فطرت ته !!!

January 12, 2010 – 12:23 pm

وايي موسیقي د روح غذا وي…

لدې کوچنۍ جملې وروسته د داسې چا په توګه چې کابو هره شپه کیسه لیکي داسې څه غواړم ولیکم چې کیسه نده خو کیسې ته یې اړتیا شته…

کله کله چې په سوچ او فکر کې ډوب شم او په خپله د تخیل په معنا او څرنګوالي فکر کوم یو خوند مې په ذهن کې انځور شي…

لکه یو لیکوال چې د تخیل په سپېره، وچه او سوځوونکې دښته کې د یوه قتل او یاجنايي کیسې په طرحه فکر کوي…

لکه یو فیلسوف چې د انساني تاریخ په اوږدو کې په یوه مهمه اړتیا په سوچ کې ډوب وي…

لکه یو شاعر چې د ښکلو کلمو په بڼ کې یوه انساني احساس ته جامې ور اغوندي…

لکه یو سندرغاړی چې د حنجرې په تارونو کې د شعر احساسونه پيي…

لکه لکه لکه…

نن غواړم د موسیقۍ په هغې دروازې یو څه ولیکم چې ډېر خلک ډېر کله ورځي او په سولیدلي لرګي یې غوږ کېږدي او له څه شېبې وروسته کرار کرار ورسره سر خوځوي…

انسان تر اوسه چا پوره ندی کشف کړی، د داسې چا په توګه چې ډېر کیسه کله کیسه لیکم، انسان داسې مخلوق راته بریښي چې په آسانه د یوې مفکورې اغیز پرې ګران کار دی.

زه نه غواړم د هغه ځواک په اړه چې دین، مفکوره، واقعیتونه، اړتیاوې، ژوند او هسکې ټیټې یې له ځان سره لري خبرې وکړم، ماته ښکلا په زړه پورې وبرېښېده…

شعر او موسیقي کله کله په یوه جادويي تار تړل کېږي او زموږ په ژبه ورته د سندرې نوم اخلي د اورېدو په موخه د اړتیا لپاره را منځته کېږي؛ خو د نورو بشري اړتیاوو او پنځونو په څیر هغه هم هسکې ټیټې، ښېګڼې او بدګڼې، ناکامۍ او بریاوې لري…

وايي د انسان په مغز کې یوه ځانګړې برخه ده چې دنده یې د موسیقۍ اورېدل او له هغو څخه خوند اخیستل دي، ښايي له همدې امله وي چې موږ سندرې اورو…

زما یو ملګری دی ویل یې زه له ماشومتوبه د استاد ناشناس له سندرو سره را لوی شوی یم، د هغه سندرې اورم او له بل هېڅ څه نه دومره خوند نه اخلم که د استاد ناشناس له غږ او سندرو څخه؛ ما هم ندی ملامت کړی…

خو جالبه داده چې کله کله به یې له ما وپوښتل چې د موسیقۍ او استاد ناشناس په اړه مې نظر څه دی؛ خو له همدې سره مې ذهن داسې لیرې ولاړ شي چې هغه سفر په جمله کې نشم ورته را ټولولای له همدې امله هم دی چې ځواب نه ورکوم…

د خپل ذهن هغه برخه چې موسیقي اوري داسې یوه دښته په نظر را شي لکه بې ډېوې چې پکې ګرځېدل ناشوني وي؛ له همدې امله دی چې تل پکې ډېوې ګرځي…

زما د دوست ذهن هم همداسې دښته راته ښکاره شي او ته وا د استاد ناشناس غږ پکې د انګازو په ځای وړانګې شیندي د انسان له هسکو ټیټو ډک سفر سره اوږه په اوږه روان وړاندې تېرېږي…

زه نه پوهېږم چې لوستونکی به د دې لیکلو د لوست پر مهال کوم احساس ولري خو زه غواړم چې هغه څه وریاد کړم چې انسان را لاندې ایستلی شي، یواځې دین، کلتور او ادبیات هم ندي چې یو انسان له بل سره بېلولای شي، بلکه د موسیقۍ ژبه په هر انساني ذهن کې خپله کړکۍ لري خو چېرته ډېوې باد ته مخامخ دي او چېرته یې نورې هم روښانه کړې وي…

زما مطلب د موسیقۍ له کلمې یواځې، ډول، سورڼی، رباب او د ټنګ ټکور وسایل ندي… ټولې هغه منظمې څپې چې ذهن ته نېغه ځي او د ذهن په هغه برخه کې چې د موسیقۍ د اورېدو او حس کېدو دنده لري ځای پرځای کېږي…

نن غواړم خپل ملګري ته ځواب ولیکم:

کله چې استاد ناشناس هغه کلمې چې د خوشحال په فلسفي افکارو کې را ټوکېدلې دي او یا هم د مولانا بلخي په څېر سمندري تخیلونو په کاغذونو لیکلې دي را پورته کړي او د ټنګ ټکور په سور کې یې په حنجره کې په شته تارونو پيي؛ ښايي ډېر کسان هغه احساس چې په پایله کې یې رامنځته کېږي درک نکړای شي…

که له یوې خوا د کلمو په اورېدو سړی د مفهوم په پراخه دښته قدم اخیستو ته اړ کړي؛ له بلې خوا په خپله غږ او فزیکي څپې هم ځانګړی سمندر شي بیا به نو هرې برخې ته د ښکلا په فورمول ځانګړی تعریف مومې…

بله په زړه پورې داده چې هر ځل تکراریږي یو ځانګړی احساس او ښايي خوند په ذهن کې پرېږدي چې دا خوند او احساس کله نا کله ناخوښ هم کېدای شي…

موسیقۍ ته تر اوسه چا په دې برخه کې د ټینګار لیکه نده ایستلې چې: دا موسیقي د دې لپاره اورېدل کېږي چې بشر اصلاح شي…

خو ماته د انسان د هغې اړتیا په څېر ښکاري چې د بدن ځانګړي غړي چې د ځانګړو دندو او ځانګړو موخو لپاره جوړ شوي موسیقي هم په بدن کې یوې ځانګړې اړتیا ته ځان رسوي…

زما ملګریه!

کله کله ښايي د دې پر ځای چې د استاد ناشناس په غږ کې ویل شوي شعرونه سمندر غوندې سړی له ځان سره واخلي او کله کله ښايي خپله غږ سړی داسې په ځان کې ورک کړي چې بېرته موندل یې د خوند د له لاسه ورکولو په بیه تمامیږي؛ خو کله کله بیا خپله دا استاد ناشناس دومره په زړه پورې شي چې باید سړی فکر پرې وکړي، هغه استعداد چې د موسیقۍ په پنځون، د شعر په ټاکنه، د احساس په را بیدارولو او د مخاطب په پیژندنه کې یې لري او تر څنګ یې نور هغه استعدادونه چې د هرې سندرې په اورېدو سره یې سړی کشف کولای شي ټول د دې لامل کېږي چې په ریښتیا هم سړی هر وخت د ذهن په دې دښته کې تل د استاد ناشناس د غږ ډېوې ته کیني…

په پای کې غواړم ووایم چې موسیقي هم له موږ سره داسې نږدې اړیکه لري؛ له همدې امله دلته هم د ښکلا په فورمول له څو ډولونو څخه د یوه خوښولو ته اړ کېږو؛ که څه هم چې ښايي هېڅ اړتیا نه وي چې موسیقي واورو…

وايي: فیلسوفان زرګونه کاله را پدېخوا اخته دي او لیکل کوي، خو ډېر انسانان یې لاهیڅ په کیسه کې هم ندي؛ ځکه بې له هغې یې هم ژوند روان دی او ښايي خوندونه هم ومومي…

موسیقي همداسې را ته ښکاري خو لدې لدې سره سره به د موسیقۍ هغې لرغونې اړتیا ته چې بشر پخوا ورته درلودلې په اشارې ووایم چې اوس لا هم اړتیا شته او زما د ملګري په ګډون یې اړتیا اوس هم احساس ده

او

د آشنا خلکو له ذهنه استاد ناشناس هم نشي وتلای …

  1. 3 Responses to “فطرت ته !!!”

  2. یاره د یوې روپۍ خوند نه وو پکې او نور دې دا بکواس بند کړه چې هره ورځ یې پر لراوبر خپروې
    که زه د لراوبر د همکارانو پر ځای وای نو دا پاڼه به مې وخته لا بنده کړې وه

    By وحیدالله on Jan 12, 2010

  3. وحيد جانه!
    ته لا پر داسي څېزونو د پوهيدو ، او د هغو د درک کولو جوګه شوى نه يې!

    مهرباني وکړه، لومړى پخپله د يو دوه کرښو د ليکو زيار وباسه، بيا پر نورو نيوکه کوه……

    By راز on Jan 21, 2010

  4. خوند خو درمل هم نه کوي، خو د روغتيا لپاره اړين دي….. بله دا چې، ذهنونه، ذوقونه او په ټوله کې انسانان له يو بله توپير کوي….. ته او ستا په شان کسان ولې غواړي او هڅه کوي، چې پر نورو خپل ذوقونه او ذهنونه وتپي؟؟؟؟؟؟؟

    By راز on Jan 21, 2010

Post a Comment