي د لیکې تر پایه رسم کړل، لاندې په ستر لیک د کیسې له لیکل شوي عنوان لاندې یې ولیکل: لیکوال
په تخته کې نور ځای نه وو پاتې هغه په ټوله تخته کې په کږو وږو لیکو کې سوچ وړی وو چې پدې کې دروازه پرانستل شوه، هماغه وختونی ځوان کوټې ته را ننوت، لومړی یې تختې ته وکتل او کږو وږو لیکو او رسمونو ته یې سترګې ونیوې، وروسته یې ډنګر سړي ته وکتل او آرام یې وویل:
- څه یې لیکلي وو؟
لوړ ډنګر سړی موسک شو او ویې ویل:
- کیسه
نوي راغلي ځوان په تعجب پوښتنه وکړه:
- هغه څنګه؟
ډنګر سړي لاسونه تر شا ونیول او په موسکه لهجه یې وویل:
- تر اوسه یې ماته اخطارونه را لېږل چې زه چاته ونه وایم چې قاتل څوک دی، نن یې خپله لیکلي چې قاتل په خپله دی…
نوي راغلي ځوان یې بیا خبره پرې کړه.
- څه وایې ؟ اعتراف ؟
ډنګر سړي په تخته په کښل شوي سړک تباشیر کش کړ، سوړ اوسوېلی یې وایست اوویې ویل:
- ژوند کیسه ده او لیکوالان اعترافونه لیکي…
څه شېبه یې ښکته کتل، په یوه نقطه کې یې سترګې ګنډلې وې، مخامخ ځوان هم د خبرو فرصت نه شو تر لاسه کولای ډنګر سړي وویل:
- کاش چې هر سړی لیکوال وای… ایله نن مې د هوښیار سړي لیک تر لاسه کړ…
مخامخ ځوان حیران وو، غوښتل یې څه ووایي او پوښتنه وکړي…
کابل خپل کور
۱۳.۱۱.۰۹
One Response to “لیکوال”
ډیره په زړه پورې کیسه وه تصویری جملی پکی کارول شوی په کیسه کی سرترپایه تلوسه ساتل شوی دیالوګونه یی هم پر حای او دکیسې په پرمختګ کی مرسته کولای شی الهام صاحب په قلم دی برکت هیله ده تل داسی کیسی ولیکی
By علم ګل سحر on Nov 12, 2009