لوستونکی او کیسه

January 29, 2010 – 1:30 pm

لسم داستاني لیک

سلامونه، نه پوهېږم چې څه لیکم؟ خو دومره پوهېږم چې غواړم تاته یو څه ولیکم، هیله ده خپه پرې نشې!، دا ډېره موده کېږي ورک یم، دا ډېره موده کېږي چې حیران یم، چېرته یم او څه کوم، او تر ټولو مهم دا چې دا ټول ولې؟
خو له هر څه سره سره کیسه لیکم…
د ورکې خبره مې تر دې وکړه چې دا ډېره موده کېږي هېڅ څه ته مې لاس نه ورځي، کیسې مې لیکلې خو په نیمايي کې مې بېرته پرې اېښې دي، خلک هم په خپلو نظرونو کې راته لیکي چې هسې چټیات لیکې اخته یې…
زه چې د ځان لپاره کیسه تعریفوم ښايي ډېر یې راسره ونه مني، ښايي ډېر کسان را باندې غوسه شي چې زه داسې لیکم او یا هم د نورو غوندې نه لیکم، خو خبره دلته ده چې نه پوهېږم څنګه خپل پیغام خلکو ته ورسوم چې څه لیکم او ولې لیکم…
ما په تېرو لیکونو کې هم لیکلي چې ګیله د کمزورو کار دی، نه غواړم ګیلې ولیکم، د دې په خلاف نن غواړم له خپل لوستونکي ولیکم…
د کیسې لمن هومره پراخه ده چې که وغواړو ټول انسان او ټوله نړۍ پکې را ځایولای شو؛ خو دا موږ یو چې اختیار لرو چې څه لیکو او ولې لیکو؛ له همدې امله هم دی چې زما د هیلې سترګې یواځې کیسې ته پاتې دي، غواړم کیسه ولیکم او غواړم کیسې ولولم…
زه نه پوهېږم چې زما لیکلي څوک لولي، پدې هم نه پوهېږم چې هغوی زما د لیکلو په اړه څه احساس لري، خو خپل یواځې یو لوستونکی پېژنم، دا لوستونکی راته ښه معلوم دی، ډېر کله یې په سترګو کې خپلې سترګې وګنډم او ورته کیسې وایمه، هغه هم راته غوږ وي، له څه شېبې وروسته سر وخوځوي وايي:
ولې نه لیکې؟ …
زه نه پوهېږم، څرنګه دې نورو ته هم ووایم چې ولولی! یوڅه ولولی!، خو له ځانه سره وایم چې ولې چاته وایم چې ولولی! یو څه ولولی! باید داسې څه ولولم او ولولو چې په درد ولګي، موږ ډېر څه د لوستلو لپاره لرو، ډېر زیات څه لرو، خو کیسه دلته ده چې څه ولولو؟.
زه چې کله خپل چاپېریال ته وګورم، زړه مې غواړي ولیکم چې ژوند ولولی!، او دا ځکه چې زما دا یو لوستونکی د دې جملې په اورېدو ډېر زیات خوشحالېږي، هر وخت راته وايي چې زه د دې پلوی یمه چې ژوند ولولو.
همدا اوس زما په ذهن کې خپل هغه لوستونکی هم ناست دی چې راته وايي، نور مه لیکه، دا هسې چټیات دي، خو بیا دا فکر هم راسره پیدا شي، چې په تا یې څه عزیزه! زه لیکم ته یې لوله مه! قربان به دې شم، همدا فکر راسره دی چې هر څوک چې څه یې زړه غواړي ولولي لوستلی یې شي او هر څوک چې په څه فکر کړي کولای یې شي، دا نه منم چې پدې کې به زما کومه ګناه پټه وي…
زه چې کله په لاره روان یم، څوک چې بل چاته بد وګوري زور یې له ما وخېژي…
چې څوک درواغ ووايي زه خپه یم…
چې ظلم وینم اول زه خجالت کېږم…
چې د بل ګناه ګورمه زه پښېمان وم…
چې د نورو بدۍ ووینم نو زه له ځانه سره وایم چې نو داسې ولې وشي؟…
ښايي دا به هر څوک ما غوندې وي، خو هغوی خپله کیسه نه لیکي…
دا هغه خبرې دي چې په زړه کې مې غوټه پاتې کېږي، ښايي بل څوک هم ونه غواړي چې څوک له لوستلو منع کړي، چاته زیان ورسوي او بالاخره د ښېګڼې او بدګڼې په تول تللي چېرته بد ثابت شي، خو بیا هم بدي شته او له همدې امله وایم چې دا ښه ده چې یو څوک پیدا شي هغه ولیکي او څوک خبر دي که د ټرافیکو د سرو څراغونو د مراعات په اړه یوه کیسه د دې لامل شي چې څوک له اشارې څخه تېر نشي او که تېر شي د خجالت احساس وکړي؛ ښايي داسې هم وشي؟…
زما دغه یوه لوستونکي د مرګ په اړه کیسه ولوسته، له ډېرې شېبې چرت وهلو وروسته یې ویل:
ښايي هر وخت سړي ته قبر او مرګ دومره ډېر ورپه یاد نشي؛ لکه یو کیسه لیکوال چې هغه د کیسې په انځور کې د قبر تل ته ورښکته کړي او ټول جهان یې له یاده وباسي…
د خپل همدغه لوستونکي له قوله دی چې غواړم ووایم، کیسه هومره هم بېهوده نده چې ځینې کسان یې په اړه خبرې کوي او لیکي چې دا چټیات مه لیکیه!
بیاهم وايم هېڅ نه پوهېږم ولې لیکم؟ خو دومره پوهېږم چې تاته غواړم څه ولیکم، هیله ده خپه پرې نشې!، دا ډېره موده کېږي چې ورک یمه، ورک پدې مانا چې نه پوهېږم څه ولیکم؟…
خو …
زما دا یو لوستونکی غواړي ولیکمه، زه هم فکر کوم بده نده چې څه ولیکمه…

کابل

Post a Comment