پكتيكا كې د هر ښوونځي په سر يو مسلكي ښوونكى هم نشته

January 5, 2010 – 8:53 am

عبيد خروټى  -  ښرنه 

د پکتيکا ولايت د پوهنې رياست چارواکي د مسلکي ښوونکيو له کموالي سر ټکوي او وايي چې دا مهال  د هر ښوونځي  په سر يو مسلکي ښوونکى هم نلري .

 

ددې ولايت د پوهنې سرپرست رييس محمد ياسين همت د مرغومي په ٩مه، له پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل چې اوسمهال په دې ولايت کې ٣٢٣ ښوونځي فعال    دي . د نوموړي په وينا، په دې ښوونځيو کې يې ٣٣ لېسې، ٣٧ منځني او ٢٥٣ يې لومړني ښوونځي دي ، چې پکې څه دپاسه ١٢٤ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي . هغه زياته کړه چې په دې زده کوونکيو کې يې نږدې شل زره نجونې او پاتې نور يې هلکان دي .

 

همت وايي چې دغه زده کوونکي  د ٣٣٣٦  تنو ښوونکيو لخوا روزل کېږي، چې په دې ډله کې يواځې ٣٥٠  تنه ښوونکي رسمي او ځينې يې مسلکي دي . د پوهنې سرپرست رييس د مسلکي او رسمي ښوونکيو د کموالي د ستونزو ترڅنګ د ښوونځيو د ودانيو له لږوالي هم سر وټکاوه . د هغه په وينا، له ٣٢٣  څخه يې يواځې ٩٦ ودانۍ لري ، پر ٣٠ نورو کار روان دى او پاتې نور يې ودانۍ نه لري .

 

همت دا هم وويل چې د روان لمريز کال په اوږدو کې د نا امنيو له امله او د طالبانو تر واک  لاندې سيمو کې ٤٦  ښوونځي تړل شوي دي . هغه زياته کړه : (( په راتلونکي کال کې به هڅه وکړو، چې دسيمو د قومي مشرانو په هلو ځلو تړل شوي ښوونځي بېرته پرانيزو.)) نوموړى وايي چې د مسلکي ښوونکيو د کموالي ستونزه هغه مهال هوارېداى شي، چې د ولايت په مرکز ښرنې ښار کې يو دارالمعلمين جوړ شي .

 

بل لوري ته ددې ولايت قومي مشران او زده کوونکي هم د مسلکي ښوونکيو  او د ښوونحيو د ودانيو له کموالي څخه شکايت کوي .

 

  د ښرنې اړونده د علي بابا لېسې د دولسم ټولګي يو تن زده کوونکى شېرمحمد وايي چې په لېسه کې  يواځې څلور مسلکي ښوونکي  لري   . هغه پژواک ته وويل: (( د مسلکي ښوونکيو د کموالي له امله د پکتيکا زده کوونکي د  کانکور په ازموينه کې د لوړو زده کړو موسسو ته نه بريالي کېږي .))

ددغې لېسې د والدينو د شورا مشر حاجي عبدالعزيز هم د مسلکي ښوونکيو ستونزه ستره ننګونه ګڼي او زياتوي چې له دې امله يې اولادونه له لوړوزده کړو بې برخې  پاتې کېږي . نوموړي هم په دې ولايت کې د يوه عالي دارالمعلمين د جوړولو غوښتنه وکړه .

 

د يادونې وړ ده، چې ددغه ولايت په ارګون ولسوالۍ کې يو دارالمعلمين شتون لري، خو د ځايي اوسېدونکيو په وينا، دغه دارالمعلمين هم له ګڼو ستونزو سره مخ دى .

 

د پوهنې وزارت نوماند وزير ډاکټر فاروق وردګ څو ورځې مخکې خپل کاري پلان د ولسي جرګې غونډې ته وړاندې کړ.

 

هغه که څه هم د مسلکي ښوونکيو د کموالي ستونزه ومنله ، خو ويې ويل چې د پوهنې وزارت د ستراتيژيک پلان  له مخې به، تر١٣٩٩ کال پورې  د افغانستان يو ماشوم هم ، چې د ښوونځي قانوني عمر يې پوره کړى وي، له ښوونځي څخه بې برخې پاتې نشي  .

                                          له پژواك خبري آژانس څخه په مننه

Post a Comment