امريكا او برېتانيا په يمن كې خپل سفارتونه وتړل
January 3, 2010 – 10:09 pmنن د يكشنبې په ورځ برېتانيا او امريكا په يو وار په يمن هېواد كې خپل سفارتونه په دې موخه وتړل چې په دې هېواد كې القاعده احتمالي خطر وروسته له هغه په زياتېدو شو كله چې د كرېسمېس په ورځ يو يمني طبعه په الوتكه كې د چاودنې په تور ګرم شو.
په دغه هېواد كې د القاعده لخوا د امريكا او برېتانيا په وړاندې پټې غبرګونيزې هڅې هغه وخت ډېرې شوې كله چې ۲۳ كلن عمر فاروق عبدالمطلب امريكايي پلټونكو ته وويل چې نوموړى په يمن كې روزل شوى
په سپينه ماڼې كې د ترورېزم سره د مبارزې د څانګې مشر جان برېننان وايي چې د امريكا سفارت چې ۲۰۰۸ كال پرې دوه ځلې بريدونه شوي وو له دې وجې وتړل شو چې القاعده پلان لري يو ځل بيا امريكا سفارت تر بريد لاندې ونيسي.
نوموړي وويل چې دا يې يو احتياطي ګام پورته كړى او نه غواړي چې د بريد نا معلوم وخت ته په تمه پاتې شي.
د ياد سفارت په انټرنېټ پاڼه كې په دې اړه څه ندي راغلي چې تر څومره وخته به دغه سفارت تړلى وي.
په عين مهال د برېنانيا بهرنيو چارو وزارت هم د امنيتي پټو ګواښونو له وجې په يمن كې د خپل سفارت د تړلو خبر وكړى
په خبر كې اغلي چې د برېتانيا چارواكي به ډېر ژر د سبا دوشنبې ورځې دپاره د سفارت د پرانستلو او يا هم بند ساتلو په اړه وروستۍ پرېكړه كوي
كارپوهان وايي امريكا د الفاعدې د ځپلو دپاره يمن ته د مرستو تدريجي لړۍ پيل كړې نو د القاعده له لوري د ډېرېدونكي خطر له وجې د امريكا حكومت پرېكړه وكړه چې په دې هېواد كې خپل سفارت وتړي
د يكشنبې په ورځ برېتانيا اعلان كړه چې له واشنګټن سره به په ګډه يمن كې د راپورته شويو راډيكالو د ځپلو دپاره ځانګړي يمني ځواكونه حمايه كوي او زياتوي چې د روانې مياشتې په ۲۸ نېټه به برېتانيا د هغه نړيوال كانفرانس كوربه وي كوم چې په يمن كې د راډيكالو ډلو د له منځه وړلو دپاره ځانګړې ستراتيژي وړاندې كوي.
Sorry, comments for this entry are closed at this time.