صوماليا كې يو ميليون كسان وږي دي

January 6, 2010 – 9:16 am

سرچينه : سي ان ان – د ملګرو ملتونو خوراكي ادارې د سه شنبې په ورځ خبر وركړى چې د توندلارو ډلو لخوا د امنيتي ننګونو په ډېرېدو سره د صوماليا د لوېديځو برخو وږو خلكو ته د مرستو رسولو لړى په ټپه درلېدلې.

يادې سرچينې په يوه بيانيه كې ويلي چې په لوېديځو څنډو كې د توندلارو لخوا د خوراكي توتكو د وېشلو پروسه يواځې په همدې ياده سيمه كې ننګېدلې.

د ملګرو ملتونو دغه اداره زياتوي چې د مرستو له بندېدو سره به په سيمه كې نږدې يو ميليون كسان له كلكې لوږدې سره مخ شي.

سرچينه وړاندې زياتوي چې د نړيوال خوراكي پروګرام اداره د لوږې د راوپورته كېدونكي خطر په اړه اندېښمنه شوې ده او زياتوي چې د وروستيو خطرونو په راپورته كېدو سره نېغ په نېغه ولسي خلك ځپل كېږي.

په صوماليا كې د اسلامي توندلارو له لوري خوراكي ادارې ته هغه وروستي تهديدونه چې تېرنومبر مياشت كې راپورته شوي وو، دا وو چې مرسته كوونكې ادارې بايد خوراكي توكي د سيمه اييزو كروندګرو څخه وپېري او كه داسې ونشول نو بيا دې دغه وروسته پاتې افريقايي هېواد ته د مرستو لېږلو لړۍ ودروي.
.
ويل كېږي چې د الشباب په نوم د دغه توندلارې اسلامي ډلې لخوا ملګري ملتونه او جمهور رييس شېخ شريف احمد ته كلكې ننګوني ورمخ شوې دي.

دا په داسې حال كې دى چې د ۲۰۰۸كال د اګسټ څخه نيولې بيا د ۲۰۰۹ كال تر جنوري مياشتې پورې په صوماليا كې د دغې ادارې څلور تنه كاركوونكي وژل شوي دي.
.
ياده اداره وايي چې د صوماليا په لوېديځه برخه كې د راپورته شوو ستونځو له امله اوس يواځې د پلازمېنې موګاديشو او ورسره نږدې سيمو خلكو ته د خوراكي توكو د وېش لړۍ روانه ده چې په دې سره يو اعشاريه اته ميليونو كسان خوراكي توكي تر لاسه كوي خو د دې هېواد ۴۰ سلنه خلك له لوږې سره مخ كېدونكي دي.

Post a Comment