يو ځوان د ډنماركي كارتونېست په وژلو كې پاتې راغى
January 2, 2010 – 3:54 pmيو ځوان د ډنماركي پوليسو لخوا هغه مهال په ګوليو ټپي كړل شو چې د جمعې په شپه د ډنماركي كارتونېست كرټ ويسټرګارډ په وژلو پسې د هغه كور ته ور اوښتى وو .
سرچينې وايي چې ويسټر ګارډ په خپل كور آرهوس كې وو او هغه مهال يې پوليس راخبر كړل، كله يې چې په خپل كور كې له تبر او چاكو سره يو ځاى، ناپېژانده كس تر سترګو شو.
تر اوسه پورې سرچينو د بريد كوونكي پوره هويت ندى په ډاګه كړى خو ډنماركي چارواكي وايي چې بريد كوونكى ۲۸ كاله عمر لري.
د ډنمارك د استخباراتو مشر جېكوب سكارف وايي چې حمله كوونكى ترهګر دى او د سوماليا له الشباب ډلې سره نږدې اړيكې لري.
د آرهوس سيمې د پوليسو يو چارواكى پريبن نېلسن وويل چې حمله كوونكي د كړكۍ له ماتولو وروسته كور ته داخل شوى وو چې وروسته د پوليسو لخوا په ټيټكۍ او اوږده كې وويشتل شو
نېلسن بي بي سي ته وويل چې د بريد كوونكي روغتيايي حالت ښه دى.
له بريد وروسته كارتونېست ويسټر ګارډ خوندي سيمې ته بېول شوى خو د سرچينو د معلوماتو له مخې هغه غواړي چې بيرته په ورځپاڼه كې خپل كار پيل كړي
دا په پېښه په داسې مهال رامنځته كېږي چې د نوموړي كارتونېست په سر د يو ميلون ډالر انعام له اېښودلو نږدې پينځه كلونه تېرېږي خو دا معلومه نده چې دا وروستۍ هڅه د ډالرو د ترلاسه كولو په موخه وشوه او كه فې سبيل الله كار وو.
كيوټ ويسټرګارډ هغه ډنماركى كارتونېسټ دى چې په ۲۰۰۵ ميلادي كال كې يې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) كارتونونه خپاره كړي وو او په غبرګون كې يې د ټولې اسلامي نړۍ په ګوټ، ګوټ كې لاريونونه او د ډنمارك په سفارتونو بريدونه وشول
.
د هغو ۱۲ كارتونو له ډلې څخه چې د ډنمارك په جايلانډ پوسټ ورځپاڼه كې خپاره شوي وو، يو داسې كارتون هم وو چې په لونګۍ كې يې اېښودل شوى بم تر سترګو كېده.
نوموړى كارتونېست په آرهوس كې چې د ډنمارك دويم لوى ښار دى اوسېده او د پلازمېنې كوپنهاګن شمال لوېديځ ته په ۲۰۰ كيلومترۍ كې پورت دى .