پښتو لنډه کیسه؛ دوې پوښتنې او یوه غوښتنه
January 5, 2010 – 9:33 am
نه پوهیږم ولې هغه ټکي چې تاسې یې لولی لیکم؟ خو هر ځل چې کیسه لولم د داسې څه لیکلو ته خپل کړی هوډ بیا بیا را یاد شي.
له ما سره له هغه وخته چې کیسه لیکل مې پیل کړي یوه پټه پوښتنه وه، هغه دا چې کیسه ولې لیکل کېږي؟
کله چې مې څو کاله د کیسو په لوستلو او لیکلو کې تېر شول تر یوې کچې مې دا پوښتنه حل شوه خو څو وخت وروسته راسره دا پوښتنه پیدا شوه چې لاهم کیسه ولیکو؟
دا د لاهم کلمه کله کله زیاتی راته ښکاره شي، هغه له دې امله چې لا تر اوسه په پښتو کې کیسه د پښتو ادبیاتو د ځینو استادانو په وینا لا هم خاپوړي کوي، خو دا د خاپوړو کلمه به هم تر کله کاروو؟ بل دا چې نړیوال ادبي کاروان اوس په کومو اړتیاوو د خپل تګ لاره نیولې ده آیا اوس هم کیسه هماغه کیسه ده؟
زما دا لیکنه که هغه کسان لولي چې ځانته حق ورکوي چې باید په ادبیاتو خبرې وکړي او پدې برخه کې یې زده کړه کړې هیله لرم چې په ما غوسه نشي. ځکه ما پدې برخه کې له یوې خوا لوړې زده کړې ندي کړې، له بلې خوا کوم څه چې ما د لنډې کیسې په نامه لیکلي ډاډه یم چې ډېرو هغو کسانو یې لا بېلګې ندي لوستې چې د داستاني ادبیاتو مخکښان بلل کېږي؛ خو ما یواځې لیکل او خبرې کول زده کړي…
ما په لومړي سر کې داسې څه لیکلي چې ښايي ډېر لیکوالان او حتی لوستونکي پرې د لنډې کیسې حکم ونکړي، کمزوري یې هم ښايي تر دې کچې وي چې بایده هم وي څوک پرې د لنډې کیسې اطلاق ونکړي.
خو ما لیکلي دي… تر دمګړۍ چې پخپلو پخوانیو کیسو کله کله ورپیښ شم یوه یوه پکې راته کیسه بریښي او کله کله مې زړه وغواړي چې نورې هم ولیکم خو ریښتیا به وایم کله چې مې دې ته فکر شي چې یو څوک باید زما لیکلي لنډه کیسه وبولي او حتی یو ځل هم که کیږي د کیسې نوم پرې کېږدي باید هغه وخت دوام ورکړم؛ زړه مې له لیکلو پورته شي.
دلته بل څه را یادېږي هغه دا چې یواځې زه هم نه یم، ډېر کسان دي زما په څیر چې لیکي، زه خو ښه یم تر دمګړۍ مې له یوه ناول پرته نور داستاني آثار د کتابونو په بڼه چاپ ته ندي ورکړي، هغو نورو چاپ کړي هم دي خو تر دمګړۍ چا پرې د تایید ټاپه نده لګولې ښايي دا داسې تشه وي چې زه یې ډکولو ته لا وړاندیز هم ونلرم؛ خو د موضوع د رایادولو په موخه مې یې یادونه وکړه.
زه غواړم دلته ووایم چې پښتانه اوس ښې کیسې لیکي حتی د خپلو ګاونډیانو په پرتله په کیسه کې غښتلي دي، دلته یوه بل کوچني ټکي ته هم غواړم اشاره وکړم؛ هغه دا چې زموږ ښه والی هم دادی چې د اړتیا له مخې وړاندې ځو، زموږ ګاونډیان که په پولیسي کیسو ډېر کار کوي او یا هم هڅه کوي چې د چخوف، پو او … په څیر ولیکي ښايي هڅه به کوي چې د هغوی په شان وي، خو موږ د خپل ځان لپاره له خپل ځان څخه لیکو…
دا خبره مې تر دې وکړه چې یو څیز ماته کله کله ځینې پوښتنې را ولاړې کړي هغه دا چې…
تخیل بدلون را وستلای شي او که عمل
یا په لنډو وایم
په اورېدو او خیال کولو یو څه ښه زده کوو او که په لیدلو او کتلو؟…
فکر کوم هغه وخت چې په ختیځ کې شاعرانو خپل شعرونه لوستل او خلک به ترې شاوخوا را ټول وو او د دوی قوي ذهن او د نورو دنیاګانو خیالي سفرونو به ذهنونه بوخت کړي وو، په لویدیځ کې افسانه د خلکو ورځني ژوند ته راوتله او د خلکو کیسه به یې په خلکو کتله او اورېدله.
ښايي زما هغه تعبیر چې له پخوا سره د لنډې کیسې په نښلیدلي تار زما تر ذهنه رسيږي او پدې یې قانع کړی یم چې کیسه د بدلون په موخه لیکل شوې دلته په یوه فورمول هم بدل شي او هغه داسې چې شعر تر ډېرې کچې لا اوس هم خلک په داسې ټاټوبو ګرځوي چې ښايي ناشوني وي چې چېرته پرې واوړو او یا هم داسې خوندونه راباندې حس کوي چې ناشوني به وي چېرته مو نصیب شي، خو کیسه په ستیج کې هغو لوبغاړو ته چې زموږ غوندې بشر دی او هغه کارونه چې موږ کولای شو کوي یې موږ ورته مخامخ دروي. دلته مې موخه د شعر په اړه کومه ځانګړې تبصره نده او نه غواړم چې د شعر په اړه خبرې وکړم؛ غواړم یواځې د لنډې کیسې د بدلون په ځواک یو څه رڼا واچوم.
کله چې سړی له اولسمې پېړۍ را وروسته په نړیوالو، سیمه ایزو او بالاخره پښتو ژبه کې لنډه کیسه وګوري نېغ سړی هغه قبر ته دروي چې که ووایو د واقعیت پالو لیکوالو په لاس پکې د خیالي نړۍ په اړه افسانې خاورو ته سپارل شوې دي تر ډېره به سړی دروغجن او ملامت نشي. له واقعیت پالو څخه مې هم مطلب مشخص ماده پرستان او یا هم بله ډله نده، یواځې هغه لیکوالان چې له افسانو تېر شوي او خلکو ته یې له خلکو لیکلي…
دې لیکوالانو د ژوند هغه اړخونه چې باید بشر ته ورپه یاد شوي وای را سپړلي دي، ښايي په شاهزاده یې یو څه لیکلي وي خو د شاهزاده د ژوند داسې برخې یې سپړلې چې بشر ته شونې وي؛ یعنې هغه شاهزاده نشي الوتلی او نه هم بل داسې کار کولای شي چې د بشر له وسه تېره وي.
کیسه ژوندي خلک لیکي او کیسه لیکوالان له نورو انسانانو په زیات ځیر سره د ژوند اړخونه ګوري؛ له همدې امله فکر کوم چې دوی غواړي یو بدلون هم راوړي…
له دې به تېر شو چې کیسه لیکوال نو کوم بدلون غواړي چې په اوسني بشر کې راشي ځکه چې هره کیسه د ژوند په څو داسې شېبو څرخي چې کېدای شي په انساني ژوند کې کله مېلمه او کله هم کوربه پاتې شي، خو دا چې بدلون به بریالی کېږي کنه او ژوند به کومې خواته وړي بل بحث او یو څه پېچلې خو روښانه خبرې دي.
پېچلې له دې امله دي چې که سړی لومړی له کیسې تیر شي په کیسه لیکوال خبرې وکړي ښايي ډېر کله سړی داسې نقطې ته ورسېږي چې هلته په خپله د بدلون ډول، اړتیا او اهمیت له پوښتنې سره مخ شي، د بېلګې په ډول په پولیسي کیسو کې د قتلونو شتون؛ که څوک د یو لیکوال په توګه ادعا کوي چې هر څه د بشر د چارو د سمون لپاره لیکي ښايي یو څوک پرې په ډېرو قتلونو غوسه شي، ښايي خبره هان د جنایتونو د پیچلي کېدو په خوا لاړه شي او یو څوک ښايي ادعا وکړي چې پولیسي کیسه لیکوال غواړي چې جنایتونه لاپرمختللي کړي…
په اوسني بحث کې که په دې خبره نور بحث هم اوږد کړم موضوع به نوره هم پېچلې شي خو د بدلون مثبت اړخونه هم غواړم لنډ یاد کړم، کله چې لومړنیو کیسه لیکوالو قلم پورته کړی، د لنډې کیسې په نامه اوسنی ادبي ژانر یې لیکلی اوس هم د هغوی د هېوادونو ادبیات د دوی پوروړي یادیږي؛ د روسیې، امریکا، بریتانیا، فرانسې او … هېوادونو اوسني لیکوالان هم په ډېر درناوي د هغو کسانو نومونه یادوي چې له نن څخه څلور پنځه پېړۍ وړاندې یې د دوی لپاره لنډې کیسې لیکلې، که موږ اوس هغه کیسې را واخلو او ویې لولو او د هغې ورځې چې دا کیسې په لیکل شوې یو انځور هم په ذهن کې فرض کړو دې پایلې ته رسېږو چې ریښتیا هم د هغوی کار د ستایلو دی.
په ډېرو برخو کې ښايي د هغوی د کیسو مثبت اغیزونه اوس هم وموندل شي، که سړی پلټنه وکړي د هغوی هغه کیسې چې د ورځني ژوند په سختیو را سپړلو یې لیکلې دي اوس هم سړی نېغ هغې پایلې ته مخامخ کوي چې په دې څلورو پېړیو کې یې په ریښتيني ډول په ټوله ټولنه کې د عمل جامې اغوستې.
د بېلګې په ډول، په همدې لیکوالانو کې یو څوک په یوه کیسه کې لیکي:
پدې دنیا کې څومره آسانه ده چې سړی زورور وي؟
دا کیسه پسې غځېدلې ده، لنډه کیسه ده او ډېره هم ښکلې…
ماته یې د لیکوال په نوم د خپلې لنډې کیسې یوه جمله را په یاد کړه چې وایي:
ژوند کیسه ده او لیکوالان اعترافونه لیکي…
دا چې د بحث لمن تنګه ده غواړم بلې موضوع ته هم ورننوځم؛ یو څه چې ماته مهم دي غواړم دا یاد کړم چې کیسه د بشر اړتیا وه او ښايي دا بشر یې وغځوي خو څه چې اوس په خپله ماته ډېر مهم دي هغه داچې آیا بیا هم کیسه؟… او لنډه کیسه؟ …
وايي پخوانۍ کیسې ډېرې اوږدې وې، اوس بشر وخت نلري ځکه خو هم لنډه کیسه را منځته شوې او ښايي پدې بڼه کې هم بدلون راشي…
خو دا حوصله به لس یا پنځلس کاله وروسته له چا سره وي چې د کمپیوتر شاته، وړاندې تلویزیون ته مخامخ او د نورو ګڼو تکنالوجیو په منځ کې بیا هم په کاغذ چاپ شوی ناول یا د لنډو کیسو ټولګه ورپورته کړي چې ویې لولي؟ فکر کوم تر یوې کچې به دا دود کم شي که څه هم دا قضاوت خپل حق نه ګڼم چې ووایم نه کتاب او قلم چې راپورته کوي تلویزیون به روښانه کړي د نړۍ تر ټولو غوره کیسه به په تصویر هم بدله شوې وګوري…
دا به شونې وي چې یو څوک د انټرنېټ په مخ په کمپیوټر کې په ډېرو ګڼو صفحو کې یواځې د یوه ناول کیسه تعقیب کړي؟
یا هم زه نه پوهیږم ښايي پدې برخه کې نورې آسانتیاوې همدا اوس وي چې زه ترې خبر نه یم او یا به ښايي پنځه یالس کاله وروسته رامنځته شي چې له مخې یې انسانان پرې د کیسې او د ناول تنده ماته کړي…
لدې تېرېږم چې موږ افغانان به کله وکولای شو ټولې هغه آسانتیاوې ولرو چې نور یې همدا اوس لري او موږ به تر کله لا په کاغذ چاپ شوي متن ته هم لاسرسی ونلرو، ښايي پدې برخه کې بحث زما خبرې بلخوا یوسي خو د خبرو د پایلې په توګه غواړم ووایم چې موږ همدا اوس اړتیا لرو چې باید ولولو، ناول وي او که لنډه کیسه ځکه ټول دا تجربه لا نلرو…
همدا اوس له ماسره په ذهن کې د سناریو، نندارې او ډېرو هغو کلمو اتڼ جوړ دی خو په هغو کلمو هم نه غواړم همدا اوس کار ولرم.
که سړی پدې خبرې وکړي چې لویدیځوال هم بېرته غواړي یو څه په اوس کې د بدلون راوستو په موخه په خیالي نړۍ کې نوي سفرونه پیل کړي؛ دا به بیا هم کافي دليل نه وي چې ووایو نړیوال داستاني ادب بیا له لنډې کیسې او ناول تېرېږي او د دوهم ځل لپاره بیا افسانه او بالاخره د خولو کیسې تجربه کوي؛ بلکه دا به ښايي په اوسنیو بڼو کې زیاتونه او روان بدلون وي…
نه پوهېږم ښايي بیا هم ځینې کسان چې زما دا لیکلي لولي یو څه په ما غوسه شي ځکه له یوې خوا مې جملې د پېچلتوب په لور ځي له بلې خوا مې سترو قضاوتونو ته مخه کړې خو…
باید ووایم چې د پښتو ژبې کیسې به هم یواځې د لنډو کیسو په بڼه تر پایه پاتې نشي او ښايي په نوې ټکنولوجۍ کې هم د دې مهمې اړتیا د ځایېدو غوښتنه ورځ تر بلې زور واخلي.
زه خپله قضاوت نشم کولای چې آیا بیاهم لنډه کیسه؟ …
خو دا ویلای شم چې د پښتو ژبې د کیسه لیکنې اوسنۍ لړۍ که څه هم په ځینو مواردو کې یو شمېر ستونزې لري ډېره ښه پر مخ روانه ده او پدې کې هېڅ شک نشته چې د کیسه لیکنې لپاره هېڅ کار هم ندی شوی او ډېری کیسه لیکوال لکه زه خپله لیکي خو پدې نه پوهېږي چې آیا همداسې ولیکي او که دا لیکل لنډې کیسې ندي؟…
ما وړاندې هم وویل چې داسې وړاندیز نلرم چې دا ستونزه له منځه لاړه شي خو دا غږ یو ځل بیا پورته کوم چې همدا اوس له بل هر وخت زیاته اړتیا ده چې پدې برخه کې کار وشي، دا برخه سیاسي پرېکړو ته معطله نشي او دا باید پرېښودل شي چې خپل بار تر یوه ځایه لنډ کړي.
هغه لیکوالان چې همدا اوس لیکي یوڅوک باید وي چې وګوري دوی لیکلی شي کنه؟ او دا دې معنا هم نه ورکوي چې دا لړۍ اوس کومې ځانګړې ستونزې لري؛ دا د دې لپاره چې په راتلونکي کې څه وشي؟… ښايي پرون د لنډې کیسې فکر نه وو شوی خو نن لنډه کیسه په بریالۍ توګه روانه ده خو دا هم باید په پام کې وي چې سبا ښايي ټولنه د نن په شان اړتیاوې ونلري…
پس چاره په کار ده…