کيسه

د سفر پېښه
لنډه کیسه

د سړک له غاړې د خټینو دوه دریو کوټو تر مخې ګڼ موټرونه ولاړ وو او ګڼ خلک هم سره ښورېدل، د خټینو کوټو له لوري تر سړک پورې غاړه د لوړ غره پر سر د لمر وروستۍ وړانګې نور د ټولېدو په حال کې وې، او څو ګامه وړاندې د دوه غرونو د پوزو د لګېدو په سیمه کې د تنګي په خوله کې دواړو غاړو ته به کله کله د شخصي جامو د وسله والو کسانو د غوسې نارې هم پورته شوې. د خټینو کوټو تر مخې خلک ځینې په اودسونو بوخت وو او ځینې هم هلته او دلته په لمانځه ولاړ وو، له تور غځېدلي سړک څخه هم یو یو موټر وړاندې د تنګي په خوله کې د وسله والو کسانو لخوا راګرځول کېده او د خټینو او بیروبار کوټو مخې ته به درېده.

په شاوخوا کې ژوره تیاره خپره شوه او د خټینو کوټو د ننه څراغونه بل شول، د کوټو د ننه سولېدلی فرش هوار وو او خلک هم پرې لیکه لیکه ناست وو، په اوږده لویه کوټه کې څو ځایه تیلي خیرن څراغونه له خپې او تتې رڼا سره روښانه وو او خلک هم ډېری په چرت کې آرام ناست وو.

څه شېبه وروسته بهر د باران شرنګی هم پورته شو او د خلکو په منځ کې یو آرام شور هم پورته شو، د لویې کوټې په پاسني سر کې دوه خیرن کسان راښکاره شول، هغه یوه یې په لوړ آواز وویل:

-	کتارونه جوړ کړﺉ ډوډۍ تیاره ده

خلک هم سره وښورېدل، نري خړ دسترخوان ته یې د اوارېدو ځای ورکړ، خلک یې هم یوې او بلې خوا ته کېناستل او د دروازې په لور یې سترګې کږې شوې. بهر د باران شرنګی او د ننه د خلکو ګنګوسه په منظم ډول د کوټې په خلکو خپرېده، ته وا ځانګړی ډار په خلکو واکمن دی ټولو یوه بل ته ځیر ځیر کتل، ځینې ځینې به سره په خپلو کې ګړېدل او ځینو به د کړکیو په لور د باران په شرنګي پسې پام ګرځاوه، له دروازې څخه د ډوډۍ کتار را روان شو، هر سړي ته به یوه کوچنۍ کاسه او یوه ټوټه ډوډۍ کېښودل شوه او هغه به هم له وار سره پرې شروع کوله.

د کوټې په پاسني کونج کې ناستو دوه ځوانانو د ټولې کوټې خلک یو یو له نظره تېرول، ډېری خلکو هم په دوی کې نظر ګنډلی وو، په همدې کتار کې څو نور کسان هم ناست وو چې کله کله به یې لدې ځوانانو سره د لارې په اړه خبرې کولې، خو ځوانان ډېری په خپلو کې سره بوخت وو او د شاوخوا خلکو په ځیرځیر نظرونو یې چرت نه واهه.

ځوانانو د ناستو خلکو تر منځ په پاکو جامو، خرېلو ږیرو، سپینو رنګونو او حیران حیران نظر له نورو خلکو ژر پام ځانته ګرځاوه، لومړی یې ډوډۍ ته په ځیر ځیر وکتل او بیا یې نورو خلکو ته په کتنې سره خپله هم په ډوډۍ خوړلو بوخت شول، کله کله به یې یو بل ته وکتل او کله به یې په حرص سره کاسې ته وچه ډوډۍ ورښکته کړه، د کونج ځوان دا بل ته ور په غو شو.

-	یاره د باران او وحشت شپه ده خو دا خیرنه ډوډۍ ګوره هېڅکله به چېرې ډوډۍ داسې خوند نه وي کړی

مخامخ ناست ځوان موسکی شو، څه یې ونه ویل او ډوډۍ خوړلو ته یې دوام ورکړ.

ډوډۍ ختمه شوه او د خلکو له منځه دسترخوان او د چای ګیلاسونه هم ټول شول، ځینې خلک بهر ته ووتل خو چې پورته کېدل به خپل څادرونه به یې په خپل ځای کېښودل او یا به یې د څنګ کس ته وویل چې د هغه په ځای فکر وکړي.

د دوه ځوانانو تر منځ د کونج ځوان ځان سره کش کړ، کله به یې کړکۍ ته وکتل او کله به یې خپل ملګري ته، ملګري ته ورپه غوږ شو.

- راځه یو ځل بهر ووځو!

ملګري یې شاوخوا وکتل لنډ ځواب یې ورکړ

-	دا ځای چې ورک کړې والله بهر به دې ځای وي

ځوان سترګې او وروځې سره کش کړې او بېرته یې دېواله ته تکیه وکړه، د دوی له کتار څخه هم دوه کسان پورته شول او بهر ووتل، ځوان د هغوی پښو ته کتل چې په بیروبار کوټه کې د خلکو تر منځ وړاندې روانې وې، بیا یې خپل ملګري ته ور په غوږ شو

-	هغه دي زموږ د موټر سپرلۍ هم څو کسه شته هغوی ته به ووایو چې زموږ ځایونه وساتي.

ځوان هغوی ټول له نظره تېر کړل، د ټولو په نظر کې ځانګړې پوښتنې وې، هغوی دوه ځوانانو ته حیران کتل او بیا به په خپلو کې سره وپسېدل او بیا به موسکي شول، مخامخ ځوان له لږ ځنډ وروسته وویل:

-	ته ووځه زه به دې ځای وساتم خو که ژر راشې!

ځوان سر وخوځاوه او بهر ووت، په کوټه کې پاتې شوي ځوان هم په خلکو کې سترګې وګنډلې او د کوټې له یوه سره یې پیل کړ د کوټې تر بل سر پورې هر سړی یې ځانګړی ځانګړی له نظره تېر کړ. د چا سترې سترې لنګوټې پر سر وې او غټ څادرونه یې له ځانه تاو کړي وو، څوک خپلو پنډکیو ته په ډډه وو او چا هم د نصوارو ستر قوطي په لاس کې هغې او دې خواته اړول را اړول. ډېر ځنډ وشو ډېری خلک بېرته کوټې ته را ننوتل خو د ځوان د ملګري پته ونه لګېده، هر سړی چې به کوټې ته را دننه شو، په مخامخ کونج کې ناست ځوان به په غور سره له نظره تېر کړ، خو څه پته ونه لګېده.

د اوږدې کوټې په پاسني سر کې بیا دوه د خیرنو اږدو وېښتانو خاوند ځوانان را ښکاره شول او لکه چې وختي یې د ډوډۍ وویل هغسې یې د خوب لپاره هم معلومات ورکړل، او د ډوډۍ د پيسو له ټولو وروسته يې ټولو خلکو ته وویل چې هر سړی په خپل ځای وغځېږي او ویده شي، خو د کونج ځوان په دروازه کې سترګې وې، او راننوتونکي کسان یې له نظره تېرول، په کوټه کې بیروبار شو او له لمانځه وروسته هر سړی په خپل ځای کې آرام را چپه شو او له لږ ځنډ وروسته یې د خرهار آواز هم پورته کېده.

په کونج کې ناست ځوان خپل د څنګ ملګري ته په آرام غږ وویل:

-	وبښه دغو څادرونو ته فکر کوه زما ملګری ورک شو یو ځل هغه پسې ورځم.

د څنګ اوږده غځېدلي سړي هم ورته مخامخ وکتل او د هو په علامه یې سر وخوځاوه، ځوان هم په بیروبار کې له کوټې څخه ووت.

بهر د باران اوبه هغه او دغه ځای ډنډ مالومېدې، شاوخوا هم څوک نه ښکارېدل، ځوان په بیړه بیړه شاوخوا له نظره تیر کړ او د خټینو کوټو په مخ کې له ولاړو موټرونو څخه وړاندې تیر شو، له لیرې پرې غږ وشو

-	آهای صبر څوک یې؟

-	ملګری مې ورک دی

-	ځای پر ځای ودریږه زه راځم

ټوپکوال په توره شپه کې مخامخ په ځوان را روان وو او مخامخ لوړ ځوان ته ودرېده، په ستره کورتۍ د اغوستي څادر لاندې یې ټوپک را کوز کړ او لاس یې پرې تیکه کړ

-	چېرې دې ورک کړ؟

-	له کوټې راوتلی دی بېرته رانغی

-	څه وخت؟

-	له ډوډۍ وروسته

-	همدلته چېرته په موټرو کې به وي را به شي، ځه لاړ شه امنیتي وضعه ښه نده، غله زیات دي، که له غلو خلاص شې دا وړاندې پولیس دې هم په توره شپه کې بیا نه پرېږدي، هغوی ګوره ډز کوي، ځه لاړ شه بل ځای به ناست وي تا به نه وي لیدلی…

مخامخ لوړ ځوان یې خبرې پرې کړې

-	زه وایم نشته ورک دی بهر را ووت ته وایې رابه شي دلته بهر پشۍ هم نه ښکاري نو څه شو؟

سړي په غوسه ټوپک را پورته کړ او لوړ ځوان یې په مخ وټپاوه

-	درته ومې ویل چې اعصاب مې مه خرابوه ځه لاړ شه تللی به وي

-	چېرې؟

-	خو په دې موټرو کې به تللی وي لږ وختي درې موټرونه لاړل ویل یې چې ناروغان راسره دي له هغوی سره به تللی وي

-	هغه زما ورور وو یواځې نه تلو

ټوپکوال شاوخوا وکتل اسوېلی یې وایست، په وړاندې کس یې غږ وکړ

-	صبوره! هغې خواته کوم څوک ندی درغلی؟

-	یا

ټوپکوال څو شېبې شاوخوا وکتل بیا یې آرام مخامخ ځوان ته وکتل او ویې ویل

-	ځه ته لاړ شه ویده شه که اوس پیدا نشي سهار به پیدا شي، حالت ښه ندی نور دې بهر نشم پرېښودلای ځه لاړ شه

ځوان بیا هم هغه خوا دې خوا کتل او په ژړغونې لهجه یې وویل:

-	غلو نه وي بېولی؟

-	نه که خدای کول غله نشته، ځه دلته چېرته به وي ته به ترې ورک شوی یې سهار به پیدا شي، ځه اوس لاړ شه

ځوان شاوخوا وکتل او آرام په ګڼو موټرونو کې تیر شو، د خټینې کوټې په مخ کې څه شېبه ولاړ وو شاوخوا یې له نظره تېره کړه بیا یې په زوره نارې کړې

-	بریالیه! بریالیه! بریالیه!

کوم غږ یې وانه ورېده، د سړک لخوا څخه د هماغه ټوپکوال غږ راغی

-	ځه ته لاړ شه زه یې ګورم که پیدا مې کړ راولم یې، ځه اوس لاړ شه ته ځان ورسوه، ځه نور

ځوان په بیړه د سترې کوټې دروازه پرانستله، نېغ یې هغه کونج ته وکتل چې له خپل ورور سره پکې ناست وو، په کونج کې خلکو په ځانونو څادرونه کش کړي وو خو د هغوی د دواړو څادرونو ځای خالي وو، بیا یې سر وخوځاوه او په ټوله کوټه کې یې په تیت پرک پرتو کسانو نظر واچاوه، ټول ویده وو، یواځې څو کسان د کوټې په هغې او دې خوا کې سره ناست او څراغونه هم تت شوي وو او د خلکو د خرهار غږ په ټوله کوټه کې خپرېده.

ځوان په کونج کې غلی کېناسته، ډېره شېبه په چرت کې وو، بیا یې د څادر پیڅکه ورپورته کړه او اوښکې یې پرې پاکې کړې، د کړکۍ تتې رڼا او د څراغونو په کوچنیو رڼاګانو کې یې سترګې ګنډلې وې او د خلکو د درانه خوب خرهار ته یې غوږ نیولی وو.

بهر به کله کله غږ وشو، د سپیو غپا هم نوره د کوټې په غږونو زوروره شوه او ښه سمه اورېدل کېده، ځوان هم نور د پټې خولې ژړا یو څه پورته کړه، په نیولي او خپه کوونکي غږ یې په وېړه خوله ژړل او څادر یې هم له سترګو را روانو اوښکو ته ټینګ نیولی وو.

په غځېدونکې ژړا کې به یې کله کله شاوخوا وکتل، د کوټې له هغه سره تر دې سره به یې ټول ویده خلک یو یو له نظره تېر کړ، په ټولو کسانو کې یواځې ډېرو لږو کسانو خرهار نه کاوه نور د هر یوه خرهار ځانګړی حس کېده.

ځوان څادر سترګو ته ټینګ کړ او مخامخ په څادر یې مخ کړ او سر یې په ځمکه کېښود، کله کله به یې پورته وکتل او د پوزې د سړهار غږ به یې د ژړا غږ نور هم لوړ کړ، خو د هغه ژړا او د خلکو خرهار نور په منظمه سندره بدل شو.

آرامه آرامه د کړکیو تته رڼا په روښانه کېدو شوه، په کوټه کې ځای ځای ځینې خلک پورته شول، ساعتونو ته یې په ځیر ځیر کتل او له کوټې څخه بهر وتل، دوه درې کسان چې ووتل هغه هم پورته شو او له کوټې څخه وواته.

بهر ټینګه تیاره خپره وه، پخوا راوتلو کسانو هم سترګې موږلې او په وړاندې موټرونو کې ورک شول، څه شېبه وروسته د ګڼو موټرونو تر منځ د ولاړو څو موټرونو د چالانېدو غږ پورته شو، ځوان له کوټې څخه شاته را وګرځېده، د کوټې تر شا هم هېڅوک نه ښکارېدل، له کوټې چار چاپېره را وګرځېده، هېڅوک نه مالومېدل، ډېره شېبه هغې او دې خواته وګرځېده نور نو رڼا شوې هم وه، په وړاندې کوچنۍ غونډۍ له ناستو څو کسانو څخه یو یې د کوټې په لوري را ښکته شو، ځوان یې هم مخې ته ورغی، سړي پرې له لیرې غږ کړ

-	څه چل دی؟

-	ورور مې ورک دی

-	ښه هماغه بېګانی یې؟ … خیر اوس ښايي پیدا شي صبر وکړه چې دا ټول خلک اودسونو ته را ووځي

د ځوان تته او ډب ژړا په زوره شوه، په ژړا کې یې وویل

- له څه نه چې ډارېدم هماغه وشول

مخامخ ولاړ سړي ورته ځیر ځیر وکتل او د کوټو په لور ترې روان شو، ځوان لالهانده شاوخوا وګرځېده او بیا یې له کوټې څخه راوتونکی هر کس په ځیر ځیر وڅاره، هېڅ یې هم آرامي نشوه راوستلای.

د خټینو کوټو له مخې یو یو موټر روانېده او له تنګي څخه په وتو وتو کې یې سره څراغونه خپ مالومېدل. ځوان سترګو ته دستمال نیولی وو او د هر موټر سپرلي یې له نظره تېروله، آرام آرام د خټینو کوټو تر مخې ولاړ ټول موټرونه وخوځېدل او د پخوانۍ ګڼې ګوڼې څرک هم نه لګېده.

ځوان هره کوټه په ځیر وکتله بیا یې مخ په بهر منډه کړه، شاوخوا په نږدې کې څوک نه ښکارېدل، پاس د وسله والو کسانو تر کوچنۍ کوټې پورې ورغی، په کوټه کې هم هماغه بېګانی کس وو، په درانه غږ یې وویل:

-	پیدا نشو؟

ځوان سترګو ته څادر جوخت کړ سر یې وخوځاوه له غونډۍ څخه یې ښکته منډه کړه په زوره یې نارې کړې

-	لعنت شه په تاسې…

د سړک په غاړه په لمدو خټو کې ارام کېناست او په چوپه دښته کې د خټینو کوټو وحشي انځور ته فکر یووړ.

خپل کور

لوستونکی او کیسه
لسم داستاني لیک

سلامونه، نه پوهېږم چې څه لیکم؟ خو دومره پوهېږم چې غواړم تاته یو څه ولیکم، هیله ده خپه پرې نشې!، دا ډېره موده کېږي ورک یم، دا ډېره موده کېږي چې حیران یم، چېرته یم او څه کوم، او تر ټولو مهم دا چې دا ټول ولې؟

خو له هر څه سره سره کیسه لیکم…

د ورکې خبره مې تر دې وکړه چې دا ډېره موده کېږي هېڅ څه ته مې لاس نه ورځي، کیسې مې لیکلې خو په نیمايي کې مې بېرته پرې اېښې دي، خلک هم په خپلو نظرونو کې راته لیکي چې هسې چټیات لیکې اخته یې…

زه چې د ځان لپاره کیسه تعریفوم ښايي ډېر یې راسره ونه مني، ښايي ډېر کسان را باندې غوسه شي چې زه داسې لیکم او یا هم د نورو غوندې نه لیکم، خو خبره دلته ده چې نه پوهېږم څنګه خپل پیغام خلکو ته ورسوم چې څه لیکم او ولې لیکم…

ما په تېرو لیکونو کې هم لیکلي چې ګیله د کمزورو کار دی، نه غواړم ګیلې ولیکم، د دې په خلاف نن غواړم له خپل لوستونکي ولیکم…

د کیسې لمن هومره پراخه ده چې که وغواړو ټول انسان او ټوله نړۍ پکې را ځایولای شو؛ خو دا موږ یو چې اختیار لرو چې څه لیکو او ولې لیکو؛ له همدې امله هم دی چې زما د هیلې سترګې یواځې کیسې ته پاتې دي، غواړم کیسه ولیکم او غواړم کیسې ولولم…

زه نه پوهېږم چې زما لیکلي څوک لولي، پدې هم نه پوهېږم چې هغوی زما د لیکلو په اړه څه احساس لري، خو خپل یواځې یو لوستونکی پېژنم، دا لوستونکی راته ښه معلوم دی، ډېر کله یې په سترګو کې خپلې سترګې وګنډم او ورته کیسې وایمه، هغه هم راته غوږ وي، له څه شېبې وروسته سر وخوځوي وايي:

ولې نه لیکې؟ …

زه نه پوهېږم، څرنګه دې نورو ته هم ووایم چې ولولی! یوڅه ولولی!، خو له ځانه سره وایم چې ولې چاته وایم چې ولولی! یو څه ولولی! باید داسې څه ولولم او ولولو چې په درد ولګي، موږ ډېر څه د لوستلو لپاره لرو، ډېر زیات څه لرو، خو کیسه دلته ده چې څه ولولو؟.

زه چې کله خپل چاپېریال ته وګورم، زړه مې غواړي ولیکم چې ژوند ولولی!، او دا ځکه چې زما دا یو لوستونکی د دې جملې په اورېدو ډېر زیات خوشحالېږي، هر وخت راته وايي چې زه د دې پلوی یمه چې ژوند ولولو.

همدا اوس زما په ذهن کې خپل هغه لوستونکی هم ناست دی چې راته وايي، نور مه لیکه، دا هسې چټیات دي، خو بیا دا فکر هم راسره پیدا شي، چې په تا یې څه عزیزه! زه لیکم ته یې لوله مه! قربان به دې شم، همدا فکر راسره دی چې هر څوک چې څه یې زړه غواړي ولولي لوستلی یې شي او هر څوک چې په څه فکر کړي کولای یې شي، دا نه منم چې پدې کې به زما کومه ګناه پټه وي…

زه چې کله په لاره روان یم، څوک چې بل چاته بد وګوري زور یې له ما وخېژي…

چې څوک درواغ ووايي زه خپه یم…

چې ظلم وینم اول زه خجالت کېږم…

چې د بل ګناه ګورمه زه پښېمان وم…

چې د نورو بدۍ ووینم نو زه له ځانه سره وایم چې نو داسې ولې وشي؟…

ښايي دا به هر څوک ما غوندې وي، خو هغوی خپله کیسه نه لیکي…

دا هغه خبرې دي چې په زړه کې مې غوټه پاتې کېږي، ښايي بل څوک هم ونه غواړي چې څوک له لوستلو منع کړي، چاته زیان ورسوي او بالاخره د ښېګڼې او بدګڼې په تول تللي چېرته بد ثابت شي، خو بیا هم بدي شته او له همدې امله وایم چې دا ښه ده چې یو څوک پیدا شي هغه ولیکي او څوک خبر دي که د ټرافیکو د سرو څراغونو د مراعات په اړه یوه کیسه د دې لامل شي چې څوک له اشارې څخه تېر نشي او که تېر شي د خجالت احساس وکړي؛ ښايي داسې هم وشي؟…

زما دغه یوه لوستونکي د مرګ په اړه کیسه ولوسته، له ډېرې شېبې چرت وهلو وروسته یې ویل:

ښايي هر وخت سړي ته قبر او مرګ دومره ډېر ورپه یاد نشي؛ لکه یو کیسه لیکوال چې هغه د کیسې په انځور کې د قبر تل ته ورښکته کړي او ټول جهان یې له یاده وباسي…

د خپل همدغه لوستونکي له قوله دی چې غواړم ووایم، کیسه هومره هم بېهوده نده چې ځینې کسان یې په اړه خبرې کوي او لیکي چې دا چټیات مه لیکیه!

بیاهم وايم هېڅ نه پوهېږم ولې لیکم؟ خو دومره پوهېږم چې تاته غواړم څه ولیکم، هیله ده خپه پرې نشې!، دا ډېره موده کېږي چې ورک یمه، ورک پدې مانا چې نه پوهېږم څه ولیکم؟…

خو …

زما دا یو لوستونکی غواړي ولیکمه، زه هم فکر کوم بده نده چې څه ولیکمه…

کابل

شنه شپه
لنډه کیسه

لمر په غره کېناست، لوړ ځوان چې ستره لنګوټه یې تر سر وه، د سترې کلا دېوال ته یې ډډه وهلې وه او د لمر د ډوبېدو ننداره یې کوله، د شنې او تورې لنګوټې پاسنۍ شمله یې په غوږ را پرته وه او لاس یې په تندي نیولی وو، تر لاس یې زېړ ساعت د ماښام نېمه تیارې ته بیا هم روښنايي کوله، د سترې کلا د شاوخوا کورونو ماښامنی نری شور هم پورته شو، په کلي، شاوخوا کلاګانو او ګڼ ځنګل د ماښام خړه داسې را خوره شوه ته وا ستر څادر د ې پرې را خپور کړ، ځوان ډېره شېبه په سوچ کې وو، وړاندې د کلي له جومات څخه را وتونکو خلکو یې نظر ور واخیست، د هر ماښام په څېر ترې ډله خلک را ووتل، څادرونه یې له ځانه تاو کړي وو او د خپلو کورونو په لوري آرام آرام وخوځېدل، څه شېبه وروسته د جومات مخه له ګڼه ګوڼې داسې تشه شوه ته وا جومات لا هم د هغوی د ولاړېدو په ځای کې ګڼې ګوڼې ته غوږ نیولی.

ځوان ډېره شېبه نور هم ناست وو، کرار کرار په شنه آسمان کې ستوري هم وبرېښېدل، لدې ستوري هغه ستوري او له هغه ستوري ها بل ستوري یې نظر ور واخیست، څه شېبه په آسمان کې ځیر وو بیا یې سر وخوځاوه لاندې یې وکتل، په خپلو څپلیو کې یې سپینو غمیو ته پام شو لکه په آسمان کې ځلېدونکي ستوري هر غمي به ځانته نظر ور واخیست، څه شېبه وروسته یې د اوږدو زرینو پیڅکو څادر له ځانه تاو کړ او پورته شو.

اوس نو د کلي په شاوخوا کې سپیو هم خپله دنده پیل کړه، له هغې او دغې خوا څخه یې غږونه پورته شول، ته وا ټول په یوه غږ دستور اخلي یو پر بل پسې به یې وغپل، د سترې کلا د اوږده دېوال لاندې په قدم قدم د کلا مخ ته را وګرځېد، د کلا په مخ کې سترې او درنې لرګینې دروازې تړل شوې وې، د دوه سترو دروازو تر منځ وړوکې لرګینه دروازه چې اوسپنیزې سولېدلې پټې یې د نوې را پورته شوې سپوږمۍ رڼا ته برېښېدلې لا هم نیم کښه پاتې وه، ځوان هم شاوخوا وکتل او په دروازه ننوت.

ډېره شېبه وروسته بیا د دروازې دروند غږ پورته شو، لوړ ځوان له خپل اوږده ټوپک سره ترې راووت، له دروازې لږ وړاندې نه وو تللی چې دروازه بیا پرانستل شوه او د زړې ښځې رږدېدلي غږ په سترو قدمونو روان ځوان پر ځای مېخ کړ:

-	زویه راځه دا شنه شپه وګوره او ستا ځېل وګوره، صبر وکړه چې جرګه څه وايي…

ځوان مخ را وګرځاوه پرته لدې چې د دروازې په خوله کې ولاړې زړې ښځې ته وګوري ټوپک یې له اوږې را ښکته کړ او له میل یې ونیو په ځمکه یې آرام کېښود، په ځمکه یې سترګې ګنډلې وې څه شېبه وروسته یې وویل:

-	یا! مورجانې نن یې نوبت دی…

-	زوی مې یې، چا به درته دروغ ویلي وي په بل دام کې دې بند نکړي، خدای مه کړه په دې شنه شپه کې ستا په جنازه وانه وړم…

ځوان شاوخوا وکتل، د مور خبر یې غوڅه کړه:

-	آرام… ته بېغمه شه! نن یې ټول حسابونه په لاس ورکوم، بېګا مې د ورورک په قبر ډېوې لیدلې، یا به زه هم ورشم او یا به یې کسات واخلم…

له همدې سره د زړې ښځې سوړ اسوېلی پورته شو، ځوان هم ټوپک غاړې ته کړ او غټ څادر یې پرې واغوست، زړې ښځې هم آرام ستره دروازه بنده کړه او په بسم الله بسم الله په تیاره کوڅه د کوټو خواته روانه شوه.

ټول کلی چوپ مالومېده، هلته لیرې د ستر سړک پر سر د موټرونو څراغونه او د سپین سپوږمي نرۍ رڼاوې د کلي تر څنګ په ستره دښته کې یواځې ښکارېدې، لوړ ځوان له دښتې او ستر سړک څخه ستر خټین کلي ته په ورغلې لاره ستر ستر ګامونه اخیستل، کله به یې شا شا ته هم وکتل او کله به یې پورته آسمان ته کتل او له ځان سره به یې ټپه را واخیسته او د شاوخوا کوچني غږونه به یې په خپله زمزمه کې ورک کړل.

له ستر سړک څخه د کلي په لور د اوږده شوي سړک خواته په کوچنۍ غونډۍ یوه څلي هسې نظر ورجلباوه لکه یو څوک چې ګوته په ماشه ناست وي او د ډز کولو لپاره ځان جوړوي، لوړ ځوان آرام آرام له سړک څخه چپ شو او د غونډۍ په لور روان شو، څه شېبه وروسته د هماغه څلي خواته کېناست او له غونډۍ یې شاوخوا چوپه دښته ټوله له نظره تېره کړه، بیا یې په ستر سړک کې سترګې وګڼډلې او له ځان سره یې وویل:

-	راځه چې نن دې خپل ځای ته ور ولېږم، په دې شرط چې بې ځایه هوښیاري ونکړې…

کلي ته ټولې ورغلې لارې د سپوږمي رڼا ته سپینې مالومېدې، کلی او په منځ کې یې شین ځنګل ټول د شپې تروږمۍ ته په غېږ ورغلي وو او شاوخوا غرونه اودښته هسې ښکارېدل ته وا ننداره یې کوي.

ځوان به کله د څلي یوې خواته او کله بلې خواته په سترو تېږو تکیه شو، کله به یې په آسمان کې سترګې وګنډلې او څو جملې خبرې به یې وکړې او کله به هم کلي ته متوجه شو د کلي په سر کې سترې کلا ته به یې وکتل، د کلي په بل سر کې بله کلا به یې هم له نظره تېره کړه او له ځان سره به یې وویل:

-	په تا به هم دا خوږ ژوند ودروم…

سپوږمۍ نوره د آسمان منځ ته را ورسېده د کلي څراغونه هم بند شول او په ستر سړک د تېرېدونکو موټرونو غرهاری هم نور نه اورېدل کېده.

ځوان د خپل لاس ساعت ته ځیر شو، په دا بل لاس یې نوره تیاره هم پرې جوړه کړه ساعت نور دولسو ته نږدې شوی وو، ځوان پورته آسمان ته وکتل او له ځان سره یې وویل:

-	ژوند خوږ وي، خو قانون یې سخت وي…

پدې کې په ستر سړک د موټر غرهاری شو، څه شېبه وروسته د موټر څراغونه ودرېدل، څه شېبه ولاړ وو او بیا روان شو، شاته یې دوه کسان په سړک پرېښودل، ځوان هم آرام د غونډۍ شاته ښکته شو، ښکته په ژوره شېله کې د سړک په لور ټیټ ټیټ روان شو، د سړک غاړې ته یې په یوه ژور ځای کې ډډه ووهله، له سړک څخه را روان کسان هم آرام آرام پرمخ راتلل، ته وا هېڅ یې زړه ندی کلي ته ولاړ شي او یا هم چاته انتظار وي، ایله لس شل قدمه له سړک څخه وړاندې راغلل، ځوان په ځیر د هغوی خبرو ته غوږ شو، خو هغوی ډېرې آرامې خبرې کولې، ځوان ته مخامخ او ښه هم را نږدې شول، ځوان خپل ځان نور هم په ژوره کې پټ کړ بیا یې نو ټوپک را پورته کړ او د ښي څنګ په دنګ ځوان چې د سپوږمۍ رڼا ته یې پکول او سپین کالي ښه مالومېدل نښه ونیوه، خو کله کله به هغه د سترې لنګوټې واله کس هم ورسره اوږه په اوږه شو، ځوان ډېره شېبه پرې سترګه پټه کړې وه، چې پدې کې د کلي له لوري هم د موټر څراغونه ښکاره شول او د موټر غرهاری ولګېده، په سړک روان کسان ودرېدل، څه شېبه یې غوږ ونیو، د پکول واله ځوان په وارخطا غږ وویل:

-	شاپور نه وي؟ …

له همدې سره په خپل څنګ اخته شو او د کوم څیز په را ایستلو بوخت شو، لوړ ځوان په ټوپک سترګه پټه کړه له ځان سره یې وویل:

-	شاپور له وخته انتظار وو…

له دې سره یې پرله پسې دوه ډزونه وکړل، سړی په سړک را وغورځېده او د شاوخوا په دوړو کې یې دا بل کس هم پټ شو، لوړ ځوان له ځایه ټوپ کړل او په ژوره کې یې د غونډۍ په لور منډه کړه.

د کلي له لوري د موټر څراغونه نور ډېر لنډ شوي وو، دوړه لا په سړک ګرځېده او ژوندی پاتې کس اوس په زوره زوره په نارو سر شو، کله به یې د سړک یوې خواته منډه کړه، کله به بېرته د ویشتل شوي سړي له سر سره ودرېده او کله به یې نارې کړې:

- ناځوانه ! خلاصون نلرې…

لوړ ځوان به په منډه منډه کې پرې وخندل، څه شېبه وروسته د موټر څراغونو ته په سړک اوږد پروت سړی او سرګردانه ځوان په ګردو پټ را ښکاره شول، د موټر دروازې خلاصې شوې او شر او شور پورته شو، لوړ ځوان د غونډۍ په سر څلي ته ډډه وهله له ځان سره یې وویل:

-	ځینې یې له سره په قانون نه پوهېږي…

بیا یې کلي ته وکتل، کلی هماغه راز چوپ وو، په رڼا کې هم بدلون نه وو راغلی، شپه هم هماغه راز د شپې په څېر چوپ پاتې وه، خو د لوړ ځوان زړه اوس په زوره ډبېده او په شلمه یې د مخ خولې را پاکولې، په سړک کې یې سترګې ګنډلې وې او ویې ویل:

-	ریښتیا هم ډېره شنه شپه وه…

ټوپک یې را پورته کړ او وړاندې غره ته په تللې لاره یې منډه کړه…

خپل کور

۱۳۸۸.۱۱.۰۹

فطرت ته !!!
وايي موسیقي د روح غذا وي…

لدې کوچنۍ جملې وروسته د داسې چا په توګه چې کابو هره شپه کیسه لیکي داسې څه غواړم ولیکم چې کیسه نده خو کیسې ته یې اړتیا شته…

کله کله چې په سوچ او فکر کې ډوب شم او په خپله د تخیل په معنا او څرنګوالي فکر کوم یو خوند مې په ذهن کې انځور شي…

لکه یو لیکوال چې د تخیل په سپېره، وچه او سوځوونکې دښته کې د یوه قتل او یاجنايي کیسې په طرحه فکر کوي…

لکه یو فیلسوف چې د انساني تاریخ په اوږدو کې په یوه مهمه اړتیا په سوچ کې ډوب وي…

لکه یو شاعر چې د ښکلو کلمو په بڼ کې یوه انساني احساس ته جامې ور اغوندي…

لکه یو سندرغاړی چې د حنجرې په تارونو کې د شعر احساسونه پيي…

لکه لکه لکه…

نن غواړم د موسیقۍ په هغې دروازې یو څه ولیکم چې ډېر خلک ډېر کله ورځي او په سولیدلي لرګي یې غوږ کېږدي او له څه شېبې وروسته کرار کرار ورسره سر خوځوي…

انسان تر اوسه چا پوره ندی کشف کړی، د داسې چا په توګه چې ډېر کیسه کله کیسه لیکم، انسان داسې مخلوق راته بریښي چې په آسانه د یوې مفکورې اغیز پرې ګران کار دی.

زه نه غواړم د هغه ځواک په اړه چې دین، مفکوره، واقعیتونه، اړتیاوې، ژوند او هسکې ټیټې یې له ځان سره لري خبرې وکړم، ماته ښکلا په زړه پورې وبرېښېده…

شعر او موسیقي کله کله په یوه جادويي تار تړل کېږي او زموږ په ژبه ورته د سندرې نوم اخلي د اورېدو په موخه د اړتیا لپاره را منځته کېږي؛ خو د نورو بشري اړتیاوو او پنځونو په څیر هغه هم هسکې ټیټې، ښېګڼې او بدګڼې، ناکامۍ او بریاوې لري…

وايي د انسان په مغز کې یوه ځانګړې برخه ده چې دنده یې د موسیقۍ اورېدل او له هغو څخه خوند اخیستل دي، ښايي له همدې امله وي چې موږ سندرې اورو…

زما یو ملګری دی ویل یې زه له ماشومتوبه د استاد ناشناس له سندرو سره را لوی شوی یم، د هغه سندرې اورم او له بل هېڅ څه نه دومره خوند نه اخلم که د استاد ناشناس له غږ او سندرو څخه؛ ما هم ندی ملامت کړی…

خو جالبه داده چې کله کله به یې له ما وپوښتل چې د موسیقۍ او استاد ناشناس په اړه مې نظر څه دی؛ خو له همدې سره مې ذهن داسې لیرې ولاړ شي چې هغه سفر په جمله کې نشم ورته را ټولولای له همدې امله هم دی چې ځواب نه ورکوم…

د خپل ذهن هغه برخه چې موسیقي اوري داسې یوه دښته په نظر را شي لکه بې ډېوې چې پکې ګرځېدل ناشوني وي؛ له همدې امله دی چې تل پکې ډېوې ګرځي…

زما د دوست ذهن هم همداسې دښته راته ښکاره شي او ته وا د استاد ناشناس غږ پکې د انګازو په ځای وړانګې شیندي د انسان له هسکو ټیټو ډک سفر سره اوږه په اوږه روان وړاندې تېرېږي…

زه نه پوهېږم چې لوستونکی به د دې لیکلو د لوست پر مهال کوم احساس ولري خو زه غواړم چې هغه څه وریاد کړم چې انسان را لاندې ایستلی شي، یواځې دین، کلتور او ادبیات هم ندي چې یو انسان له بل سره بېلولای شي، بلکه د موسیقۍ ژبه په هر انساني ذهن کې خپله کړکۍ لري خو چېرته ډېوې باد ته مخامخ دي او چېرته یې نورې هم روښانه کړې وي…

زما مطلب د موسیقۍ له کلمې یواځې، ډول، سورڼی، رباب او د ټنګ ټکور وسایل ندي… ټولې هغه منظمې څپې چې ذهن ته نېغه ځي او د ذهن په هغه برخه کې چې د موسیقۍ د اورېدو او حس کېدو دنده لري ځای پرځای کېږي…

نن غواړم خپل ملګري ته ځواب ولیکم:

کله چې استاد ناشناس هغه کلمې چې د خوشحال په فلسفي افکارو کې را ټوکېدلې دي او یا هم د مولانا بلخي په څېر سمندري تخیلونو په کاغذونو لیکلې دي را پورته کړي او د ټنګ ټکور په سور کې یې په حنجره کې په شته تارونو پيي؛ ښايي ډېر کسان هغه احساس چې په پایله کې یې رامنځته کېږي درک نکړای شي…

که له یوې خوا د کلمو په اورېدو سړی د مفهوم په پراخه دښته قدم اخیستو ته اړ کړي؛ له بلې خوا په خپله غږ او فزیکي څپې هم ځانګړی سمندر شي بیا به نو هرې برخې ته د ښکلا په فورمول ځانګړی تعریف مومې…

بله په زړه پورې داده چې هر ځل تکراریږي یو ځانګړی احساس او ښايي خوند په ذهن کې پرېږدي چې دا خوند او احساس کله نا کله ناخوښ هم کېدای شي…

موسیقۍ ته تر اوسه چا په دې برخه کې د ټینګار لیکه نده ایستلې چې: دا موسیقي د دې لپاره اورېدل کېږي چې بشر اصلاح شي…

خو ماته د انسان د هغې اړتیا په څېر ښکاري چې د بدن ځانګړي غړي چې د ځانګړو دندو او ځانګړو موخو لپاره جوړ شوي موسیقي هم په بدن کې یوې ځانګړې اړتیا ته ځان رسوي…

زما ملګریه!

کله کله ښايي د دې پر ځای چې د استاد ناشناس په غږ کې ویل شوي شعرونه سمندر غوندې سړی له ځان سره واخلي او کله کله ښايي خپله غږ سړی داسې په ځان کې ورک کړي چې بېرته موندل یې د خوند د له لاسه ورکولو په بیه تمامیږي؛ خو کله کله بیا خپله دا استاد ناشناس دومره په زړه پورې شي چې باید سړی فکر پرې وکړي، هغه استعداد چې د موسیقۍ په پنځون، د شعر په ټاکنه، د احساس په را بیدارولو او د مخاطب په پیژندنه کې یې لري او تر څنګ یې نور هغه استعدادونه چې د هرې سندرې په اورېدو سره یې سړی کشف کولای شي ټول د دې لامل کېږي چې په ریښتیا هم سړی هر وخت د ذهن په دې دښته کې تل د استاد ناشناس د غږ ډېوې ته کیني…

په پای کې غواړم ووایم چې موسیقي هم له موږ سره داسې نږدې اړیکه لري؛ له همدې امله دلته هم د ښکلا په فورمول له څو ډولونو څخه د یوه خوښولو ته اړ کېږو؛ که څه هم چې ښايي هېڅ اړتیا نه وي چې موسیقي واورو…

وايي: فیلسوفان زرګونه کاله را پدېخوا اخته دي او لیکل کوي، خو ډېر انسانان یې لاهیڅ په کیسه کې هم ندي؛ ځکه بې له هغې یې هم ژوند روان دی او ښايي خوندونه هم ومومي…

موسیقي همداسې را ته ښکاري خو لدې لدې سره سره به د موسیقۍ هغې لرغونې اړتیا ته چې بشر پخوا ورته درلودلې په اشارې ووایم چې اوس لا هم اړتیا شته او زما د ملګري په ګډون یې اړتیا اوس هم احساس ده

او

د آشنا خلکو له ذهنه استاد ناشناس هم نشي وتلای …

پښتو لنډه کیسه؛ دوې پوښتنې او یوه غوښتنه
نه پوهیږم ولې هغه ټکي چې تاسې یې لولی لیکم؟ خو هر ځل چې کیسه لولم د داسې څه لیکلو ته خپل کړی هوډ بیا بیا را یاد شي.

له ما سره له هغه وخته چې کیسه لیکل مې پیل کړي یوه پټه پوښتنه وه، هغه دا چې کیسه ولې لیکل کېږي؟

کله چې مې څو کاله د کیسو په لوستلو او لیکلو کې تېر شول تر یوې کچې مې دا پوښتنه حل شوه خو څو وخت وروسته راسره دا پوښتنه پیدا شوه چې لاهم کیسه ولیکو؟

دا د لاهم کلمه کله کله زیاتی راته ښکاره شي، هغه له دې امله چې لا تر اوسه په پښتو کې کیسه د پښتو ادبیاتو د ځینو استادانو په وینا لا هم خاپوړي کوي، خو دا د خاپوړو کلمه به هم تر کله کاروو؟ بل دا چې نړیوال ادبي کاروان اوس په کومو اړتیاوو د خپل تګ لاره نیولې ده آیا اوس هم کیسه هماغه کیسه ده؟

زما دا لیکنه که هغه کسان لولي چې ځانته حق ورکوي چې باید په ادبیاتو خبرې وکړي او پدې برخه کې یې زده کړه کړې هیله لرم چې په ما غوسه نشي. ځکه ما پدې برخه کې له یوې خوا لوړې زده کړې ندي کړې، له بلې خوا کوم څه چې ما د لنډې کیسې په نامه لیکلي ډاډه یم چې ډېرو هغو کسانو یې لا بېلګې ندي لوستې چې د داستاني ادبیاتو مخکښان بلل کېږي؛ خو ما یواځې لیکل او خبرې کول زده کړي…

ما په لومړي سر کې داسې څه لیکلي چې ښايي ډېر لیکوالان او حتی لوستونکي پرې د لنډې کیسې حکم ونکړي، کمزوري یې هم ښايي تر دې کچې وي چې بایده هم وي څوک پرې د لنډې کیسې اطلاق ونکړي.

خو ما لیکلي دي… تر دمګړۍ چې پخپلو پخوانیو کیسو کله کله ورپیښ شم یوه یوه پکې راته کیسه بریښي او کله کله مې زړه وغواړي چې نورې هم ولیکم خو ریښتیا به وایم کله چې مې دې ته فکر شي چې یو څوک باید زما لیکلي لنډه کیسه وبولي او حتی یو ځل هم که کیږي د کیسې نوم پرې کېږدي باید هغه وخت دوام ورکړم؛ زړه مې له لیکلو پورته شي.

دلته بل څه را یادېږي هغه دا چې یواځې زه هم نه یم، ډېر کسان دي زما په څیر چې لیکي، زه خو ښه یم تر دمګړۍ مې له یوه ناول پرته نور داستاني آثار د کتابونو په بڼه چاپ ته ندي ورکړي، هغو نورو چاپ کړي هم دي خو تر دمګړۍ چا پرې د تایید ټاپه نده لګولې ښايي دا داسې تشه وي چې زه یې  ډکولو ته لا وړاندیز هم ونلرم؛ خو د موضوع د رایادولو په موخه مې یې یادونه وکړه.

زه غواړم دلته ووایم چې پښتانه اوس ښې کیسې لیکي حتی د خپلو ګاونډیانو په پرتله په کیسه کې غښتلي دي، دلته یوه بل کوچني ټکي ته هم غواړم اشاره وکړم؛ هغه دا چې زموږ ښه والی هم دادی چې د اړتیا له مخې وړاندې ځو، زموږ ګاونډیان که په پولیسي کیسو ډېر کار کوي او یا هم هڅه کوي چې د چخوف، پو او … په څیر ولیکي ښايي هڅه به کوي چې د هغوی په شان وي، خو موږ د خپل ځان لپاره له خپل ځان څخه لیکو…

دا خبره مې تر دې وکړه چې یو څیز ماته کله کله ځینې پوښتنې را ولاړې کړي هغه دا چې…

تخیل بدلون را وستلای شي او که عمل

یا په لنډو وایم

په اورېدو او خیال کولو یو څه ښه زده کوو او که په لیدلو او کتلو؟…

فکر کوم هغه وخت چې په ختیځ کې شاعرانو خپل شعرونه لوستل او خلک به ترې شاوخوا را ټول وو او د دوی قوي ذهن او د نورو دنیاګانو خیالي سفرونو به ذهنونه بوخت کړي وو، په لویدیځ کې افسانه د خلکو ورځني ژوند ته راوتله او د خلکو کیسه به یې په خلکو کتله او اورېدله.

ښايي زما هغه تعبیر چې له پخوا سره د لنډې کیسې په نښلیدلي تار زما تر ذهنه رسيږي او پدې یې قانع کړی یم چې کیسه د بدلون په موخه لیکل شوې دلته په یوه فورمول هم بدل شي او هغه داسې چې شعر تر ډېرې کچې لا اوس هم خلک په داسې ټاټوبو ګرځوي چې ښايي ناشوني وي چې چېرته پرې واوړو او یا هم داسې خوندونه راباندې حس کوي چې ناشوني به وي چېرته مو نصیب شي، خو کیسه په ستیج کې هغو لوبغاړو ته چې زموږ غوندې بشر دی او هغه کارونه چې موږ کولای شو کوي یې موږ ورته مخامخ دروي. دلته مې موخه د شعر په اړه کومه ځانګړې تبصره نده او نه غواړم چې د شعر په اړه خبرې وکړم؛ غواړم یواځې د لنډې کیسې د بدلون په ځواک یو څه رڼا واچوم.

کله چې سړی له اولسمې پېړۍ را وروسته په نړیوالو، سیمه ایزو او بالاخره پښتو ژبه کې لنډه کیسه وګوري نېغ سړی هغه قبر ته دروي چې که ووایو د واقعیت پالو لیکوالو په لاس پکې د خیالي نړۍ په اړه افسانې خاورو ته سپارل شوې دي تر ډېره به سړی دروغجن او ملامت نشي. له واقعیت پالو څخه مې هم مطلب مشخص ماده پرستان او یا هم بله ډله نده، یواځې هغه لیکوالان چې له افسانو تېر شوي او خلکو ته یې له خلکو لیکلي…

دې لیکوالانو د ژوند هغه اړخونه چې باید بشر ته ورپه یاد شوي وای را سپړلي دي، ښايي په شاهزاده یې یو څه لیکلي وي خو د شاهزاده د ژوند داسې برخې یې سپړلې چې بشر ته شونې وي؛ یعنې هغه شاهزاده نشي الوتلی او نه هم بل داسې کار کولای شي چې د بشر له وسه تېره وي.

کیسه ژوندي خلک لیکي او کیسه لیکوالان له نورو انسانانو په زیات ځیر سره د ژوند اړخونه ګوري؛ له همدې امله فکر کوم چې دوی غواړي یو بدلون هم راوړي…

له دې به تېر شو چې کیسه لیکوال نو کوم بدلون غواړي چې په اوسني بشر کې راشي ځکه چې هره کیسه د ژوند په څو داسې شېبو څرخي چې کېدای شي په انساني ژوند کې کله مېلمه او کله هم کوربه پاتې شي، خو دا چې بدلون به بریالی کېږي کنه او ژوند به کومې خواته وړي بل بحث او یو څه پېچلې خو روښانه خبرې دي.

پېچلې له دې امله دي چې که سړی لومړی له کیسې تیر شي په کیسه لیکوال خبرې وکړي ښايي ډېر کله سړی داسې نقطې ته ورسېږي چې هلته په خپله د بدلون ډول، اړتیا او اهمیت له پوښتنې سره مخ شي، د بېلګې په ډول په پولیسي کیسو کې د قتلونو شتون؛ که څوک د یو لیکوال په توګه ادعا کوي چې هر څه د بشر د چارو د سمون لپاره لیکي ښايي یو څوک پرې په ډېرو قتلونو غوسه شي، ښايي خبره هان د جنایتونو د پیچلي کېدو په خوا لاړه شي او یو څوک ښايي ادعا وکړي چې پولیسي کیسه لیکوال غواړي چې جنایتونه لاپرمختللي کړي…

په اوسني بحث کې که په دې خبره نور بحث هم اوږد کړم موضوع به نوره هم پېچلې شي خو د بدلون مثبت اړخونه هم غواړم لنډ یاد کړم، کله چې لومړنیو کیسه لیکوالو قلم پورته کړی، د لنډې کیسې په نامه اوسنی ادبي ژانر یې لیکلی اوس هم د هغوی د هېوادونو ادبیات د دوی پوروړي یادیږي؛ د روسیې، امریکا، بریتانیا، فرانسې او … هېوادونو اوسني لیکوالان هم په ډېر درناوي د هغو کسانو نومونه یادوي چې له نن څخه څلور پنځه پېړۍ وړاندې یې د دوی لپاره لنډې کیسې لیکلې، که موږ اوس هغه کیسې را واخلو او ویې لولو او د هغې ورځې چې دا کیسې په لیکل شوې یو انځور هم په ذهن کې فرض کړو دې پایلې ته رسېږو چې ریښتیا هم د هغوی کار د ستایلو دی.

په ډېرو برخو کې ښايي د هغوی د کیسو مثبت اغیزونه اوس هم وموندل شي، که سړی پلټنه وکړي د هغوی هغه کیسې چې د ورځني ژوند په سختیو را سپړلو یې لیکلې دي اوس هم سړی نېغ هغې پایلې ته مخامخ کوي چې په دې څلورو پېړیو کې یې په ریښتيني ډول په ټوله ټولنه کې د عمل جامې اغوستې.

د بېلګې په ډول، په همدې لیکوالانو کې یو څوک په یوه کیسه کې لیکي:

پدې دنیا کې څومره آسانه ده چې سړی زورور وي؟

دا کیسه پسې غځېدلې ده، لنډه کیسه ده او ډېره هم ښکلې…

ماته یې د لیکوال په نوم د خپلې لنډې کیسې یوه جمله را په یاد کړه چې وایي:

ژوند کیسه ده او لیکوالان اعترافونه لیکي…

دا چې د بحث لمن تنګه ده غواړم بلې موضوع ته هم ورننوځم؛ یو څه چې ماته مهم دي غواړم دا یاد کړم چې کیسه د بشر اړتیا وه او ښايي دا بشر یې وغځوي خو څه چې اوس په خپله ماته ډېر مهم دي هغه داچې آیا بیا هم کیسه؟… او لنډه کیسه؟ …

وايي پخوانۍ کیسې ډېرې اوږدې وې، اوس بشر وخت نلري ځکه خو هم لنډه کیسه را منځته شوې او ښايي پدې بڼه کې هم بدلون راشي…

خو دا حوصله به لس یا پنځلس کاله وروسته له چا سره وي چې د کمپیوتر شاته، وړاندې تلویزیون ته مخامخ او د نورو ګڼو تکنالوجیو په منځ کې بیا هم په کاغذ چاپ شوی ناول یا د لنډو کیسو ټولګه ورپورته کړي چې ویې لولي؟ فکر کوم تر یوې کچې به دا دود کم شي که څه هم دا قضاوت خپل حق نه ګڼم چې ووایم نه کتاب او قلم چې راپورته کوي تلویزیون به روښانه کړي د نړۍ تر ټولو غوره کیسه به په تصویر هم بدله شوې وګوري…

دا به شونې وي چې یو څوک د انټرنېټ په مخ په کمپیوټر کې په ډېرو ګڼو صفحو کې یواځې د یوه ناول کیسه تعقیب کړي؟

یا هم زه نه پوهیږم ښايي پدې برخه کې نورې آسانتیاوې همدا اوس وي چې زه ترې خبر نه یم او یا به ښايي پنځه یالس کاله وروسته رامنځته شي چې له مخې یې انسانان پرې د کیسې او د ناول تنده ماته کړي…

لدې تېرېږم چې موږ افغانان به کله وکولای شو ټولې هغه آسانتیاوې ولرو چې نور یې همدا اوس لري او موږ به تر کله لا په کاغذ چاپ شوي متن ته هم لاسرسی ونلرو، ښايي پدې برخه کې بحث زما خبرې بلخوا یوسي خو د خبرو د پایلې په توګه غواړم ووایم چې موږ همدا اوس اړتیا لرو چې باید ولولو، ناول وي او که لنډه کیسه ځکه ټول دا تجربه لا نلرو…

همدا اوس له ماسره په ذهن کې د سناریو، نندارې او ډېرو هغو کلمو اتڼ جوړ دی خو په هغو کلمو هم نه غواړم همدا اوس کار ولرم.

که سړی پدې خبرې وکړي چې لویدیځوال هم بېرته غواړي یو څه په اوس کې د بدلون راوستو په موخه په خیالي نړۍ کې نوي سفرونه پیل کړي؛ دا به بیا هم کافي دليل نه وي چې ووایو نړیوال داستاني ادب بیا له لنډې کیسې او ناول تېرېږي او د دوهم ځل لپاره بیا افسانه او بالاخره د خولو کیسې تجربه کوي؛ بلکه دا به ښايي په اوسنیو بڼو کې زیاتونه او روان بدلون وي…

نه پوهېږم ښايي بیا هم ځینې کسان چې زما دا لیکلي لولي یو څه په ما غوسه شي ځکه له یوې خوا مې جملې د پېچلتوب په لور ځي له بلې خوا مې سترو قضاوتونو ته مخه کړې خو…

باید ووایم چې د پښتو ژبې کیسې به هم یواځې د لنډو کیسو په بڼه تر پایه پاتې نشي او ښايي په نوې ټکنولوجۍ کې هم د دې مهمې اړتیا د ځایېدو غوښتنه ورځ تر بلې زور واخلي.

زه خپله قضاوت نشم کولای چې آیا بیاهم لنډه کیسه؟ …

خو دا ویلای شم چې د پښتو ژبې د کیسه لیکنې اوسنۍ لړۍ که څه هم په ځینو مواردو کې یو شمېر ستونزې لري ډېره ښه پر مخ روانه ده او پدې کې هېڅ شک نشته چې د کیسه لیکنې لپاره هېڅ کار هم ندی شوی او ډېری کیسه لیکوال لکه زه خپله لیکي خو پدې نه پوهېږي چې آیا همداسې ولیکي او که دا لیکل لنډې کیسې ندي؟‎…

ما وړاندې هم وویل چې داسې وړاندیز نلرم چې دا ستونزه له منځه لاړه شي خو دا غږ یو ځل بیا پورته کوم چې همدا اوس له بل هر وخت زیاته اړتیا ده چې پدې برخه کې کار وشي، دا برخه سیاسي پرېکړو ته معطله نشي او دا باید پرېښودل شي چې خپل بار تر یوه ځایه لنډ کړي.

هغه لیکوالان چې همدا اوس لیکي یوڅوک باید وي چې وګوري دوی لیکلی شي کنه؟ او دا دې معنا هم نه ورکوي چې دا لړۍ اوس کومې ځانګړې ستونزې لري؛ دا د دې لپاره چې په راتلونکي کې څه وشي؟… ښايي پرون د لنډې کیسې فکر نه وو شوی خو نن لنډه کیسه په بریالۍ توګه روانه ده خو دا هم باید په پام کې وي چې سبا ښايي ټولنه د نن په شان اړتیاوې ونلري…

پس چاره په کار ده…

واوره او وینې
Blood and snow

لنډه کیسه

له پرون غرمې راهیسې چې واورې په اورېدو پیل کړی وو، نو هېڅ یې چاته د بهر وتلو مجال نه وو ورکړی، په درې څلور قدمۍ کې څوک نه لیدل کېدل، خړه لړه او تیاره خپره وه او ټول خلک په خپلو کورونو ننوتلي وو، واوره به اوس متر ته رسېدلې وه او یواځې د خېټینو دېوالونو ډډې سرې وتلې وې او نور نو له پاسه او ځمکې دواړو څخه پرې سپین چتر غوړېدلی وو.

نری لوړ ځوان پولیس چې ځان یې په ژمنۍ جامه کې نغاړلی وو د ولسوالۍ د پخې ودانۍ تر مخې له کړکۍ لاندې ولاړ وو، د کړکۍ په پاس سر کې د بخارۍ نل وتلی وو او شین دود یې پورته د کوټې په بام اوښت، کړکۍ ته پلاستیک ور مېخ شوی وو او د ودانۍ د نورو کوټو خلاف پکې یوه ګرده کړۍ ځای پلاستیک پرانستی وو او د ښیښې خولې یې هم په ټوټه پاکې شوې.

لوړ ځوان افسر په کوټه کې ناست چا ته له کړکۍ بهر خبرې کولې، په لاسونو یې تور دستکشونه وو او په واورو یې ساتیری کاوه، ولسوالۍ ته په ورغلې نرۍ لاره چې اوس پرې یواځې یو څیر ښکارېده تور څیز ور روان وو چې په لړه کې سم نه مالومېده، افسر خواته لاس کړ، په څنګ کې ټومبلې تومانچه یې را وایسته، مخامخ تور څیز ته یې په نښه کړه، څه شېبه ورته ځیر وو چې تور څیز له رانږدې کېدو سره په یو سړي بدل شو او ځان یې په ژمنیو جامو کې ښه سره نغاړلی وو، لوړ افسر هم تومانچه ښکته کړه او په څنګ کې یې وټومبله، نور نو منتظر شو چې را روان سړی را ورسېږي.

سړی چې را ورسېده په دستکشونو کې پټ کړي لاسونه یې د سلام په نښه پورته کړل، ځوان افسر هم یواځې ورته سر وخوځاوه نور یې نو سترګو ته ځیر شو او غوښتل یې چې له سترګو یې څه حالونه زده کړي.

د راغلي سړي سور رنګه خو لنډه ږیره، شنې ځلېدونکې سترګې او ستر سر په لومړي نظر سړی دې ته رساوه چې چټکې خبرې به کوي، هغه په خپله ستره کورتۍ اخته شو لومړی یې په مخ باندې کلکه تړل شوې خولۍ له سره پورته کړه او بیا یې دستکشونه له لاسه وایستل، افسر ته ور وړاندې شو لاس یې ورکړ، افسر هم چې لاسونه یې په دستکشونو کې وو د یولاس دستکش یې وایست او راغلي سړي ته یې لاس ونیو، په بیړه د ودانۍ سترې دروازې ته ور روان شول او افسر له ځانه سره وویل:

- راځه چې چای به ګرم وي

شین سترګي سړي هم په وچ ځای بوټونه څنډ وهل او په افسر پسې ور چټک شو، د ودانۍ د ننه د څو دروازو تر منځ په دریو یې پردې را ځړېدې او دوی د منځ په دروازه ننوتل.

په کوټه کې دوه ځوان افسران او یو سپین ږیری سړی چې په شخصي جامو کې وو له بخارۍ چاپېره ناست وو، د نا آشنا سړي په لیدلو سره ټول له ځایه پاڅېدل او نوي راغلي سړي ته یې لاسونه ورکړل او د بخارۍ تر خوا یې د کېناستو اشاره وکړه، ځوان افسر چې له بهره ورسره ملګری شوی وو نوي راغلي سړي ته مخامخ کېناست او پوښتنه یې وکړه:

-         واورې پسې اخیستی وې که پېښې؟

نوي راغلي سړي د بل افسر لخوا د چایو ډکه شوې پیاله ور نږدې کړه او افسر ته یې نېغ نېغ وکتل او ژر یې ځواب ورکړ:

-         واورو نه یم پسې را اخیستی وینو ویرولی یم

ځوان افسر تندی ګونځې کړ او په تعجب یې پوښتنه وکړه:

-         وینو؟!!

سړي د بخارۍ هاپلو ناست سپین ږيري سړي ته چې ږیره یې خریلې وه او کاغذونه یې مخ ته نیولي وو وکتل آرم یې وویل:

-         د قتل موضوع ده

سپین ږیري سړي له کاغذونو سترګې واخیستې او نوي راغلي سړي ته یې وکتل تندی یې ګونځې کړ او  ویې ویل:

-         نه یاره !!! پدې واورو کې؟!!

نوي راغلي سړي له پیالې ښه ژور غړپ وکړ او په کوټه کې یې شاوخوا وکتل، افسرانو او سپین ږیري سړي ټولو په نوي راغلي سړي کې سترګې ګنډلې وې او د ځواب په تمه وو، خو راغلي سړي څه نه ویل، څه شېبه ټول چوپ وو وروسته لوړ ځوان افسر پوښتنه وکړه:

-         چېرته ؟!!

سړي کړکۍ ته وکتل زړه نازړه یې وویل:

-         تېره شپه خلکو په پورې دښته کې د چا چیغې اورېدلې چې د مرستې غوښتنه یې کړې، خو کله چې ټول کلیوال ورغلي بیا یې نو هېڅ ندي موندلي او بېرته راغلي دي.

سپین ږيري سړي غاړه تازه کړه او د چای له غوړپ وروسته یې وویل:

-         ته ورسره وې؟

سړي له افسر څخه سترګې واخیستې سپین ږیري ته یې وکتل له لږ ځنډ وروسته یې وویل:

-         نه، زه بېګا شپه په جومات کې وم، یو مسافر راغلی وو له هغه سره مې شپه وه، دا اوس خو چې یخني ډېره شوې جومات تر کور ډېر ګرم وي، زه همالته پاتې شوم، بل هغه مسافر هم خوارکی لکه چې وېرېده، یواځې نه پرېواته، خلکو چې غوښتل دښتې ته له څراغونو سره ووځي ماته یې ویل چې ته له مسافر سره پاتې شه، نیم کلی ځوانان پسې لاړل خو واپس چې راغلل ویل یې چې هېڅ مو هم ونه موندل ښايي دا چېغې د بل څه وي…

افسر یې خبره پرې کړه، سپین ږیري کس ته یې وکتل او ویې ویل:

-         څه وخت بېرته را ستانه شول ؟

شین سترګي راغلي سړي چې لاسونه یې په بخارۍ ګرځول له لږ ځنډ وروسته وویل:

-         یاره دا یوه ډله خو وختي راغله، لا به یوولس بجې نه وې شوې چې را وګرځېدل هغه نور نو بیا هان یوه بجه راغلي وو چې ما ونه لیدل هماغسې خپلو کورونو ته تللي وو…

سپین ږیري سړي کاغذونه خواته کېښودل او را وړاندې شو، د نوي راغلي سړي په شنو ځلېدونکو سترګو کې یې سترګې وګنډلې او ویې ویل:

-         یاره پوهېږم چې دا زړه به راته وپړسوې… اصلي خبره کوه

شین سترګي سړي ځیر ځیر سپین ږیري ته وکتل، لکه چې ویرېدلی وي یو څه یې ځان سره تاو کړ بیا یې افسر ته مخ وا ړاوه او ویې ویل:

-         زما د تر ځوی چا وژلی…

سپین ږیري سړي یې خبره پرې کړه او ویې ویل:

-         اوس دې خبره وکړه، په بېګانیو چېغو پسې خو سر مه ګرځوه هغه سړی مو را پیدا کړ دلته مو را وړی دی… ښه نو د تره ځوی دې چېرې وو؟.

شین سترګي سړي غوښتل لومړی افسر ته څه ووایي خو بېرته یې سپین ږیري ته مخ ور وګرځاوه ویې ویل:

-         ها بله ورځ یې د خور کره تللی وو، پرون چې اورښت پیل کړی، د هغوی له کوره را وتی دی، نن چې سهار کلیوال د دښتې په لور تللي دي او غوښتل یې چې د هغه پرونیو چېغو څرک وباسي نو له کلي لږ لیرې په دښته کې یې تر غره پورې پلونه ایستلي چې څوک یې ورسره کش کړی او وینې یې باد دي.

ځوان افسر په ځیره ورته سترګې نیولې وې، چې د هغه خبره ختمه شوه افسر ته یې سترګې ونیوې او ویې ویل:

-         هغه بېګانی سړی څوک وو؟

افسر وویل:

-         هغه مسافر وو لاره یې ورکه کړې وه، زخمي دی اوس دلته تم دی حالت یې ډېر خراب …

پدې کې یې راغلي سړي خبره پرې کړه او ژر یې پوښتنه وکړه:

-         زخمي دی؟

افسر ځواب ورکړ:

-         هو… ښه وایه

راغلي سړي له ځان سره سوچ وکړ او له لږ ځنډ وروسته یې وویل:

-         پرون بېګا چې هغه کور ته را نغی ټول ورته خپه وو، په دښته کې چې چیغه ووته هم موږ له ځانه سره همدا ویل چې زما د تره ځوی به وي او لاره یې ورکه کړې، سبا ته یې د خور کره خلک ورغلل هغوی ورته ویلي وو چې له دې ځایه وختي تللی دی، ټول ځایونه مو پسې ولټول، پرته لدې پلونو او وینو څخه مو نور هېڅ ونه موندل.

سړي خبره بس کړه، افسر ته یې وکتل او ویې ویل:

-         دا سړی چېرته دی یو ځل یې ګورم … نوم یې څه دی؟

افسر په لنډو ځواب ورکړ.

-         دا د دې منطقې ندی، توریالی نومېږي…

راغلی سړی لکه چې تمه یې شلېدلې وي ویې ویل:

-         نو د تره ځوی مې چا وژلی دی اوس دلته راغلم…

پدې کې یې سپین ږیري سړي خبره پرې کړه او ویې ویل:

-         نو هغه پلونه کوم طرف تللي دي؟

هغه په غره کې ورک شوي دي، له غره نه هم تر بر کلي پورې تللي دي او د کلي په خوا کې هم د وینو نښه نشته او هم د پلونو نښه ورکه ده، یو دوه کسانو خو تر یوه کوره دا پل تعقیب کړی خو څه یې ندي ویلي…

افسر یې خبره ونیوله او ویې ویل:

-         له چا سره خو یې دښمني نه وه؟

-         نه نو داسې خاص مشکل خو یې نه درلود دا دوه ورځې وړاندې یې زما له ورور سره شخړه کړې وه چې په همدې ورځ هغه هم ورسره پخلا شوی وو او دواړه یوځای زموږ د تره لور کره تللي وو، هغه ناروغه وه د هغې پوښتنه یې کوله، زما ورور هان پرون کور ته راغی ویل یې چې نورخان پاتې شو، خو تر بېګا د نورخان پته نه وه لګېدلې، خور یې وايي چې اورښت پیل شو په هغه تادي شوه او په بیړه له کوره وواته…

سپین ږیري کس لوړ ځوان ته وکتل او بیایې پوښتنه وکړه:

-         ورور دې نو کور ته کله در ورسېده؟

-         یاره پرون داسې وخت را ورسېده چې اورښت لا نه وو پیل شوی

افسر ځان سره وخوځاوه، په خوا کې ناست افسر ته یې وویل:

-         ته ورشه هغه بېګانی مسافر څنګه دی؟ دلته راتلی شي؟

دوی بیا خبرې پیل کړې، سپین ږیري او افسر د راغلي کس ټولې خبرې په غور اورېدې او خولې ته یې ځیر ناست وو، راغلي کس هم په دقت د هغوی پوښتنو ته ځوابونو ویل، څه شېبه وروسته دروازه خلاصه شوه او د افسر له شانه یو دنګ ځوان چې ځان یې په شړۍ کې پیچلی وو او ښی لاس یې هم په سپینه ټوټه تړلی وو را ننوت، له سلام وروسته آرام یوې خواته کېناست. شین سترګي سړي یې په سترګو کې سترګې ګنډلې وې او د هغه هره کړنه یې له نظره تېروله، ناڅاپي یې پوښتنه وکړه:

-         بېګا تا نارې وهلې؟

په شړۍ کې پیچلي دنګ ځوان چې په سپین ململ تړل شوی لاس یې بخارۍ ته نږدې کاوه او په دا بل یې په اوږدو او خیرنو ویښتانو کې لاس واهه ځواب ورکړ:

-         هو والله

افسر سپین ږیري کس ته وکتل، څه شېبه یې سوچ کاوه بیا یې له څنګه ناستو دوه نورو افسرانوته وویل:

-         تاسې ځانونه تیار کړﺉ ښايي تر یوه ځایه لاړ شو

شین سترګي سړي د اوږدو ویښتانو دنګ ځوان نه سترګې نه اخیستې، دنګ ځوان کله سپین ږیري ته کتل او کله به یې افسر ته وکتل بیا یې له مخامخ شین سترګي کس څخه چې تېزې تېزې خبرې یې کولې وپوښتل:

-         تاته خیر دی؟

شین سترګي سړي چابک ځواب ورکړ

-         زما د تره ځوی وژل شوی

دنګ ځوان د تعجب په نښه تندی ګونځې کړ او لاسونه یې دواړه بخارۍ ته ونیول پوښتنه یې وکړه:

-         چا وژلی؟

-         مالوم ندی؟

-         په څه یې وژلی ؟

-         مالوم ندی؟

-         جګړه یې کړې او که څنګه؟

-         مالوم ندی

دنګ ځوان نور خبرې بس کړې، کله به یې سپین ږیري ته وکتل او کله به یې افسرانو ته، نور یې یواځې د هغوی په حرکاتو کې سترګې ګنډلې وې او کرار ناست وو. پولیسو ځانونه سره برابر کړل او سترې کورتۍ یې واغوستې نور نو د بوټونو په پښو کولو بوخت وو، لوړ افسر سپین ږیري ته وکتل او دنګ ځوان ته یې اشاره وکړه خو څه یې ورته ونه ویل، وړاندې ورغی له ګرد چاپېر سوري شوي پلاستیک څخه یې بهر وکتل، اورښت د وختي په څیر سخت نه وو خو لړه لا نه وه پورته شوې، بېرته یې سپین ږیري کس ته وکتل او پوښتنه یې وکړه:

-         څه وکړم؟

هغه شین سترګي کس ته وکتل، شین سترګي سړي هم نېغ نېغ ورته کتل، له لږ ځنډ وروسته یې وویل:

-         ورشی دا پلونه وګورﺉ نو

بیا یې ناست دنګ ځوان ته وکتل، افسر هم هغه ته سترګې ونیوې، ځوان حیران حیران د دواړو په لور کتل خو چا څه نه ویل، ټولو بوټونه پښو کړل او له کوټې ووتل، افسر تر مخ وو، ملکي کس پسې وو او یو افسر او یو بل عسکر هم له شانه روان وو، له ولسوالۍ څخه ښکته مخ په کلي روان شول، د کلي او ولسوالۍ تر منځ لاره کمه وه، د کلي په څنګ کې ستره دښته وه چې پاس سر یې له غره سره نښلېده، لدې دښتې څخه د څو کلو لارې ولسوالۍ او یا هم وړاندې کوچني بازار ته تللې، دوه کلي د غره په خوا کې هم پراته وو د هغو کلو لارې هم د دښتې په منځ کې سره یوځای کېدې، خو په نورو وختو کې به هم له ماښام وروسته څوک پدې دښته نه تلل ځکه د لېوانو د ډار آوازه خو هان تر افسرانو پورې هم رسېدلې او چاته به یې اجازه نه ورکوله چې دشپې یواځې پدې لاره لاړ شي، د دښتې په منځ کې خو شپنو کوهي هم کیندلي وو چې په خلکو کې دا آوازه هم خپره وه چې پدې کوهیو کې نور موجودات دي له همدې امله په ورځ کې هم څوک هلته ډېر نشو ګرځېدلای.

کلي ته چې ورسېدل څو کسان د جومات په مخ کې ناست وو، د افسر په لیدو ټول د هغوی مخې ته راغلل او له سلام وروسته یې په یوه غږ پوښتنه وکړه:

-         پیدا مو کړ؟

افسر د نه په نښه سر وخوځاوه او ورسره راغلي کس ته یې وویل:

-         تر هغو پلونو پورې به لاړ شو

هغه هم ورسره روان شو، څو کسان له جومات څخه هم ورسره روان شول، افسر په چټکو ګامونو روان وو او یو کس یې ورسره ترمخ کړ، دا نوره ډله کراره کراره د دوی په پلونو روان وو، افسر له هغه کس څخه آرامې پوښتنې کولې او هغه کس یې هم دقیق ځوابونه ویل، کله کله به یې تر شا را وکتل او لومړنی شین سترګی کس به یې وڅاره چې د دوی غږ اوري کنه؟ بیا به یې خپلو خپلو پوښتنو ته دوام ورکړ او وړاندې تلل.

د بر کلي لارې ته ورسېدل او په دې ورځ کې د خلکو پلونو هم ډېرې نښې له منځه وړې وې، خو دوی پرې روان وو، په یو ځای کې افسر ودرېده، د پلونو تر خوا یې یوه کشه ولیده، داسې ښکارېدل لکه یو څه چې کش شوي وي، په لاس کې په نیولي لرګي ته یې ترې واورې واړولې، په ښکته واوره کې د وینو نښه ښکارېده، تر ډېره ځایه یې دا رګ تعقیب کړ او څو ځایه یې واورې واړولې را واړولې او د وینو نښې یې په ځیر سره وکتلې، دا نوره ډله ترې مخکې شوه یو عسکر د افسر خواته ودرېده او ویې ویل:

- داسې ښکاري چې وژلی یې دی بیا یې په دې لاره کش کړی.

افسر د نه په نښه سر وخوځاوه او ویې ویل:

-         دا د کوم ښکاري پلونه دي، ښکار یې کش کړی…

عسکر سر وخوځاوه او وړاندې په افسر پسې روان شو، هلته لیرې خلک یو ځای را ټول شوي وو، پلونه له شمال څخه د جنوب په لور تللي وو، د ختیځ پلو ته کابو سل متره لیرې خلک را ټول وو او په څه کار اخته وو، افسر هم له ورسره راغلو کسانو سره ور وګرځېده، کله چې ور ورسېدل خلک د یوه کوهي په غاړه را ټول وو، ټول را پورته شول او افسر ته یې له سلام وروسته لاسونه ورکړل، یو کس په کوهي کې د ورښکته کېدو په حال کې وو، ښکته په اوبو کې څه ښکارېدل، افسر په ځیر ورته وکتل له یوه کس څخه یې پوښتنه وکړه:

-         چا کتلی دی؟ سړی دی؟

هغه ځواب ورکړ

-         هو خپله دی، دا اوس هغه بل کس ورښکته شوی وو، ویل یې چې په اوبو کې پروت وو او سا یې ختلې وه، هغه پنډوکی یې ترې را پورته کړ…

افسر پنډوکي ته وکتل، ورغی په دقت یې وکوت بېرته یې په ځای کېښود، هغه کس ته یې وویل:

-         دا پلونه خو ټول ړنګ شوي دي دا ښه کار ندی شوی…

هغه کس چابک ځواب ورکړ:

-         نه بېګا یې دلته ډېرې چېغې وکړې، خو کلیوالو نه وو موندلی، زه او خیرګل لالا هسې دې خوا ته راغلو چې په کوهي مو سترګې ولګېدې، له هغې خوا یې پلونه راغلي دي، یواځې یې پلونه راغلي دي او دلته لوېدلی دی.

افسر څه شېبه ولاړ وو او په کوهي کې یې کتل، هوا هم کراره کراره صافه شوه او لړه کمه شوه، وړاندې کلی او غر نور لږ لږ د لړې له وریځې را ووتل، افسر له خلکو جلا شو او وړاندې لاړ هلته یې څه شېبه په دښته نظر واچاوه بیا په لاس کې په اوږده سپینه لرګینه لکڼه(امسا) په واوره باندې ولیکل:

لاره نه ښکارېده…

سپین ږیری سړی یې خواته ورغی، غوښتل یې افسر ته څه ووايي، خو په واوره یې د هغه لیکلو ته پام شو موسک شو او ویې ویل:

-         قسمت به څه کړې چې پداسې ورځ یې سفر کاوه، چې لېوان هم لا نشو وتلای…

افسر سر وخوځاوه او ویې ویل:

-         نه اکا یواځې نه وو، یواځې خو دا کوهی وو… یو ښکاري بچ شوی، یو مسافر بچ شوی، بېګا کلیوال بچ شوي او اوس تاسې بچ شوي یاست…

سپین ږیری موسک شو او دکلي لخوا په را روانو کسانو یې فکر شو چې چپرکټ یې په اوږه را اخیستی وو او د کوهي په لور را روان وو…

۲۴.۰۸.۱۳۸۸

خپل کور

لیکوال
لنډه کیسه

لیکوال: عبدالله الهام جمالزی

د پرانستې کړکۍ خواته ناست وو، له کړکۍ بهر یې خلک له نظره تېرول، ټول په خپلو کارونو بوخت وو، چا د هغه خواته نه کتل، هغه هم په خپلو سوچونو کې ډوب وو. د کوټې سپین رنګ هم زوړ اوسولیدلی ښکارېده، سپین چت یې هم څو ځایه د راغلو اوبو له لاسه ژېړ شوی وو، د کوټې سوربخونه دروازه هم نوره سپینه او خیرنه اوښتې وه، د دروازې په لور په ښي دېواله توره تخته را ځړېدله او ښکته د سپین خاورین تباشیر میده ګرد پروت وو. تخته لکه چې څو درسونو وروسته لا نه وه پاکه شوې، په تخته اوږد سړک رسم وو چې د تختې له یوه څنګ څخه پیل شوی وو د تختې له بل لوري وتلی وو، د تختې په تندي د خدای له نامه لاندې لیکل شوي:

کیسه

دا د ښار د بیروبار واټ تر څنګه د سترې ژېړبخونې ښونځۍ د دوهم پوړ د کونج کوټه وه چې اوس نه پکې مېزونه وو او نه هم پکې فرش غوړېدلی وو، خو کوټې بیا هم د خپل ټولګي واله کیسه په دېوالونو کې ساتلې وه. د ستر واټ په لور د ښونځي یوه کړکۍ پرانستې وه او د بل دېوال کړکۍ بیا د ښونځي منځ ته خلاصه وه او په ټوله کړکۍ کې یوه ښیښه هم جوړه نه وه پاتې شوې.

بې ځانه او بې غوښې لوړ سړی د کړکۍ په خوا کې په وړه تاقچه کې ناست وو او د کړکۍ د څنګ خیرن دېوال ته یې تکیه کړې وه، سر یې نیم سپین او نیم تور وو او په لنډه او خریلې ږیره کې یې بیا سپین ویښته کم لیدل کېده، سګرېټ یې په لاس کې وو او هغه به هم کله بهر ته کتل او کله به یې په خپله غځول شوې پښه پښو کړي نوي تور بوټ ته او بیا به یې پښه وښوروله، سګرېټ یې ښه په اشتها کش کړ او ټول دود یې سینې ته تېر کړ، بیا د سګرېټ لاس سر ته ونیو او مخامخ یې په کړکۍ کې یوې نقطې ته سترګې ونیوې او په ژور سوچ کې ډوب شو.

یو ځوان د کوټې په دروازه کې ودرېده او پټ پټ یې په کړکۍ کې د ناست ډنګر سړي سیل کاوه، بیا یې ور نیم کښ کړ او آرام کوټې ته راننوت، په دېواله د ځوړندې تختې خواته ودرېده او په ناست ډنګر سړي کې چې په سوچونو کې ډوب وو سترګې وګنډلې، آرام ور وړاندې ورغی، له جېب څخه یې د لیک یو پاکټ را وایست او په بل لاس یې وټکاوه، په کړکۍ کې ناست سړي ژر سګرېټ پټ کړ او د هغه په لور یې وکتل، خو بېرته یې سګرېټ خولې ته ونیو او موسک شو، مخامخ ور روان سړی هم ولاړ او په کړکۍ کې ورته مخامخ کېناست، څه شېبه ېې په ډنګر سړي کې سترګې ګنډلې وې وروسته یې ورته وویل:

-         پولیس خو وايي چې هغه په خپل مرګ مړ شوی دی؟

ډنګر سړي له کړکۍ بهر وکتل، سګرېټ یې کش کړ، سر یې کوږ کړ او موسک شو بیا یې وویل:

-         پولیس اپلتې وايي، پولیس په څه خبر دي

نوي راغلي سړي یې خبره غوڅه کړه، په تنده لهجه یې وویل:

-         هو، ته ښه خبر یې، هسې خلک په بلا اړوې… تاته بیا لیک راغلی.

ډنګر سړي هماغه راز بهر کتل، د سګرېټ دود یې په کړکۍ د را ننوتونکي باد په وسیله یوې بلې خواته کږېده او مخامخ سړي به په لاس له ځانه چپ کړ، سګرېټ یې بیا خولې ته نږدې کړ او ویې ویل:

-         خلاص یې کړه

مخامخ ناست سړي د لیک پاکټ د ډنګر سړي د پښې او کړکۍ تر منځ خالي سپېره ځای ته ور واچاوه او ویې ویل:

-         خپله یې خلاص کړه

څه شېبه دواړه چوپ ناست وو، د ډنګر سړي سېګرېټ هم نور پای ته رسېدلی وو، مخامخ سړي به هم کله په ډنګر سړي کې سترګې وګنډلې او کله به یې بهر ته وکتل، ډنګر سړي سګرېټ په تاقچه کې تر تکیه شوې پښه لاندې کړ او مخامخ سړي ته یې وکتل، څه شېبه په سوچ کې وو بیا یې وویل:

-         زما خو شاګرد وو

مخامخ سړي سر وګراوه، نور یې نو بهر ته مخ واړاوه او په واټ کې یې د تېرېدونکو موټرو او خلکو سیل کاوه، څه شېبه وروسته یې سر وخوځاوه او آرام یې وویل:

-         هېڅوک نه وايي چې ستا شاګرد نه وو، خو تا دا مسله ډېره پسې وغځوله، امنیت، پولیس، مدیریت او ټول دې نور ستړي کړل، هغه نور خواران دې هم وځورول.

ډنګر سړي په بیړه مخ را وګرځاوه او مخامخ یې ورته وکتل، په تنده لهجه یې ځواب ورکړ:

-         نو قتل به یې نه کاوه

مخامخ سړي بیا سر وخوځاوه او آرامه یې تکیه وکړه، څه شېبه ناست وو، نور نو پورته شو، د کوټې دروازې ته ورسېده او بیا یې را وکتل او ویې ویل:

-         ته دا لیک وګوره زه راځم، ښايي ځواب هم وغواړي…

نور نو له کوټې ووت او دروازه یې په ځان پسې بنده کړه.

ډنګر سړي لیک پرانست، له اوله یې تر آخره ولوست، ښه په ځیر ځیر یې هر ټکی له نظره تېر کړ، له ښه ځنډ وروسته له خپل ځای څخه پورته شو، څه شېبه یې په خالي کوټه کې قدم وواهه او چې په توره تخته یې سترګې ولګېدې ورغی او تختې ته مخامخ ودرېده، کوټې ته یې هسې نظر وکړ لکه چې ټوله کوټه له شاګردانو ډکه وي، بیا یې د تختې په لور وکتل او سر یې وخوځاوه، څه شېبه د تختې په خوا کې ولاړ وو، وړاندې پرته د تباشیر ټوټه یې را پورته کړه او تختې ته ودرېده، په تخته تر رسم شوي اوږده سړک لاندې یې کوچني ټکي د لیکې تر پایه رسم کړل، لاندې په ستر لیک د کیسې له لیکل شوي عنوان لاندې یې ولیکل: لیکوال

په تخته کې نور ځای نه وو پاتې هغه په ټوله تخته کې په کږو وږو لیکو کې سوچ وړی وو چې پدې کې دروازه پرانستل شوه، هماغه وختونی ځوان کوټې ته را ننوت، لومړی یې تختې ته وکتل او کږو وږو لیکو او رسمونو ته یې سترګې ونیوې، وروسته یې ډنګر سړي ته وکتل او آرام یې وویل:

-         څه یې لیکلي وو؟

لوړ ډنګر سړی موسک شو او ویې ویل:

-         کیسه

نوي راغلي ځوان په تعجب پوښتنه وکړه:

-         هغه څنګه؟

ډنګر سړي لاسونه تر شا ونیول او په موسکه لهجه یې وویل:

-         تر اوسه یې ماته اخطارونه را لېږل چې زه چاته ونه وایم چې قاتل څوک دی، نن یې خپله لیکلي چې قاتل په خپله دی…

نوي راغلي ځوان یې بیا خبره پرې کړه.

-         څه وایې ؟ اعتراف ؟

ډنګر سړي په تخته په کښل شوي سړک تباشیر کش کړ، سوړ اوسوېلی یې وایست اوویې ویل:

-         ژوند کیسه ده او لیکوالان اعترافونه لیکي…

څه شېبه یې ښکته کتل، په یوه نقطه کې یې سترګې ګنډلې وې، مخامخ ځوان هم د خبرو فرصت نه شو تر لاسه کولای ډنګر سړي وویل:

- کاش چې هر سړی لیکوال وای… ایله نن مې د هوښیار سړي لیک تر لاسه کړ…

مخامخ ځوان حیران وو، غوښتل یې څه ووایي او پوښتنه وکړي…

کابل خپل کور

۱۳.۱۱.۰۹

آلبېړ کامو پياوړى فرانسوى الجزايري کيسه ليکوال
مشهور سوسياليست ليکوال او د ادبياتو د نوبل جايزې ګټونکى فرانسوي توکمه آلبير کامو د ١٩١٣ کال د نومبر په اوومه نېټه په الجزاير کې په يوه کوچني کلي کې زېږېدلى دى.

د کامو کورنۍ له هغو کډوالو څخه وه چې له فرانسې څخه د ځمکې او کروندګرۍ په موخه الجزاير ته تللي وو. پلار يې لوسين کامو نومېده او د آلبير له زېږېدو يو کال وروسته په لومړۍ نړيواله جګړه کې ووژل شو.

آلبير د خپل پلار له وژل کېدو وروسته له خپلې اسپانوۍ مور سره په الجزيره کې خپل مورني ټاټوبي لاړ. د کامو ماشومتوب په بې وزله او کارګره ټولنه کې تېر شو او پدې مهال يې بې وزلي، درناوى او له بې وزلو سره همدردي ښه درک کړه.

کامو د خپلو منځنيو زده کړو له بشپړولو سره الجزيرې پوهنتون ته لاړ او د ١٩٢٨ او ١٩٣٠ کلونو په اوږدو کې يې خپل لومړنى اثر هم وليکه.

آلبير کامو په ١٩٣٤ کال کمونست ګوند ته لاړ چې دوه کاله وروسته د ګوند د دستور له مخې له غړيتوب څخه بې برخې شو. هغه په ١٩٣٥ کال کې د فلسفې لسانس تر لاسه کړ او د ١٩٣٦ کال په مۍ مياشت کې يې خپله لومړنۍ څېړنه هم خپره کړه.

آلبير په ١٩٣٨ کال کې د الجزايرجمهوري غوښتونکو په نوې ورځپاڼه کې د خبريال په توګه کار پيل کړ او خپلې ټولې مقالې يې د لومړي شخص په روايتي بڼه ليکلې چې دا روده تر هغه مهاله په فرانسوي خبريالۍ کې نه وده دود شوې او بالاخره يې په ١٩٣٩ کال کې د قبيلې بې وزلي په نامه د مقالو ټولګه خپره کړه.

آلبير کامو په ١٩٣٤ کال له سيمون هاى سره واده وکړ چې هغه په موفينو روږدې وه، چې د دوى دغه واده تر يوه کاله دوام وکړ او د سيمون په خيانت پاى ته ورسېده او کامو بيا په ١٩٤٠ کال کې له فرانسين فور سره واده وکړ.

کامو د دوهمې نړيوالې جګړې په رانږدې کېدو سره د سرتيري په توګه خپل نوم ثبت کړ خو د سېل ناروغۍ له امله ونه منل شو. هغه پدې مهال د جمهوري پړاو ورځپاڼې اېډېټر وو چې په ١٩٤٠ کال کې د الجزاير د سانسور ادارې پرې د تړلو امر وکړ. د همدې کال په مارچ مياشت کې د ملي امنيت لپاره د ګواښ په توګه معرفي شو او وړانديز ورته وشو چې له ښار څخه ولاړ شي او له همدې سره آلبرت کامو مخ په پاريس وخوځېده او هلته يې د پاريس مهال له ورځپاڼې سره خپل کار پيل کړ او وروسته له نازي لښکر څخه د ليرې والي په خاطر د ورځپاڼې له نورو کارکوونکو سره لومړى کلرمون فران ښار او بيا لويديځ ښار بوردو ته ولاړ.

آلبير کامو په ١٩٤٢ کال کې د بېګانه په نوم خپل ناول او د سيزيف افسانې په نامه د خپلو فلسفي مقالو ټولګه کتابونه خپاره کړل.

د کاليګولا ننداره يې په ١٩٤٣ کې خپره کړه او د پنځوسمې لسيزې تر پايه يې څو ځله سمه او بيا بيا وکتله. په همدې کال يې د يوه جرمني دوست ليکونه کتاب هم په پټه توګه چاپ او خپور کړ.

آلبير کامو د جرمنانو سخت ضد وو او په ١٩٤٢ کال کې يې د فرانسوي مقاومت د ډلې غړيتوب تر لاسه کړ او په راتلونکي کال کې يې په پټه د ورځپاڼې چلونې ته مخه کړه.

آلبير کامو د طاعون په نوم ناول په ١٩٤٧ کال خپور کړ او د هغه مهال تر ټولو په غوره او ډېر پلورل کېدونکي کتاب واوښت.

آلبير کامو د خبريالۍ په ډګر له اوږده کار وروسته په ١٩٤٧ کال کې دغې لړۍ ته د پاى ټکى کېښود او دوه کاله وروسته يې د عادلانو په نوم ننداره خپره کړه او خپل فلسفي اثر يې د ياغي انسان په نامه په ١٩٥١ کې له چاپه وايستله.

هغه څه وخت په يونسکو کې کار وکړ او بالاخره يې په ١٩٥٢ کال کې هلته استعفا ورکړه، هغه هم ځکه چې ملګرو متلونو د جنرال فرانکو تر مشرۍ لاندې د اسپانيا غړيتوب رد کړى وو.

کامو د خپل عمر تر پايه د الجزاير د خپلواکۍ مخالف وو او د فرانسوي توکمه الجزايرانو د ايستلو غوښتنه يې کوله خو په عين حال کې يې هېڅکله هم د مسلمانانو د حقوقو د نشتوالي په اړه له خپلو څرګندونو لاس وانه خيست.

کامو په ١٩٥٥ کال کې يو ځل بيا خبريالۍ ډګر ته ننوت او له اکسپرس ورځپاڼې سره يې کار پيل کړ او د ټوټې الجزاير په نامه يې په اتو مياشتو کې ٣٥ مقالې وکښلې، او ورسره په څنګ کې يې پياوړي داستاني اثار وپنځول.

آلبير کامو په ١٩٥٧کال د ادبياتو د نوبل جايزه تر لاسه کړه او د ځوانۍ له نظره دوهم ليکوال وو چې تر هغې ورځې يې د نوبل مشهوره جايزه خپله کړې وه.

آلبير کامو له جالب او بوخت ژوند وروسته د ١٩٦٠ کال د جنورۍ په څلورويشتمه نېټه د يو سفر پر مهال د موټر د ټکر له امله ومړ.

سرچينې:

بېلابېلې

کيسې او کيسه
نهم ليک

سلامونه، هيله ده خوشحاله به يې، دا ډېره موده مې درته ليک نه وو استولى ايله چې نن مې درته ليک وليکه، هغه مې هم هغه خاطرې رايادې شوې چې کله کله به مې په ليک ليکلو خپلې خاطرې به مې درته ليکلې او خپل احساسات مې درته په ډاګه کول، هغه وخت مې پدې چرت ډېر خراب وو چې ولې يواځې کيسه درته وليکم، کيسه نه بايد کيسې وليکم، تنده به مې هله ماته شي چې کيسې وليکم يعنې يوه نه څو څو څو وليکم کېنم او کيسې وليکم…

اوس نړۍ بله جامه اغوستې، حتى د ظلم او تيري بڼه يې هم بدله کړې، هغه وختونه ښه وختونه وو چې يو څوک به پورته شو خلکو ته به يې د بشر په اړه کيسې کولې، هغوى ته به يې ويل چې دا کار ښه دى او دا ښه ندى، هغوى به د خداى ج له لوري فرمانونه، صحيفې او کتابونه راوړي وو او دې ستړي بشر ته به يې ښودل چې څرنګه ژوند وکړي، څه وکړي او څه ونکړي.

هغه وخت چې چا نشو ليکلاى د هغه وخت کيسه خو زه هم نشم ليکلاى خو چې ليکل پيل شوي وايي چې مصريانو ډېر ښه ژوند کاوه، هغوى د ژوند ډېر ښه چلونه زده کړي وو او خوښي يې ډېره خوښېده، د هغوى نن او پرون د هغوى دنيا او آخرت د هغوى ښه او بد او د هغوى هر څه په زړه پورې وو، هغه وخت هېڅ هم نه وو مګر هر څه وو. وايي په بين النهرين کې هم له نن څخه زرګونه کاله داسې قوانين وو چې چا په يو بل ظلم نشو کولاى هغوى قوانين ليکلي وو او په هغو يې عمل کاوه.

دا يواځې د ختيځ خلک نه وو چې داسې پر مخ تللي وو، د لويديځ د خلکو کيسې هم په زړه پورې دي، وايي دوى آتن ښار ورغاوه او غوښتل يې هر هغه ښه څه چې دوى يې فکر کوي، هغوى ډېر ښکلى ښار جوړ کړى وو، ګوره له نن څخه له زرو کالو وړاندې خبره ده خو ښه قوانين يې جوړ کړي وو او په خوند يې ژوند کاوه.

له هغې وروسته د تاريخ کيسو روم هم له ياده ندى غورځولى، هغوى هم ښکلى حکومت جوړ کړ، هغوى هم د خلکو د آرامۍ لپاره وايي ډېرې هڅې وکړې او ښه قوانين يې جوړ کړل او په علم يې فکر وکړ. ټول بشر کيسې کيسې دى، زه به يې درته کومه ليکم خو دومره ليکلاى شم چې ټولې کيسې يې خوږې دي، ټولو ته کيسه خوند ورکوي لکه زه ټول په کيسو مين دي، د هر څه کيسې د خلکو په ذهنونو کې شته، له دې کيسو سره مينې خلک هڅولي چې ويې ليکي، هغوى د روم د امپراتورۍ ټولې کيسې ليکلې، دلته زموږ په شاوخوا کې يې د اسلام پاکې وړانګې هم له ياده ندي غورځېدلې او هغه برياوې چې دې سپينو لښکرو به تر لاسه کولې هم ټولې يې ياد دي.

دلته زموږ په خاوره کې د پخوانيو کيسې هم ډېرې خوږې دي، دوى د اسلامي خلافت کيسې په خوند ليکلې او د غزنويانو د فاتحو لښکرونو د اسونو د پښو دوړې يې هم د هند په خارو کې په خپلو سترګو کې ليدلې او ستايلې يې دي. د غوريانو کيسې يې هم په مينه ليکلې او د دې امپراتوريو نړېدل او له موږ لږ ورپورته په کوچي ميشتو سيمو کې چې شنې درې او اسونه يې په نامه وو جنګيالي يې ياد کړي او د چنګيز په نوم يې د يو داسې کس چې ټوله نړۍ يې لاندې کوله کيسې ليکلې.

له هغه وروسته يې هم ستر جنګيالي ياد کړي او د ګوډ تيمور داسې ځوان چې يو وخت به په غره کې له خپلې رمې سره په چرت کې ناست وو او يوه پښه به يې تر جوماته وه او بله تر شنو درو پورې هغه هم يادوي او د هغه د زړورتيا کيسې هم کوي. وايي هغه به د خلکو له سرونو څخه منار جوړاوه او هر ځواک به يې په ټوله زړورتيا له منځه وړلو. دا ټول کيسې کيسې دي، خو وايي چې تاريخ ټولې د غټو خلکو کيسې ليکلې، چا چې توره درلوده او چاچې زور درلود، خو کيسه کيسه وي، په زړه ښه لګي، نړۍ د کاغذ په کرښو کې ښه را مالومېږي خو کله چې سړى له کاغذ څخه نظر پورته کړي، بيا يې مزه نشته، هلته د چا سر پرې کېږي او هلته بيا سل زر ډوله ظلمونه روان وي. له اوس څخه ليکل د سړي زړه ماتوي خو د پخوا کيسې لوستل هم چې سړى ستړى کړي بله لاره نه وي يواځې کتاب بند کړي او سر وخوځوي.

هسې مې درته خبرې اوږدې کړې، ما غوښتل چې يو ځل بيا کيسې درته په ياد کړم، کيسې هم لکه ژوند هسې وي، کيسې هم لکه بشر غوندې له بشر سره اوږه په اوږه روانې دي، خو خلک اوس هسې هسې په سړي غوسه کېږي، د سړي ګناه نه ورپه ګوته کوي او هسې هسې يې په خوله لاس ورنيسي. هغه ټول له ياده باسه، ته کيسې لوله، نن مې هم د همدې لپاره درته ليک ليکلى، ګوره چې هر څه وشي… خو…

کيسه به کيسې کوي…

کابل

مظلومه ښځه
د بوډۍ ښځې په مخ اوښکې را روانې وې، مخ يې په وېروونکې توګه تور وو، يوه سترګه يې ړنده وه او بله سترګه يې هم نيمه شنه او نېمه توره په ويروونکې ډول برېښېدله، خيرن سر او تور څېرې څيرې ټکرى يې په سر وو او د تور دېوال څنګ ته يې ډډه وهلې وه، د ماښام خړه په کوټه کې په خپرېدو او زړې ښځې د کوټې په دېوالونو کې سترګې ګنډلې وې.

د زړې او وېروونکې ښځې مخې ته کوچنۍ ماشومه ناسته وه، ببر سر يې د ماښام په تياره کې وېروونکى مالومېده او په کوچنيو او خيرنو ګوتو يې د غولي په فرش کې کرښې ايستلې، په کوڅه کې د سپيو غپا هم کرار کرار د کوټې کړکۍ ته په رانږدې کېدوه، له کوټې بهر په کور کې هم چوپه چوپتيا وه خو بهر کله ناکله کړپونو او غږونو به د ښځې او ماشومې نجلۍ په زړه وېره ګډه کړه خو زړې ښځې به ځان سره تاو کړ، سترګې به يې پټې کړې او آرام يې وويل:

-         هره شپه مې ويروي…

کوچنۍ ماشومې په منډه پورته ورته وکتل او د زړې ښځې تور غاښونه او تور مخ يې له نظره تېر کړل، لکه چې ترې ويرېږي آرامه ترې شاته شوه. کله به يې په تياره کوټه کې د پيکه دروازې په لور سترګې کږې شوې او کله به يې د ښځې په وېروونکې څېره کې سترګې وګنډلې. له کړکۍ د بهر غږونه ډېر چټک شول او د ماشومې نظر يې له دروازې څخه خپل لوري ته واړاوه. زړې ښځې له ځانه سره خبرو ته دوام ورکړ او کوچنۍ نجلۍ ته يې نيمه شنه او نيمه توره سترګه نېغه ونيوه ويې ويل:

-         ته لاړه شه ويده شه…

جينۍ شاوخوا وکتل، له ښځې هم شاته شوه او د کوټې کونج ته يې ځان کش کړ، د کوټې په کونج کې غلې شوه، زړې ښځې هم دېوال ته تکيه وکړه، سترګې يې پټې کړې او په کوټه کې چوپتيا واکمنه شوه.

په کوټه کې کرار کرار له ماښام راوروسته تياره په خپرېدو وه، د کوټې منځ ته د راختلې سپوږمۍ وړانګې را وغځېدې او کوټې يو ډول نوې جامې اغوستې. نجلۍ په ډار ډار ښځې ته کتل او آرامه يې پوښتنه وکړه.

-         څوک دې ډاروي؟…

زړې ښځې سوړ اسوېلى وايست ويې ويل:

-         ستا مور…

نجلۍ له دې خبرې سره چوپ شوه، شاوخوا يې وکتل او ته وا چې ډار يې په هډو ننوتلى ورېږدېده او ځان يې د کوټې کونج ته نور هم جوخت کړ. خو ښځې دوام ورکړ.

-         هره شپه راځي…

د نجلۍ په سترګو کې د ډار اوښکې وځلېدې خو څه يې ونه ويل، زړې ښځې ډېره شېبه چرت نيولى وو  وروسته يې وويل:

- هره شپه پدې دروازه کې راته درېږي، بوټى يې په لاس کې وي او لمبې ترې پورته کېږي، مخامخ راته ګوري او هېڅ هم نه وايي، خداى خبر څه به راته وايي…

ماشومې سر په لاسونو کې ونيو او سترګې يې پټې کړې، کله کله به يې د سلګۍ غږ پورته شو او کله به چوپ په کوڅه کې د سپيو غږونو ته غوږ وه. زړې ښځې به چې ځان وښوراوه، ماشومې به يې په لوري سترګې ونيوې او حرکات به يې په ځېر ځير له نظره تېر کړل.

تياره نوره هم زياته شوه او د کوټې په منځ کې له کړکۍ را ننوتې رڼايي له دوى ليرې کېده او د دروازې په لور يې ځان نږدې کاوه. زړې ښځې هم په زوره پوزه کش کړه او ته وا درنه ژړا يې په ستوني واکمنه ده غږ يې ډب ښکاريده. د کوټې په منځ کې يې له کړکۍ په راغځېدلې رڼا کې سترګې ګنډلې وې او ارام يې زياته کړه.

-         سرې سترګې يې مخامخ په ماکې ګنډلې وي او ژاړي، هېڅ ځاى مې نه پرېږدي، کله کله خو ترې ډارېږم چې چاړه به ورسره وي او په ستوني به مې يې کېږدي او مړه به مې کړي…

نجلۍ لدې خبرې سره راپورته شوه، کړکۍ ته يې وکتل او د دروازې په لور يې له ډېر چرت وروسته ښځې ته مخ واړاوه ويې ويل:

-         زما مور خو مړه ده…

زړې ښځې هم مخامخ پکې سترګې وګنډلې، ګڼ څيرې څيرې کميس چې په غولي هوار وو راټول کړ او له ساړه اسويلي وروسته يې وويل:

-         خو زه هم وايم چې مړه ده دا نخرې کوي… په ژوند يې هم راسره دا نخرې کولې چې ورځ يې دا شوه…

ډېره شېبه چوپ وه، کله به يې له کړکۍ بهر غږونو ته غوږ ونيو او کله به يې دروازې ته وکتل، کراره کراره نجلۍ ته لږ ورنږدې شوه او ويې ويل:

-         هغې له اوله ځان مظلوم مظلوم کاوه، له ما سره به يې لاس اچاوه، څه يې له وسه هم نه کېدل، پلارګنۍ يې کم اصله وه او زما د زوى لياقت يې نه درلود… کاشکې ته يې هم نه واى راوړې…

نجلۍ لکه چې له ښځې وېرېدلې وي د کوټې د کونج په لور يې ځان کش کړ، آرام آرام يې اوښکې په مخ راتويې شوې او ژړا يې هم په سلګو بدله شوه، زړې ښځې يې په لوري وکتل خو چوپ شوه، ماشومې له لږ ځنډ وروسته په ژړغوني غږ وويل:

-         خو ته خو هره ورځ ورته ښېرا کوې؟…

زړې ښځې د ماشومې د دې خبرې په اورېدو سره له ماشومې مخ بل لورته وګرځاوه، ډېره شېبه يې چرت نيولى او د نجلۍ منظمې سلګۍ يې څارلې، ځان به يې کله يوې او کله بلې خواته کش کړ ته وا چې د نجلۍ سلګۍ پرې ښې نه لګېږي، ځان يې ترې غړاوه. نجلۍ په ژړا کې وويل:

- هغې خو چاته څه نه وو ورسولي…

د نجلۍ پټه ژړا نوره په زوره شوه او سلګۍ يې هم په ټوله کوټه کې ګرځېدې، زړه ښځه په غوسه کې پورته شوه. د غولي په منځ کې ودرېده او ويې ويل:

- په همدې ځاى کې مې پرې د تبر وار وکړ، ګوتې مې يې هم پرې غوڅې کړې او هغه ناولى وجود مې يې په خپلو لاسو ټوټې کړ… ته هم د هماغې شيشکې لور…

له دې سره ځاى پرځاى ودرېده، دروازه خلاصه شوه، له دروازې بهر د اور لمبې ښکارېدې، ښځې بېرته شاته منډه کړه او په کونج کې له نجلۍ سره کېناسته او سترګو ته يې ټيکرى ونيوه…

کابل د تلی 4 -1388