پكتيا: په ځانمرګي بريد كې ۸ مړه ۲۸ ټپيان شول

January 7, 2010 – 6:30 pm

د پكتيا په مركز ګردېز كې په يوه ځانمرګي بريد كې د دريو عام وګړو په ګډون اته تنه امنيتي سرتېري وژل شوي او ۲۸ تنه نور ټپان شول.
دغه بريد نن ( د مرغومي په ١٧مه) له غرمې وروسته په شاوخوا څلور نيمو بجو د ګردېز ښار په مركزي سيمه كې وشو.
د پکتيا امنيه قوماندان عزيزاحمد وردګ وايي چې په دې بريد کې په لوګر کې د کمباين قوماندان بصيراحمد پړې او د هغه درې ملګري هم وژل شوي

وردګ وويل چې په بريد کې ګڼ شمېر عام وګړي هم ټپيان شوي او له بريد سملاسي نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي .

د محمداسماعيل په نوم يو عيني شاهد وايي چې ده د بصيراحمد او دهغه د يو تن ملګري مړي د بريد په ځاى کې ليدلي دي.
نوموړى زياتوي چې ده لس تنه عام وګړي هم ليدلي، چې ټپونه يې خوړلي وو.

د پكتيا ولايت د روغتيا ريس ډاكټر نادر نوري وايي چې د دوى روغتون ته ۳۲ تنه ټپيان ور وړل شوى دى او د هغوى له ډلې څخه يې دوو ماشومانو او يو څلوېښت كلن سړي خپل ژوند له لاسه وركړ.
نوري دا هم وايي چې د ټپيانو په ډله كې يو افغان سرحدي پوليس هم موجود وو چې نوموړي هم د سختو پرهرونو له امله ساه وركړه

د ډاكټر نوري په خبره په پاتې ۲۸ تنو ټپيانو كې د ۸ حالت نازك دى

ذبيح الله مجاهد، چې ځان د وسلوالو طالبانو وياند بولي وايي چې دا بريد د زلفقار په نوم د دوى يوه ملګري ، چې د لوګر د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکى دى ، تر سره کړى دى .
مجاهد زياتوي چې په بريد كې يې ۶ تنو نظامي كسان وژلي او دا هم زياتوي چې ځينې ملكي وګړي هم زيانمن شوي دي.

Post a Comment