Archive for October, 2008
Friday, October 31st, 2008
تصویرونه ټول ودرېدل، لکه د جامو په انوارۍ کې چې خپلې جامې یو پر بل پسې اړوي هسې یې تصویرونه یو پر بل پسې اړول، یوه خندل، په یوه کې ناست وو، عجیب!!! ... تصویریونه وخوځېدل، کوم تصویر چې خندل یې خندا یې پسې وغځېده، خندل یې لا، آخر یې ...
Posted in زما لنډي کيسې | No Comments »
Friday, October 31st, 2008
داستان یا ناول (Novel) نثري تخیلي اثر ته وايي، د ناول کلمه انګلیسي ده او په زیاترو اروپايي هېوادونو کې یې معادل کلمه رمان ده. خپله د ناول کلمه هم له ایټالیايي کلمې (نوولا) څخه اخیستل شوې چې معنی یې نوی کوچنی مطلب دی، په څوارلسمه پېړۍ کې ...
Posted in دکیسې په اړه, ناول | No Comments »
Friday, October 31st, 2008
له سهاره مې چرت سم نه وو ، بېګامې ښه خوبونه هم ونه لیدل ، له پیشنمي هم پاتې شوی وم هسې مې زړه کېده چې له یوچا سره خوله ونښلوم ، جامې مې واغوستې بهر ووتلم ، مور په کړکۍ کې ولاړه وه بهر یې د څه شي سیل ...
Posted in زما لنډي کيسې | No Comments »
Friday, October 31st, 2008
څټک یې په سندان وټکاوه ، په تندي یې خولې ډنډ ولاړې وې ، له جیبه یې دستمال راوویست خولې یې پاکې کړې او بیایې په اور کې سرو اوسپنو ته وکتل ، چې څومره به اور تازه کېده هومره به یې قدرت زیاتېده ، چې څومره د لمبې او ...
Posted in زما لنډي کيسې | No Comments »
Friday, October 31st, 2008
دغه کیسه دلته واوری ډیران ، لنډه کیسه
یواځې دوړې نه وې ، د بګیو د بیروبار او شاوخوا د لرګیو غټو غټو انبارونو هم کوڅه سره تنګه کړې وه ، د کوڅې په سر کې له سخت بیروبار ډېر لیرې نه وو چې کوڅه یو له یوه له چوپتیا سره مخ ...
Posted in زما لنډي کيسې | No Comments »
Friday, October 31st, 2008
کیسې او نکلونه له ډېر پخوا راهیسې زموږ په ټولنه کې دودوو، له ډوډۍ خوړلو وروسته د ماخوستن له خوب وړاندې اوږده نکلونه اوس هم ژوندي دي، لکه اوسني اوږده ناولونه هسې به اوږد وو ، ټوټه ټوټه به شو او څو شپې به یې دوام کاوه، خو اوس اوس ...
Posted in دکیسې په اړه | No Comments »
Thursday, October 30th, 2008
شپه به له نیمې اوښتې وه کوټه دسګرټودودونوپه سرواخیسته بالښت ته مې ډډه لګولې وه اوډاروونکې کیسې مې ژباړلې همداسې ډاروونکې کیسې مې څوکاله وړاندې هم ژباړلې وې ، پخپل وطن کې په خپل کورکې هاغه وخت مې سرهم نه خوږیدلو په کوټه کې به دسګرټودودونه هم نه وو ...
Posted in زما لنډي کيسې | No Comments »
Thursday, October 30th, 2008
اکرم دکان ته راننوت ، سلامي یې ووهله ، اکرم هم عجیب شوخ سړی وو ، بس چې هرڅوک به یې ولیدل یوه شوخي یې ورسره حتماً کوله . دکان ته به هم چې هرکله راننوت بس لکه عسکر چې خپل افسر ته سلامي وهي هغه به هم سلامي ووهله ...
Posted in زما لنډي کيسې | No Comments »
Thursday, October 30th, 2008
له کوره راووتلم ، په لارې په همدې سوچونوکې وم ، نن څنګه ؟ نن به یې ووینم ؟ که مې ولیده نو څه به ورته ووایم ؟ هیڅ ...
سرمې نن درد کاوه ، مور مې ډیر راته وویل نن مه ځه که ځې هم بیا له ښوونکي اجازه وغواړه ...
Posted in زما لنډي کيسې | No Comments »
Thursday, October 30th, 2008
شور تنګ کړم دموټرونو هارنونو او رنګارنګ غږونو مې په سر کې انګازې جوړې کړې سرمې کرار کرار په درد پیل وکړ ، سترګو مې هم درد کاوه خو چې لاس به مې پرې کیښود درد به یې نور هم زیات شو خو نه پوهیږم ولې به مې له ...
Posted in زما لنډي کيسې | No Comments »