Archive for the ‘زما لنډي کيسې’ Category

د سفر پېښه

Monday, March 1st, 2010

لنډه کیسه د سړک له غاړې د خټینو دوه دریو کوټو تر مخې ګڼ موټرونه ولاړ وو او ګڼ خلک هم سره ښورېدل، د خټینو کوټو له لوري تر سړک پورې غاړه د لوړ غره پر سر د لمر وروستۍ وړانګې نور د ټولېدو په حال کې وې، او څو ...

لوستونکی او کیسه

Friday, January 29th, 2010

لسم داستاني لیک سلامونه، نه پوهېږم چې څه لیکم؟ خو دومره پوهېږم چې غواړم تاته یو څه ولیکم، هیله ده خپه پرې نشې!، دا ډېره موده کېږي ورک یم، دا ډېره موده کېږي چې حیران یم، چېرته یم او څه کوم، او تر ټولو مهم دا چې دا ټول ولې؟ خو ...

شنه شپه

Friday, January 29th, 2010

لنډه کیسه لمر په غره کېناست، لوړ ځوان چې ستره لنګوټه یې تر سر وه، د سترې کلا دېوال ته یې ډډه وهلې وه او د لمر د ډوبېدو ننداره یې کوله، د شنې او تورې لنګوټې پاسنۍ شمله یې په غوږ را پرته وه او لاس یې په تندي ...

واوره او وینې

Saturday, November 14th, 2009

Blood and snow لنډه کیسه له پرون غرمې راهیسې چې واورې په اورېدو پیل کړی وو، نو هېڅ یې چاته د بهر وتلو مجال نه وو ورکړی، په درې څلور قدمۍ کې څوک نه لیدل کېدل، خړه لړه او تیاره خپره وه او ټول خلک په خپلو کورونو ننوتلي وو، واوره به ...

لیکوال

Thursday, November 12th, 2009

لنډه کیسه لیکوال: عبدالله الهام جمالزی د پرانستې کړکۍ خواته ناست وو، له کړکۍ بهر یې خلک له نظره تېرول، ټول په خپلو کارونو بوخت وو، چا د هغه خواته نه کتل، هغه هم په خپلو سوچونو کې ډوب وو. د کوټې سپین رنګ هم زوړ اوسولیدلی ښکارېده، سپین چت یې هم ...

آلبېړ کامو پياوړى فرانسوى الجزايري کيسه ليکوال

Thursday, October 22nd, 2009

مشهور سوسياليست ليکوال او د ادبياتو د نوبل جايزې ګټونکى فرانسوي توکمه آلبير کامو د ١٩١٣ کال د نومبر په اوومه نېټه په الجزاير کې په يوه کوچني کلي کې زېږېدلى دى. د کامو کورنۍ له هغو کډوالو څخه وه چې له فرانسې څخه د ځمکې او کروندګرۍ په موخه الجزاير ...

کيسې او کيسه

Saturday, October 3rd, 2009

نهم ليک  سلامونه، هيله ده خوشحاله به يې، دا ډېره موده مې درته ليک نه وو استولى ايله چې نن مې درته ليک وليکه، هغه مې هم هغه خاطرې رايادې شوې چې کله کله به مې په ليک ليکلو خپلې خاطرې به مې درته ليکلې او خپل احساسات مې درته په ...

مظلومه ښځه

Monday, September 28th, 2009

د بوډۍ ښځې په مخ اوښکې را روانې وې، مخ يې په وېروونکې توګه تور وو، يوه سترګه يې ړنده وه او بله سترګه يې هم نيمه شنه او نېمه توره په ويروونکې ډول برېښېدله، خيرن سر او تور څېرې څيرې ټکرى يې په سر وو او د تور دېوال ...

انقلابي وينا

Monday, September 28th, 2009

وړوکى سړى وو، ککرۍ يې په سالون کې ځوړندو سترو ګروپونو ته رڼه برېښېده، غلى د خلکو په منځ کې ناست وو، خلکو ټولو په هغه کې سترګې ګنډلې وې، په ځير ځير يې ورته کتل، هغه سپينې جامې اغوستې وې، سپين څادر يې په غاړه پروت وو او کله ...

غم او کيسه

Tuesday, August 18th, 2009

اتم ليک سلامونه، هيله ده ته به خوشحاله يې، هيله ده ته به غم ونلرې، هيله ده ته ما غوندې له ستونزو سره نه يې لاس او ګرېوان، ته چې له دې ځايه تللې يې دېخوا ريښتيا غمونو خوله لګولې، نړۍ بله جامه اغوستې او تندى يې ترينګلى ښکاري. زه ...