شنه شپه
January 29, 2010 – 1:24 pmلنډه کیسه
لمر په غره کېناست، لوړ ځوان چې ستره لنګوټه یې تر سر وه، د سترې کلا دېوال ته یې ډډه وهلې وه او د لمر د ډوبېدو ننداره یې کوله، د شنې او تورې لنګوټې پاسنۍ شمله یې په غوږ را پرته وه او لاس یې په تندي نیولی وو، تر لاس یې زېړ ساعت د ماښام نېمه تیارې ته بیا هم روښنايي کوله، د سترې کلا د شاوخوا کورونو ماښامنی نری شور هم پورته شو، په کلي، شاوخوا کلاګانو او ګڼ ځنګل د ماښام خړه داسې را خوره شوه ته وا ستر څادر د ې پرې را خپور کړ، ځوان ډېره شېبه په سوچ کې وو، وړاندې د کلي له جومات څخه را وتونکو خلکو یې نظر ور واخیست، د هر ماښام په څېر ترې ډله خلک را ووتل، څادرونه یې له ځانه تاو کړي وو او د خپلو کورونو په لوري آرام آرام وخوځېدل، څه شېبه وروسته د جومات مخه له ګڼه ګوڼې داسې تشه شوه ته وا جومات لا هم د هغوی د ولاړېدو په ځای کې ګڼې ګوڼې ته غوږ نیولی.
ځوان ډېره شېبه نور هم ناست وو، کرار کرار په شنه آسمان کې ستوري هم وبرېښېدل، لدې ستوري هغه ستوري او له هغه ستوري ها بل ستوري یې نظر ور واخیست، څه شېبه په آسمان کې ځیر وو بیا یې سر وخوځاوه لاندې یې وکتل، په خپلو څپلیو کې یې سپینو غمیو ته پام شو لکه په آسمان کې ځلېدونکي ستوري هر غمي به ځانته نظر ور واخیست، څه شېبه وروسته یې د اوږدو زرینو پیڅکو څادر له ځانه تاو کړ او پورته شو.
اوس نو د کلي په شاوخوا کې سپیو هم خپله دنده پیل کړه، له هغې او دغې خوا څخه یې غږونه پورته شول، ته وا ټول په یوه غږ دستور اخلي یو پر بل پسې به یې وغپل، د سترې کلا د اوږده دېوال لاندې په قدم قدم د کلا مخ ته را وګرځېد، د کلا په مخ کې سترې او درنې لرګینې دروازې تړل شوې وې، د دوه سترو دروازو تر منځ وړوکې لرګینه دروازه چې اوسپنیزې سولېدلې پټې یې د نوې را پورته شوې سپوږمۍ رڼا ته برېښېدلې لا هم نیم کښه پاتې وه، ځوان هم شاوخوا وکتل او په دروازه ننوت.
ډېره شېبه وروسته بیا د دروازې دروند غږ پورته شو، لوړ ځوان له خپل اوږده ټوپک سره ترې راووت، له دروازې لږ وړاندې نه وو تللی چې دروازه بیا پرانستل شوه او د زړې ښځې رږدېدلي غږ په سترو قدمونو روان ځوان پر ځای مېخ کړ:
- زویه راځه دا شنه شپه وګوره او ستا ځېل وګوره، صبر وکړه چې جرګه څه وايي…
ځوان مخ را وګرځاوه پرته لدې چې د دروازې په خوله کې ولاړې زړې ښځې ته وګوري ټوپک یې له اوږې را ښکته کړ او له میل یې ونیو په ځمکه یې آرام کېښود، په ځمکه یې سترګې ګنډلې وې څه شېبه وروسته یې وویل:
- یا! مورجانې نن یې نوبت دی…
- زوی مې یې، چا به درته دروغ ویلي وي په بل دام کې دې بند نکړي، خدای مه کړه په دې شنه شپه کې ستا په جنازه وانه وړم…
ځوان شاوخوا وکتل، د مور خبر یې غوڅه کړه:
- آرام… ته بېغمه شه! نن یې ټول حسابونه په لاس ورکوم، بېګا مې د ورورک په قبر ډېوې لیدلې، یا به زه هم ورشم او یا به یې کسات واخلم…
له همدې سره د زړې ښځې سوړ اسوېلی پورته شو، ځوان هم ټوپک غاړې ته کړ او غټ څادر یې پرې واغوست، زړې ښځې هم آرام ستره دروازه بنده کړه او په بسم الله بسم الله په تیاره کوڅه د کوټو خواته روانه شوه.
ټول کلی چوپ مالومېده، هلته لیرې د ستر سړک پر سر د موټرونو څراغونه او د سپین سپوږمي نرۍ رڼاوې د کلي تر څنګ په ستره دښته کې یواځې ښکارېدې، لوړ ځوان له دښتې او ستر سړک څخه ستر خټین کلي ته په ورغلې لاره ستر ستر ګامونه اخیستل، کله به یې شا شا ته هم وکتل او کله به یې پورته آسمان ته کتل او له ځان سره به یې ټپه را واخیسته او د شاوخوا کوچني غږونه به یې په خپله زمزمه کې ورک کړل.
له ستر سړک څخه د کلي په لور د اوږده شوي سړک خواته په کوچنۍ غونډۍ یوه څلي هسې نظر ورجلباوه لکه یو څوک چې ګوته په ماشه ناست وي او د ډز کولو لپاره ځان جوړوي، لوړ ځوان آرام آرام له سړک څخه چپ شو او د غونډۍ په لور روان شو، څه شېبه وروسته د هماغه څلي خواته کېناست او له غونډۍ یې شاوخوا چوپه دښته ټوله له نظره تېره کړه، بیا یې په ستر سړک کې سترګې وګڼډلې او له ځان سره یې وویل:
- راځه چې نن دې خپل ځای ته ور ولېږم، په دې شرط چې بې ځایه هوښیاري ونکړې…
کلي ته ټولې ورغلې لارې د سپوږمي رڼا ته سپینې مالومېدې، کلی او په منځ کې یې شین ځنګل ټول د شپې تروږمۍ ته په غېږ ورغلي وو او شاوخوا غرونه اودښته هسې ښکارېدل ته وا ننداره یې کوي.
ځوان به کله د څلي یوې خواته او کله بلې خواته په سترو تېږو تکیه شو، کله به یې په آسمان کې سترګې وګنډلې او څو جملې خبرې به یې وکړې او کله به هم کلي ته متوجه شو د کلي په سر کې سترې کلا ته به یې وکتل، د کلي په بل سر کې بله کلا به یې هم له نظره تېره کړه او له ځان سره به یې وویل:
- په تا به هم دا خوږ ژوند ودروم…
سپوږمۍ نوره د آسمان منځ ته را ورسېده د کلي څراغونه هم بند شول او په ستر سړک د تېرېدونکو موټرونو غرهاری هم نور نه اورېدل کېده.
ځوان د خپل لاس ساعت ته ځیر شو، په دا بل لاس یې نوره تیاره هم پرې جوړه کړه ساعت نور دولسو ته نږدې شوی وو، ځوان پورته آسمان ته وکتل او له ځان سره یې وویل:
- ژوند خوږ وي، خو قانون یې سخت وي…
پدې کې په ستر سړک د موټر غرهاری شو، څه شېبه وروسته د موټر څراغونه ودرېدل، څه شېبه ولاړ وو او بیا روان شو، شاته یې دوه کسان په سړک پرېښودل، ځوان هم آرام د غونډۍ شاته ښکته شو، ښکته په ژوره شېله کې د سړک په لور ټیټ ټیټ روان شو، د سړک غاړې ته یې په یوه ژور ځای کې ډډه ووهله، له سړک څخه را روان کسان هم آرام آرام پرمخ راتلل، ته وا هېڅ یې زړه ندی کلي ته ولاړ شي او یا هم چاته انتظار وي، ایله لس شل قدمه له سړک څخه وړاندې راغلل، ځوان په ځیر د هغوی خبرو ته غوږ شو، خو هغوی ډېرې آرامې خبرې کولې، ځوان ته مخامخ او ښه هم را نږدې شول، ځوان خپل ځان نور هم په ژوره کې پټ کړ بیا یې نو ټوپک را پورته کړ او د ښي څنګ په دنګ ځوان چې د سپوږمۍ رڼا ته یې پکول او سپین کالي ښه مالومېدل نښه ونیوه، خو کله کله به هغه د سترې لنګوټې واله کس هم ورسره اوږه په اوږه شو، ځوان ډېره شېبه پرې سترګه پټه کړې وه، چې پدې کې د کلي له لوري هم د موټر څراغونه ښکاره شول او د موټر غرهاری ولګېده، په سړک روان کسان ودرېدل، څه شېبه یې غوږ ونیو، د پکول واله ځوان په وارخطا غږ وویل:
- شاپور نه وي؟ …
له همدې سره په خپل څنګ اخته شو او د کوم څیز په را ایستلو بوخت شو، لوړ ځوان په ټوپک سترګه پټه کړه له ځان سره یې وویل:
- شاپور له وخته انتظار وو…
له دې سره یې پرله پسې دوه ډزونه وکړل، سړی په سړک را وغورځېده او د شاوخوا په دوړو کې یې دا بل کس هم پټ شو، لوړ ځوان له ځایه ټوپ کړل او په ژوره کې یې د غونډۍ په لور منډه کړه.
د کلي له لوري د موټر څراغونه نور ډېر لنډ شوي وو، دوړه لا په سړک ګرځېده او ژوندی پاتې کس اوس په زوره زوره په نارو سر شو، کله به یې د سړک یوې خواته منډه کړه، کله به بېرته د ویشتل شوي سړي له سر سره ودرېده او کله به یې نارې کړې:
- ناځوانه ! خلاصون نلرې…
لوړ ځوان به په منډه منډه کې پرې وخندل، څه شېبه وروسته د موټر څراغونو ته په سړک اوږد پروت سړی او سرګردانه ځوان په ګردو پټ را ښکاره شول، د موټر دروازې خلاصې شوې او شر او شور پورته شو، لوړ ځوان د غونډۍ په سر څلي ته ډډه وهله له ځان سره یې وویل:
- ځینې یې له سره په قانون نه پوهېږي…
بیا یې کلي ته وکتل، کلی هماغه راز چوپ وو، په رڼا کې هم بدلون نه وو راغلی، شپه هم هماغه راز د شپې په څېر چوپ پاتې وه، خو د لوړ ځوان زړه اوس په زوره ډبېده او په شلمه یې د مخ خولې را پاکولې، په سړک کې یې سترګې ګنډلې وې او ویې ویل:
- ریښتیا هم ډېره شنه شپه وه…
ټوپک یې را پورته کړ او وړاندې غره ته په تللې لاره یې منډه کړه…
خپل کور
۱۳۸۸.۱۱.۰۹
One Response to “شنه شپه”
الهام صيب زما تاوده سلامونه هم ومنې ډيره ښكلي كيسه ده زياته مي خوښه شوه
ستاسو د نورو كيسو په تمه
By اســــدافغان ، خوست on Jan 29, 2010