امير کروړ، جهان پهلوان او کيسه
July 11, 2009 – 7:32 pm
پنځم ليک
سلامونه، له ليکه به مې پوه شې چې نن مې غوښتل شعر وليکم خو هر څو مې کول شعر مې نه شو ليکلاى د زړه بړاس درته په ليک کې باسم خپله يې لوله او خپله يې سندريز کړه.
ليک مې هم هسې د زړه بړاس دى، د غور په غره ناست يم او ښکته د فيروز کوه شاهي تخت ته مخامخ يم، ما غوښتل چې د دې غرونو منځ کې درته د هغه ماښام کيسه وليکم چې دوه کوچني کاروانونه له يو بله تېرېدل، ما فکر کاوه چې په دا يوه کاروان کې زه هم روان يم، خو وروسته چې مې فکر شو نه زه ناست وم او قلم مې په لاس کې وو.
هغه ماښام چې نوې لمر خپلې وړانګې د فيروزکوه له شاهي تخت څخه ټولې کړې او آرام آرام نرۍ رڼا د غرونو له سرونو هم والوته، هلته ښکته د يو کاروان د پښو ګردونه پورته شول، دېخوا د فيروز کوه له شاهي تخت څخه هم د امير کروړ سوري چې شاوخوا ټولو ملکونو ورته جهان پهلوان ويل کاروان بهر په وتلو وو.
د دواړو کاروانونو د اسونو د پښو ګردونه يو بل ته نږدې کېدل خو هسې ښکارېده لکه چې دا درانه غرونه د يو کس په پلويتوب ښې په کړس کړس چکچکې وهي سړى به حيران پاتې شو، خو ما حيرانتيا ته نه کتل ما… کيسه ليکله
د کوم کاروان په مخکې چې د غوريانو د واکمنۍ له کور يعني غوره را وځي د فيروزکوه تخت له مخې نه روان دى او جهان پهلوان يې تر مخ دى د ډول غږونه يې د هرات، بست، غزني او د غور د شاوخوا ټولې ډبرينې او اوسپنېزې کلاوې په لړزه راوستې. زه لکه چې په کاروان کې روان يم زړه مې غواړي چې بيرغ په لاس کې واخلم او د جهان پهلوان تر مخې جګړې ته ور ودانګو، نن بيا د غور په لمنو کې د جګړې غږ شوى.
د غره په ډډه کې دوړې پورته کېږي، کاروان تېريږي، د ټولو کاروانيانو په زړونو ويره ګډه ده، دلته د دا بلې ډلې په مخ کې جهان پهلوان روان دى، چېغې وهي.
هې کاروان هې کاروان ! …
زه جهان پهلوان يم
زه د شپې غل نه يم
زه تير مخامخ ولم
زه د شپې له کلمو سره هو هو وايم
زه له هر ګام سره الاهو وايم
زما کار د زورواکانو ښکار دى
زه تېغ په پوځ او په اردو وهم
زما قام له درناوي نه ډک دى
زه يې مشر زه يې پاچايمه
زه چاته ګونډه نشم وهلاى
زه جهان پهلوان يم
زه د شپې غل نه يم
هو دا د غيرت چيغې په سيمه کې په زړونو بلا ګډوي او ټوله سيمه غيرت اخلي، خلکو ته د سر نه ټيټولو غيرت زده کوي، او زه يې کيسه ليکم
د هر چا په ياد وي چې وايي
زه يم زمرى په دې نړۍ له ما اتل نشته
په هندو سندو په تخار او په کابل نشته
بل په زابل نشته
له ما اتل نشته
خو کله چې ډېر وخت تېر شوى، د جهان پهلوان کيسې له غرونو سره پاتې دي، دلته خلک وايي لنډه کيسه مه ليکئ، وايي کيسه مه ليکئ، نه پوهېږم چې دا څه وايي او غرونه څه وايي…
خو زه کيسه ليکم، د هماغه ستر کاروان کيسه ليکم هغه چې موږ او نور زړور يې شاته روان يو، ټول په يو غږ د غيرت ناره وهي…
خو زه هم کله کله شکي شم دا هغه کاروان ندى، هغه کاروان ډېر وختونه وړاندې وو او اوس د هغوى هېڅوک ندي پاتې، د هغو کاروانونو کيسې يواځې له غرونو سره پاتې دي، دا خلک هم چې دلته زما په څنګ کې روان دي فکر کوي چې په کوم ستر کاروان پسې روان دي چې هغه نارې وهي چې له ما اتل نشته، خو څوک نشته چې له شا پرې غږ وکړي چې دې غرونو ته څوک دوکه نشي ورکولاى دا جهان پهلوان ندى…
نه پوهېږم چې زه درته څه ليکم، خو دومره پوهېږم چې ليک ليکم، هيله ده ته هم ترې ستړې نشې، څه وکړم چې کله هغو غرونو ته وګورم، د هغو کاروانونو غږ مې په غوږونو کې انګازې کوي او هسې فکر کوم لکه چې د کاروان په مخکې جهان پهلوان روان دى.
خو ….
اوس پوه شوم چې په خالي جنازه پسې روان يم…
One Response to “امير کروړ، جهان پهلوان او کيسه”
da zama da zara qesa de lekaly de tol dokabazan mashran pa mack rawan de khalak doka kawe da la che waye pa palaw ke molai
By M Karim Zadran on Jul 21, 2009