واوره او وینې

November 14, 2009 – 12:04 pm

Blood and snow

لنډه کیسه

له پرون غرمې راهیسې چې واورې په اورېدو پیل کړی وو، نو هېڅ یې چاته د بهر وتلو مجال نه وو ورکړی، په درې څلور قدمۍ کې څوک نه لیدل کېدل، خړه لړه او تیاره خپره وه او ټول خلک په خپلو کورونو ننوتلي وو، واوره به اوس متر ته رسېدلې وه او یواځې د خېټینو دېوالونو ډډې سرې وتلې وې او نور نو له پاسه او ځمکې دواړو څخه پرې سپین چتر غوړېدلی وو.

نری لوړ ځوان پولیس چې ځان یې په ژمنۍ جامه کې نغاړلی وو د ولسوالۍ د پخې ودانۍ تر مخې له کړکۍ لاندې ولاړ وو، د کړکۍ په پاس سر کې د بخارۍ نل وتلی وو او شین دود یې پورته د کوټې په بام اوښت، کړکۍ ته پلاستیک ور مېخ شوی وو او د ودانۍ د نورو کوټو خلاف پکې یوه ګرده کړۍ ځای پلاستیک پرانستی وو او د ښیښې خولې یې هم په ټوټه پاکې شوې.

لوړ ځوان افسر په کوټه کې ناست چا ته له کړکۍ بهر خبرې کولې، په لاسونو یې تور دستکشونه وو او په واورو یې ساتیری کاوه، ولسوالۍ ته په ورغلې نرۍ لاره چې اوس پرې یواځې یو څیر ښکارېده تور څیز ور روان وو چې په لړه کې سم نه مالومېده، افسر خواته لاس کړ، په څنګ کې ټومبلې تومانچه یې را وایسته، مخامخ تور څیز ته یې په نښه کړه، څه شېبه ورته ځیر وو چې تور څیز له رانږدې کېدو سره په یو سړي بدل شو او ځان یې په ژمنیو جامو کې ښه سره نغاړلی وو، لوړ افسر هم تومانچه ښکته کړه او په څنګ کې یې وټومبله، نور نو منتظر شو چې را روان سړی را ورسېږي.

سړی چې را ورسېده په دستکشونو کې پټ کړي لاسونه یې د سلام په نښه پورته کړل، ځوان افسر هم یواځې ورته سر وخوځاوه نور یې نو سترګو ته ځیر شو او غوښتل یې چې له سترګو یې څه حالونه زده کړي.

د راغلي سړي سور رنګه خو لنډه ږیره، شنې ځلېدونکې سترګې او ستر سر په لومړي نظر سړی دې ته رساوه چې چټکې خبرې به کوي، هغه په خپله ستره کورتۍ اخته شو لومړی یې په مخ باندې کلکه تړل شوې خولۍ له سره پورته کړه او بیا یې دستکشونه له لاسه وایستل، افسر ته ور وړاندې شو لاس یې ورکړ، افسر هم چې لاسونه یې په دستکشونو کې وو د یولاس دستکش یې وایست او راغلي سړي ته یې لاس ونیو، په بیړه د ودانۍ سترې دروازې ته ور روان شول او افسر له ځانه سره وویل:

- راځه چې چای به ګرم وي

شین سترګي سړي هم په وچ ځای بوټونه څنډ وهل او په افسر پسې ور چټک شو، د ودانۍ د ننه د څو دروازو تر منځ په دریو یې پردې را ځړېدې او دوی د منځ په دروازه ننوتل.

په کوټه کې دوه ځوان افسران او یو سپین ږیری سړی چې په شخصي جامو کې وو له بخارۍ چاپېره ناست وو، د نا آشنا سړي په لیدلو سره ټول له ځایه پاڅېدل او نوي راغلي سړي ته یې لاسونه ورکړل او د بخارۍ تر خوا یې د کېناستو اشاره وکړه، ځوان افسر چې له بهره ورسره ملګری شوی وو نوي راغلي سړي ته مخامخ کېناست او پوښتنه یې وکړه:

-         واورې پسې اخیستی وې که پېښې؟

نوي راغلي سړي د بل افسر لخوا د چایو ډکه شوې پیاله ور نږدې کړه او افسر ته یې نېغ نېغ وکتل او ژر یې ځواب ورکړ:

-         واورو نه یم پسې را اخیستی وینو ویرولی یم

ځوان افسر تندی ګونځې کړ او په تعجب یې پوښتنه وکړه:

-         وینو؟!!

سړي د بخارۍ هاپلو ناست سپین ږيري سړي ته چې ږیره یې خریلې وه او کاغذونه یې مخ ته نیولي وو وکتل آرم یې وویل:

-         د قتل موضوع ده

سپین ږیري سړي له کاغذونو سترګې واخیستې او نوي راغلي سړي ته یې وکتل تندی یې ګونځې کړ او  ویې ویل:

-         نه یاره !!! پدې واورو کې؟!!

نوي راغلي سړي له پیالې ښه ژور غړپ وکړ او په کوټه کې یې شاوخوا وکتل، افسرانو او سپین ږیري سړي ټولو په نوي راغلي سړي کې سترګې ګنډلې وې او د ځواب په تمه وو، خو راغلي سړي څه نه ویل، څه شېبه ټول چوپ وو وروسته لوړ ځوان افسر پوښتنه وکړه:

-         چېرته ؟!!

سړي کړکۍ ته وکتل زړه نازړه یې وویل:

-         تېره شپه خلکو په پورې دښته کې د چا چیغې اورېدلې چې د مرستې غوښتنه یې کړې، خو کله چې ټول کلیوال ورغلي بیا یې نو هېڅ ندي موندلي او بېرته راغلي دي.

سپین ږيري سړي غاړه تازه کړه او د چای له غوړپ وروسته یې وویل:

-         ته ورسره وې؟

سړي له افسر څخه سترګې واخیستې سپین ږیري ته یې وکتل له لږ ځنډ وروسته یې وویل:

-         نه، زه بېګا شپه په جومات کې وم، یو مسافر راغلی وو له هغه سره مې شپه وه، دا اوس خو چې یخني ډېره شوې جومات تر کور ډېر ګرم وي، زه همالته پاتې شوم، بل هغه مسافر هم خوارکی لکه چې وېرېده، یواځې نه پرېواته، خلکو چې غوښتل دښتې ته له څراغونو سره ووځي ماته یې ویل چې ته له مسافر سره پاتې شه، نیم کلی ځوانان پسې لاړل خو واپس چې راغلل ویل یې چې هېڅ مو هم ونه موندل ښايي دا چېغې د بل څه وي…

افسر یې خبره پرې کړه، سپین ږیري کس ته یې وکتل او ویې ویل:

-         څه وخت بېرته را ستانه شول ؟

شین سترګي راغلي سړي چې لاسونه یې په بخارۍ ګرځول له لږ ځنډ وروسته وویل:

-         یاره دا یوه ډله خو وختي راغله، لا به یوولس بجې نه وې شوې چې را وګرځېدل هغه نور نو بیا هان یوه بجه راغلي وو چې ما ونه لیدل هماغسې خپلو کورونو ته تللي وو…

سپین ږیري سړي کاغذونه خواته کېښودل او را وړاندې شو، د نوي راغلي سړي په شنو ځلېدونکو سترګو کې یې سترګې وګنډلې او ویې ویل:

-         یاره پوهېږم چې دا زړه به راته وپړسوې… اصلي خبره کوه

شین سترګي سړي ځیر ځیر سپین ږیري ته وکتل، لکه چې ویرېدلی وي یو څه یې ځان سره تاو کړ بیا یې افسر ته مخ وا ړاوه او ویې ویل:

-         زما د تر ځوی چا وژلی…

سپین ږیري سړي یې خبره پرې کړه او ویې ویل:

-         اوس دې خبره وکړه، په بېګانیو چېغو پسې خو سر مه ګرځوه هغه سړی مو را پیدا کړ دلته مو را وړی دی… ښه نو د تره ځوی دې چېرې وو؟.

شین سترګي سړي غوښتل لومړی افسر ته څه ووایي خو بېرته یې سپین ږیري ته مخ ور وګرځاوه ویې ویل:

-         ها بله ورځ یې د خور کره تللی وو، پرون چې اورښت پیل کړی، د هغوی له کوره را وتی دی، نن چې سهار کلیوال د دښتې په لور تللي دي او غوښتل یې چې د هغه پرونیو چېغو څرک وباسي نو له کلي لږ لیرې په دښته کې یې تر غره پورې پلونه ایستلي چې څوک یې ورسره کش کړی او وینې یې باد دي.

ځوان افسر په ځیره ورته سترګې نیولې وې، چې د هغه خبره ختمه شوه افسر ته یې سترګې ونیوې او ویې ویل:

-         هغه بېګانی سړی څوک وو؟

افسر وویل:

-         هغه مسافر وو لاره یې ورکه کړې وه، زخمي دی اوس دلته تم دی حالت یې ډېر خراب …

پدې کې یې راغلي سړي خبره پرې کړه او ژر یې پوښتنه وکړه:

-         زخمي دی؟

افسر ځواب ورکړ:

-         هو… ښه وایه

راغلي سړي له ځان سره سوچ وکړ او له لږ ځنډ وروسته یې وویل:

-         پرون بېګا چې هغه کور ته را نغی ټول ورته خپه وو، په دښته کې چې چیغه ووته هم موږ له ځانه سره همدا ویل چې زما د تره ځوی به وي او لاره یې ورکه کړې، سبا ته یې د خور کره خلک ورغلل هغوی ورته ویلي وو چې له دې ځایه وختي تللی دی، ټول ځایونه مو پسې ولټول، پرته لدې پلونو او وینو څخه مو نور هېڅ ونه موندل.

سړي خبره بس کړه، افسر ته یې وکتل او ویې ویل:

-         دا سړی چېرته دی یو ځل یې ګورم … نوم یې څه دی؟

افسر په لنډو ځواب ورکړ.

-         دا د دې منطقې ندی، توریالی نومېږي…

راغلی سړی لکه چې تمه یې شلېدلې وي ویې ویل:

-         نو د تره ځوی مې چا وژلی دی اوس دلته راغلم…

پدې کې یې سپین ږیري سړي خبره پرې کړه او ویې ویل:

-         نو هغه پلونه کوم طرف تللي دي؟

هغه په غره کې ورک شوي دي، له غره نه هم تر بر کلي پورې تللي دي او د کلي په خوا کې هم د وینو نښه نشته او هم د پلونو نښه ورکه ده، یو دوه کسانو خو تر یوه کوره دا پل تعقیب کړی خو څه یې ندي ویلي…

افسر یې خبره ونیوله او ویې ویل:

-         له چا سره خو یې دښمني نه وه؟

-         نه نو داسې خاص مشکل خو یې نه درلود دا دوه ورځې وړاندې یې زما له ورور سره شخړه کړې وه چې په همدې ورځ هغه هم ورسره پخلا شوی وو او دواړه یوځای زموږ د تره لور کره تللي وو، هغه ناروغه وه د هغې پوښتنه یې کوله، زما ورور هان پرون کور ته راغی ویل یې چې نورخان پاتې شو، خو تر بېګا د نورخان پته نه وه لګېدلې، خور یې وايي چې اورښت پیل شو په هغه تادي شوه او په بیړه له کوره وواته…

سپین ږیري کس لوړ ځوان ته وکتل او بیایې پوښتنه وکړه:

-         ورور دې نو کور ته کله در ورسېده؟

-         یاره پرون داسې وخت را ورسېده چې اورښت لا نه وو پیل شوی

افسر ځان سره وخوځاوه، په خوا کې ناست افسر ته یې وویل:

-         ته ورشه هغه بېګانی مسافر څنګه دی؟ دلته راتلی شي؟

دوی بیا خبرې پیل کړې، سپین ږیري او افسر د راغلي کس ټولې خبرې په غور اورېدې او خولې ته یې ځیر ناست وو، راغلي کس هم په دقت د هغوی پوښتنو ته ځوابونو ویل، څه شېبه وروسته دروازه خلاصه شوه او د افسر له شانه یو دنګ ځوان چې ځان یې په شړۍ کې پیچلی وو او ښی لاس یې هم په سپینه ټوټه تړلی وو را ننوت، له سلام وروسته آرام یوې خواته کېناست. شین سترګي سړي یې په سترګو کې سترګې ګنډلې وې او د هغه هره کړنه یې له نظره تېروله، ناڅاپي یې پوښتنه وکړه:

-         بېګا تا نارې وهلې؟

په شړۍ کې پیچلي دنګ ځوان چې په سپین ململ تړل شوی لاس یې بخارۍ ته نږدې کاوه او په دا بل یې په اوږدو او خیرنو ویښتانو کې لاس واهه ځواب ورکړ:

-         هو والله

افسر سپین ږیري کس ته وکتل، څه شېبه یې سوچ کاوه بیا یې له څنګه ناستو دوه نورو افسرانوته وویل:

-         تاسې ځانونه تیار کړﺉ ښايي تر یوه ځایه لاړ شو

شین سترګي سړي د اوږدو ویښتانو دنګ ځوان نه سترګې نه اخیستې، دنګ ځوان کله سپین ږیري ته کتل او کله به یې افسر ته وکتل بیا یې له مخامخ شین سترګي کس څخه چې تېزې تېزې خبرې یې کولې وپوښتل:

-         تاته خیر دی؟

شین سترګي سړي چابک ځواب ورکړ

-         زما د تره ځوی وژل شوی

دنګ ځوان د تعجب په نښه تندی ګونځې کړ او لاسونه یې دواړه بخارۍ ته ونیول پوښتنه یې وکړه:

-         چا وژلی؟

-         مالوم ندی؟

-         په څه یې وژلی ؟

-         مالوم ندی؟

-         جګړه یې کړې او که څنګه؟

-         مالوم ندی

دنګ ځوان نور خبرې بس کړې، کله به یې سپین ږیري ته وکتل او کله به یې افسرانو ته، نور یې یواځې د هغوی په حرکاتو کې سترګې ګنډلې وې او کرار ناست وو. پولیسو ځانونه سره برابر کړل او سترې کورتۍ یې واغوستې نور نو د بوټونو په پښو کولو بوخت وو، لوړ افسر سپین ږیري ته وکتل او دنګ ځوان ته یې اشاره وکړه خو څه یې ورته ونه ویل، وړاندې ورغی له ګرد چاپېر سوري شوي پلاستیک څخه یې بهر وکتل، اورښت د وختي په څیر سخت نه وو خو لړه لا نه وه پورته شوې، بېرته یې سپین ږیري کس ته وکتل او پوښتنه یې وکړه:

-         څه وکړم؟

هغه شین سترګي کس ته وکتل، شین سترګي سړي هم نېغ نېغ ورته کتل، له لږ ځنډ وروسته یې وویل:

-         ورشی دا پلونه وګورﺉ نو

بیا یې ناست دنګ ځوان ته وکتل، افسر هم هغه ته سترګې ونیوې، ځوان حیران حیران د دواړو په لور کتل خو چا څه نه ویل، ټولو بوټونه پښو کړل او له کوټې ووتل، افسر تر مخ وو، ملکي کس پسې وو او یو افسر او یو بل عسکر هم له شانه روان وو، له ولسوالۍ څخه ښکته مخ په کلي روان شول، د کلي او ولسوالۍ تر منځ لاره کمه وه، د کلي په څنګ کې ستره دښته وه چې پاس سر یې له غره سره نښلېده، لدې دښتې څخه د څو کلو لارې ولسوالۍ او یا هم وړاندې کوچني بازار ته تللې، دوه کلي د غره په خوا کې هم پراته وو د هغو کلو لارې هم د دښتې په منځ کې سره یوځای کېدې، خو په نورو وختو کې به هم له ماښام وروسته څوک پدې دښته نه تلل ځکه د لېوانو د ډار آوازه خو هان تر افسرانو پورې هم رسېدلې او چاته به یې اجازه نه ورکوله چې دشپې یواځې پدې لاره لاړ شي، د دښتې په منځ کې خو شپنو کوهي هم کیندلي وو چې په خلکو کې دا آوازه هم خپره وه چې پدې کوهیو کې نور موجودات دي له همدې امله په ورځ کې هم څوک هلته ډېر نشو ګرځېدلای.

کلي ته چې ورسېدل څو کسان د جومات په مخ کې ناست وو، د افسر په لیدو ټول د هغوی مخې ته راغلل او له سلام وروسته یې په یوه غږ پوښتنه وکړه:

-         پیدا مو کړ؟

افسر د نه په نښه سر وخوځاوه او ورسره راغلي کس ته یې وویل:

-         تر هغو پلونو پورې به لاړ شو

هغه هم ورسره روان شو، څو کسان له جومات څخه هم ورسره روان شول، افسر په چټکو ګامونو روان وو او یو کس یې ورسره ترمخ کړ، دا نوره ډله کراره کراره د دوی په پلونو روان وو، افسر له هغه کس څخه آرامې پوښتنې کولې او هغه کس یې هم دقیق ځوابونه ویل، کله کله به یې تر شا را وکتل او لومړنی شین سترګی کس به یې وڅاره چې د دوی غږ اوري کنه؟ بیا به یې خپلو خپلو پوښتنو ته دوام ورکړ او وړاندې تلل.

د بر کلي لارې ته ورسېدل او په دې ورځ کې د خلکو پلونو هم ډېرې نښې له منځه وړې وې، خو دوی پرې روان وو، په یو ځای کې افسر ودرېده، د پلونو تر خوا یې یوه کشه ولیده، داسې ښکارېدل لکه یو څه چې کش شوي وي، په لاس کې په نیولي لرګي ته یې ترې واورې واړولې، په ښکته واوره کې د وینو نښه ښکارېده، تر ډېره ځایه یې دا رګ تعقیب کړ او څو ځایه یې واورې واړولې را واړولې او د وینو نښې یې په ځیر سره وکتلې، دا نوره ډله ترې مخکې شوه یو عسکر د افسر خواته ودرېده او ویې ویل:

- داسې ښکاري چې وژلی یې دی بیا یې په دې لاره کش کړی.

افسر د نه په نښه سر وخوځاوه او ویې ویل:

-         دا د کوم ښکاري پلونه دي، ښکار یې کش کړی…

عسکر سر وخوځاوه او وړاندې په افسر پسې روان شو، هلته لیرې خلک یو ځای را ټول شوي وو، پلونه له شمال څخه د جنوب په لور تللي وو، د ختیځ پلو ته کابو سل متره لیرې خلک را ټول وو او په څه کار اخته وو، افسر هم له ورسره راغلو کسانو سره ور وګرځېده، کله چې ور ورسېدل خلک د یوه کوهي په غاړه را ټول وو، ټول را پورته شول او افسر ته یې له سلام وروسته لاسونه ورکړل، یو کس په کوهي کې د ورښکته کېدو په حال کې وو، ښکته په اوبو کې څه ښکارېدل، افسر په ځیر ورته وکتل له یوه کس څخه یې پوښتنه وکړه:

-         چا کتلی دی؟ سړی دی؟

هغه ځواب ورکړ

-         هو خپله دی، دا اوس هغه بل کس ورښکته شوی وو، ویل یې چې په اوبو کې پروت وو او سا یې ختلې وه، هغه پنډوکی یې ترې را پورته کړ…

افسر پنډوکي ته وکتل، ورغی په دقت یې وکوت بېرته یې په ځای کېښود، هغه کس ته یې وویل:

-         دا پلونه خو ټول ړنګ شوي دي دا ښه کار ندی شوی…

هغه کس چابک ځواب ورکړ:

-         نه بېګا یې دلته ډېرې چېغې وکړې، خو کلیوالو نه وو موندلی، زه او خیرګل لالا هسې دې خوا ته راغلو چې په کوهي مو سترګې ولګېدې، له هغې خوا یې پلونه راغلي دي، یواځې یې پلونه راغلي دي او دلته لوېدلی دی.

افسر څه شېبه ولاړ وو او په کوهي کې یې کتل، هوا هم کراره کراره صافه شوه او لړه کمه شوه، وړاندې کلی او غر نور لږ لږ د لړې له وریځې را ووتل، افسر له خلکو جلا شو او وړاندې لاړ هلته یې څه شېبه په دښته نظر واچاوه بیا په لاس کې په اوږده سپینه لرګینه لکڼه(امسا) په واوره باندې ولیکل:

لاره نه ښکارېده…

سپین ږیری سړی یې خواته ورغی، غوښتل یې افسر ته څه ووايي، خو په واوره یې د هغه لیکلو ته پام شو موسک شو او ویې ویل:

-         قسمت به څه کړې چې پداسې ورځ یې سفر کاوه، چې لېوان هم لا نشو وتلای…

افسر سر وخوځاوه او ویې ویل:

-         نه اکا یواځې نه وو، یواځې خو دا کوهی وو… یو ښکاري بچ شوی، یو مسافر بچ شوی، بېګا کلیوال بچ شوي او اوس تاسې بچ شوي یاست…

سپین ږیری موسک شو او دکلي لخوا په را روانو کسانو یې فکر شو چې چپرکټ یې په اوږه را اخیستی وو او د کوهي په لور را روان وو…

۲۴.۰۸.۱۳۸۸

خپل کور

  1. 3 Responses to “واوره او وینې”

  2. الهام صيب ديره ښكلي كيسه ده ماته خو يي دير ه مزه راكړه دخداى خخه ته دلازياتو برياوو هيله كوم
    بريالى اوسي .

    By امان الله نصرت on Nov 14, 2009

  3. ګرانه الهام صيب کيسه ولوستله په رښتيا سره چې ډېره ښکلې او له پوليسي رازونو ډکه کيسه ډېره خوندوره وه. الله دې تل خوشاله او بريالى لره چي داشان نورې کيسې وليکې او د نړۍ د کيسه ليکوالانو په ډله کې وشمېرل شې آباد اوسې.

    By احمد جاويد تسل on Nov 16, 2009

  4. سلامونه ګرانه تسل صېب، ډېره زياته مننه ستاسې له لطف څخه چې لطف مو وکړ او دلته مو خپل نظر وليکه، ستاسې د دې خبرې هم مننه کوم او هم مې په زړه کې يوه پټه دعا را وتخنېده چې يوه ورځ د نړۍ د مشهورو ليکوالو په کتار کې راشم، ښايي لېرې نه وي، ستاسې يوه نړۍ مننه
    تاسې خوشحاله اوسئ

    By الهام on Nov 16, 2009

Post a Comment