Archive for November, 2008

کیسه لیکنه؛ لومړني ګامونه … لومړۍ برخه

Wednesday, November 26th, 2008

سړی که هرې څانګې ته ننوځي هر څه چې غواړي زده کړي دهغې څانګې په اړه په شخص کې له وړاندې یوې زمینې ته اړتیا شته په هنر کې هم د ځینو په باور د هوښ او احساس شتون هغه چاته اړین دی چې دې څانګې ته ننوځي. د نړۍ ...

وېرجینیاوولف؛غښتلې کیسه لیکواله مېرمن

Tuesday, November 25th, 2008

مېرمن وېرجینیا وولف (Virginia Woolf) د ۱۸۸۲ زېږېدي کال د جنورۍ په ۲۵ نېټه د لندن په ادلین ویرجینیاسټفن کې نړۍ ته سترګې وغړولې. پلار یې هم سرلزلي سټیفن (Sir Leslie Stephen) د ملکې وکتوریا پر مهال د انګلستان د ادب پیاوړې څېره او د انګلستان د اتلسمې پېړۍ ...

څلور بوټونه او یخه شپه

Tuesday, November 25th, 2008

په ځمکه د څلورو څیرو پلاستیکي بوټونو د څښېدو او غچ غچ غږ په شر او شور کې پورته کېده، په پلاستیکي بوټونو کې یې پښو پېړو جرابو بوټونه شلول او له بل ګام سره به بېرته سره سمېدل، ځانونه یې په غټو څادرونو کې تاو کړي ...

چارلز دیکنز؛د نړۍ نامتو لیکوال

Wednesday, November 19th, 2008

چارلز جان هوفام دیکنز (Charles John Huffam Dickens) د ۱۸۱۲ کال د فبرورۍ په اوومه نېټه د انګلستان په همپشایر برخه کې د پورتسموت ښار په لندپورت سیمه کې په یوه ګڼه کورنۍ کې پداسې حال کې نړۍ ته سترګې پرانستې چې انګلستان لا له ناپلیون سره د جګړې ...

اډګر الن پو؛ د نړیوال داستاني ادب مخکښ

Saturday, November 15th, 2008

    اډګر الن پو (Edgar Allen Poe) د ۱۸۰۹ زېږيدي کال د جنورۍ په ۱۹ نېټه د امریکا په بوسټن ښار کې نړۍ ته سترګې وغړولې، پلار یې په کوچینوالي کې له لاسه ورکړ او بې وزله ژوند یې پیل کړ، خو سره لدې ستونزو پوهنتون ته په تګ بریالی شو ...

دګمرک عملیات

Saturday, November 15th, 2008

            درييس بیا شونډې په رپیدو شوې ، عجیبه غوسه یې ده سړی په سترګو کې هغه دچاخبره خوري ، زما له داسې مسوول نه بد راتلل خو اوس مې خدای ورسره سروکار کړی وو څه مې کړي وای . ډګروال زمری یې له لاسه ونیو پورته یې ورته وکتل سترګې ...

روسی چخوف؛ د نړۍ د داستاني ادب ځلانده ستوری

Wednesday, November 12th, 2008

      انتون پاولوویچ چـِخوف ( Анто́н Па́влович Че́хов)د ۱۸۶۰ زيږېدي کال د جنورۍ په  ۱۷ نېټه د قفقاز په شمال کې د تاګانروک په بندر کې نړۍ ته سترګې غړولې، پلار یې هټیوال وو او په عین حال کې یې له هنري آثارو سره زیاته مینه درلوده چې همدغه مینې په ...

یواځې

Wednesday, November 12th, 2008

  ټولو لېونی باله، چا به وېل چې اعصاب یې خراب دي، چا به وېل چې د پلار مرګ پرې تاثیر کړی او چابه وېل نه دا قصداً داسې کوي. ښکلې ځواني، پاک کالي، ښایسته سترګې او لوړ ځوان وو، خبرې یې ساده او کلیوالې وې، چې له غټو خلکو سره ...

امریکايي همینګوی؛ د نړۍ د داستاني ادبیاتو ځلانده ستوری

Tuesday, November 11th, 2008

    ارنست میلر همینګوی  د ډاکټر کلارنس همینګوی دوهم ځوی د ۱۸۹۸ زيزېدي کال د جولای په ۲۱ نېټه د ایلینوی ایالت په اوک پارک کې نړۍ  ته سترګې وغړولې. مور به یې د مذهبي سرود زده کولو ته هڅاوه خو پلار به یې د کب نیونې جال او لرګی په ...

سلو(کرار) ذهن

Tuesday, November 11th, 2008

    سترګې یې کلکې کلکې پټې کړې، سر یې وڅانډه، بیا یې مخامخ ولاړ سړي ته وکتل، د هغه په ګوتو کې له بل سګرېټ څخه نری نری دود پورته کېده، د مخامخ ولاړ سړي پخوانی کوچنی مخ غټ شوی وو، ننوتلې سترګې یې نورې هم کوچنۍ او غار ښکارېدې، په ...