Archive for December, 2008

کیسه لیکنه لومړني ګامونه… درېمه برخه

Wednesday, December 31st, 2008

په کیسه کې څرنګه موضوعات ځای کړو؟   په تېرو برخو کې خو مو د کیسې په لومړنیو ګامونو او د یوې مناسبې کیسې په ځانګړنو خبرې وکړې، دلته غواړو چې د داستان لیکنې د موضوع په ټاکنې لنډې خبرې وکړو. له ټولو هغو پېښو څخه چې په ژوند کې مو ...

وېلیم سامرست موام؛ پیاوړی انګریز لیکوال

Tuesday, December 30th, 2008

  ویلیم سامرست موام (William Somerset Maugham) د ۱۸۷۴ زیږېدي کال د جنورۍ په ۲۵ نېټه د فرانسې په پلازمینه پاریس کې نړۍ ته سترګې وغړولې. د دغه انګریز لیکوال د زېږېدو پر مهال د هغه پلار په پاریس کې په انګلستان سفارت  حقوقي سلاکار وو او تر دیارلس کلنۍ پورې ...

مسلکی وژونکی دوهمه برخه، بل قتل

Sunday, December 28th, 2008

  بل قتل   سهار وختي د زړې کلا د لرګینې درنې دروازې خواته ودرېده، لمر نیمايي له غره راجګ شوی وو، هغه یې وړانګو ته کتل چې آرام آرام په ځمکه خپرېدلې، په کلي لا د سهار خړه پرته وه، د چوپتیا سندره په ځنګل کې ګرځېده او یخ هم  د لمر ...

الکساندر پوشکین، ستر روسی لیکوال

Sunday, December 28th, 2008

الکساندر سرګيي یویچ پوشکین (Александр Сергеевич Пушкин) د ۱۷۹۹ کال د جون په شپږمه نېټه د روسیې په مسکو ښار کې نړۍ ته سترګې پرانستې. پلار یې له یوې اصیلې روسي کورنۍ څخه وو او مور یې د یو اتیوپیايي مريي او د ستر پتر تزاري د برکټي لمسۍ وه.   د ...

د (مسلکي وژونکی) ناول لومړۍ برخه پر لیکه شوه

Wednesday, December 24th, 2008

مسلکي وژونکی دکلي قتل، لومړۍ برخه په ټولګیو کې د ګڼ شور منظمې سندرې د ټولګیو ترمنځ اوږده غځېدلې کوڅه په سر اخیستې وه، د کوڅې په څنګ کې یو ټولګی له نورو لوړ وو او کړکۍ یې هم کوڅې ته پرانستې وې، په دوهمه کړکۍ کې ناست ځوان د ...

ګي دوموپاسان؛ پیاوړی فرانسوی کیسه لیکوال

Monday, December 22nd, 2008

  ګي دوموپاسان (guy-de-maupassant) د ۱۸۵۰ ریږېدي کال د اګست په پنځمه نېټه د فرانسې په شمال لویديځ کې د (دی اپ) ښار ته څېرمه نړۍ ته سترګې پرانستې. هغه د ګوسټاو فلوبر فرانسوي کیسه لیکوال په څېر د نړۍ د واقعیت پالو یا نچرلیسټانو (Naturalists)لیکوالو د مکتب بنسټګر بلل کېږي. ...

داستایفسکي؛ روسی پوځي او پیاوړی لیکوال

Saturday, December 20th, 2008

فیودور میخاییلوویچ داستایفسکي (Fedor Mikhailovich Dostoyevskiy)د ۱۸۲۱ کال د اکتبر په دېرشمه نېټه په مسکو کې په هغه روغتون کې نړۍ ته سترګې وغړولې چې پلار یې په کې په دنده درلوده. پلار یې له یوکراين څخه مسکو ته کډه کړې وه او مور یې هم د مسکو د ...

طبیعت، كيسه، عبدالله الهام

Friday, December 19th, 2008

    شېبه وړاندې باران اودرېده، ډېر ژر لمر راپورته شو، لمر وچ د سر له پاسه وو او سیوري بیخي کم مالومېدل، وړاندې شنې ونې او د ټولو پاڼې لمر ته برېښېدې، نري شمال له غونډۍ شاوخوا راټولې ونې  کرارې کرارې ښورولې، ته وا لمر ځمکې ته رانږدې کېږي روښنايي او ...

کیسه لیکنه لومړني ګامونه، دوهمه برخه

Thursday, December 18th, 2008

  ژباړه: الهام   د یوې ښې کیسې ځانګړنې په تېره برخه کې مو د کیسه لیکنې ډګر ته د ننوتو په لومړنیو ګامونو خبرې وکړې او دې څانګې ته دننوتلو په شرایطو وغږېدو. پدې مقاله کې غواړو چې د یوې ښې کیسې په ځانګړنو لږې خبرې وکړو. لومړی: خدای ج باید په یاد ...

ګوګول؛ پیاوړی روسی لیکوال

Wednesday, December 17th, 2008

نیکولای واسیلویچ ګوګول (Nikolay Vasilevich Gogol، Никола́й Васи́льевич Го́голь) په ۱۸۰۹ زیږېدي کال د اوکراین په یو مرکزي ښار کې نړۍ ته سترګې پرانستې، او په خپل زیږنځای (سوروچینستي) کې لوی شو، په حقیقت کې یې د کورنی نوم اینوسکي وو خو نیکه یې د ګوګول نوم غوره کړی وو ...