پكتيا پوهنتون ته دوه ودانۍ جوړې شوې

January 3, 2010 – 10:39 pm

د پکتيا پوهنتون لپاره يو درې پوړيز او يوه دوه پوړيز جوړ شوي  بلاکونه د مرغومي په ١٣مه، ګټې اخيستنې ته چمتو شول . دغه دوه بلاكونه چې يو يې تدريسي او بل يې  د ليليې لپاره ځانګړي شوي، ټول لګښت يې د پکتيا د والي په وينا، يو ميليون او ٨٠ زره ډالره دى ، چې  د لوړو زده كړو وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه وركړل شوى دى .

لومړى بلاك د  محصلانو لپاره درې پوړيزه ليليه ده ، چې ٤٢ خونې لري او په يوه  وخت كې د ۴۰۰ تنو د اوسېدو ظرفيت لري .   او دويم دوه پوړيزه  بلاك د تدريس لپاره ځانګړى شوى دى ،چې د ١٠ خونو لرونکى دى . 

د پرانېستې په مراسمو كې د پكتيا والي جمعه خان همدرد ژمنه وکړه ، چې په راتلونكى کال کې به  د پوهنتون لپاره نورې ودانۍ هم جوړې شي او د ولايتي بيارغونې ډلې لخوا به د ١٠٠ زره امريكايي ډالرو په لګښت  لوبغالى او تفريحي پارك هم ورته جوړ شي.

هغه وويل چې  د نشه يي توکيو پرضد مبارزې وزارت له خوا له دغه ولايت سره د ٦٠٠ زره امريکايي ډالرو مرسته شوې ، چې  په راتلونکي کال کې به له همدغو پيسو څخه د حقوقو پوهنځي ته يوه ودانۍ جوړه شي .

د پکتيا پوهنتون د كرنې پوهنځي رييس ډاكټر ميرغوث الدين  نن ته وويل چې تر دې مهال يې د پكتيا پوهنتون د كرنې او تعليم  تربيې دوو پوهنځيولپاره يواځې يو تدريسي بلاك درلود. د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ليليې لپاره ٤ نورو بلاکونو ته اړتيا ده ، ځکه چې اوسمهال ۸۵۰ تنه محصلان دي ، چې ډېرى يې د ښار په يو ماركيټ كې اوسېږي او په   راتلونکى کال کې به همدومره نور محصلان هم جذب شي .

  والي همدرد وويل چې په راتلونكي كال كې به له پېښور څخه  د اريانا په نوم شخصي پوهنتون هم پكتيا ته را انتقال او په اوسني پوهنتون كې به مدغم شي .

Post a Comment